<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-17 17:19:52    
په چين کی د کارتونی فلمونو او انځورونو د جوړولو چاری په پر له پسی توګه پرمختګ مومی.

cri

ګرانو اورېدونکو،السلام عليکم! په يو ويشتمه پېړی کی د کارتونی فلمونو او انځورونو چارې يوه ښه روښانه راتلونکی لری. د چين د کارتونی اثارو لومړی بين المللی جنشن چی تازه ختم شو، د چين د کارتونی فلومونو او کتابونو د جوړولو دپاره نوی محرکه قوه برابره کړيده. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د چين د کارتنی فلومونو او انځورونو د چارو په هکله يو مضمون واورئ.
که څه هم په چين کی وختی د کارتونی فلومونو او کتابونو په جوړولو پيل شويدی، مګر تر اوسه پوری چين په دې هکله په نړی کی يو پرمختللی هېواد نه دی. په نړی کی لومړی اوږد کارتونی فلم چی سنو وايت نومېږی، په ١٩٣٧ کال کی رامنځته شو او په ١٩٤١کال کی چين د تی شان شهزادګی په نامه يو کارتونی فلم جوړ کړ چی په اسيا کی لومړی کارتونی فلم دی. د تېری پېړۍ په پنځمه يا شپږمه لسيزه کی د چين د شانګهای د فلم جوړولو د فابريکې له خوا جوړی شوی يو شمېر کارتونی فلمونه د بين المللی فلومونو په څو سيالو کی جايزې ګټلی دي، لکه چی دری راهبان، نه جا ناو هی او داسی نور. په عين وخت کی د چينی ليکوالانو له خوا جوړ شوی زيات شمېر کارتونی کتابونو په چين کی څو د مليونو ماشومانو او ځوانانو توجه راجلبه کړيده. د شلمې پېړۍ د اتمې لسيزې نه وروسته د امريکې، جاپان او د کوريا د جمهوريت په شمول د څو هېوادونو زيات شمېر کارتونی فلومونه او کتابونه چين ته وارد شوی دي او د چينی ليکوالانو له خوا جوړی شوی کارتونی اثار هم کم شوی و. په دې وروستيو کلونو کی نوموړی حالت ښه والی موندلی دی.
د جون له لومړی نيټې څخه تر پنځمې نيټې پوری د چين د ختيځې سيمې د ښانګ جون په ښار کی د چين د کارتونی اثارو لومړی بين المللی جشن جوړ شويدی چی تر اوسه پوری په چين کی د کارتونی اثارو په هکله تر ټولو نه لوی جشن دی. د چينی ليکوالو له خوا د کارتونی اثارو نندارتون د نوموړی جشن په بهر کی يو مهم فعاليت بلل کېږی چی د جاپان، د کوريا جمهوريت، امريکې، بريتانيې، المان، هانکانګ او د تايوان په شمول د څو هېوادونو او سيمو څخه مربوط سازمانونه پکی برخه اخيستی ده. په دې وروستيو دوو کلونو کی په چين کی د کارتونی فلومونو د جوړولو او د رسامی کتابونو د چاپولو زيات تصدۍ جوړې شوی. يوازی د ښانګ جو په ښار کی څه دپاسه پنځوس نوموړی ډول تصدۍ شته چی اکثريت يی د کارتونی فلومونو او د انترنيتی لوبو د جوړولو دپاره دي. په دې جمله کی د جونګ نان په نامه د کارتونی فلمونو موسسه يوه لويه موسسه ده. د دې موسسې له خوا جوړ شوی د تين ينګ په نامه مسلسل کارتنی فلم په کورنيو او بهرنيو مارکيتونو کی زياتې ستاينې تر لاسه کړيدي. د نوموړی موسسې د عمومی رئيس مرستيال ښاغلی جو يی ګوانګ د چين د کارتنی فلمونو او کتابونو د جوړولو د پرمختګ په هکله خپله خوشبينی څرګنده کړه او و يی ويل
(لومړی اواز)
د تين ينګ په نامه مسلسل کارتونی فلم ټولی زر برخې لری. اوس د جاپان او تايليند موسسو نوموړی فلم اخيستی دی. مونږ په بهرنيو ماکيتونو کی د نوموړی فلم خرڅولو ته په درنه سترګه ګورو .هغه وويل چی د نوموړو فلمونو نه پرته اوس زمونږ موسسه د زياتو پيسو په لګولو سره يو بل مسلسل کارتونی فلم جوړ کړيدی چی مو هونګ شين ځونګ نومېږی.
د زيات بهرنيو کارتونی اثارو په رامنځته کېدو سره په چين کی زياتو مربوطو شخصيتونو په کارتونی اثارو کی د چين په خاصيتونو باندی بحث پيل کړ. په دې هکله د چين د کارتونی اثارو د کميټې رئيس او د شانګهای د کارتنی فلمونو د جوړولو د فابريکې رئيس ښاغلی جين ګو پينګ خبريال ته خپله نظريه داسی څرګنده کړه
(دوهم اواز)
نه دا چی په چينی خاصيت لرونکو کارتونی اثارو کی چينی کيسې او چينايان شته، دا بلکه د نوموړو کارتونی اثارو له لاری د چين مفکورې او نظريې څرګند کېدای شی.
د چين د حکومت په اړه مربوطو څانګو د کارتونی فلمونو او کتابونو جوړولو ته خپل پام اړولی دی. اوس د چين د کلتور د وزارت، د اطلاعاتو د مطبعې او د انفورمېشن د چارو د وزارت په شمول څو څانګې د کارتونی فلمونو د دولتی اډو د جوړولو دپاره په تياری بوخت دي.
په چين کی د کارتونی فلمونو او کتابونو د جوړولو د صنعت د چټک پرمختګ له امله د زياتو پانګه اچونکو توجه ځانته رااړولی ده، خو ځينی خلک هم انديښنه لری. ښاغلی جانګ شيو ان چی پخوا يی په چين کی د کارتونی فلمونو د جوړلو کار کاوه او اوس د امريکې او اسيا د کارتونی فلمونو د سازمان لومړی مشاور دی خبريال ته وويل چی
(دريم اواز)
په چين کی د کارتونی فلمونو د جوړولو اوسنی سويه د پرمختللی هېوادونو په
نسبت ټيټه ده. زما په نظر په چين کی د نوموړی سويې د لوړېدو دپاره: لومړی، بايد بهرنی اثار کاپی نشی، دوهم، بايد چينی خاصيت لرونکی کارتونی اثار جوړ شی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و په چين کی د کارتونی فلمونو او انځورونو چارې په پر له پسی توګه پرمختګ مومی. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!