د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د حکومت يوه مامور د جون په اوولسمه نيټه دا خبره ثابته کړه چه د بدخشان په ولايت کښی د سختو بارانونو د اوريدو په اثر سيلاونه پيښ شول او په نتيجه کښی لږ تر لږه پنځه ويشت تنه خلک مړه، دوولس تنه ټپيان شول او د څه دپاسه اووه سوو کورنو ودانۍ ويجاړې شوې٠
د بدخشان ولايتوال منشی عبدال نجيب وويل چه په تيرو دوو ورځو کښی د سختو بارانونو د اوريدو په اثر رامنځ شويو سيلاونو زيات سړکونه ، ويالې او زراعتی مځکې ويجاړې کړېدی٠ هغه وويل چه محلی حکومت مصيبت ځپلو سيمو ته خوراکونه، کالی ، غالۍ او نور امدادی مواد ورليږلی او د افغانستان حکومت او ځينو غيرحکومتی سازمانونو له مصيبت ځپلو خلکو سره د مرستې دپاره امدادی ګروپونه جوړ کړيدی ٠
اصلأ په افغانستان کښی د اوږدې مودې دپاره وچکالی پيښيږی، خو په روان کال کښی په مسلسله توګه غيرعادی واورې او بارانونه اوريدلی او په نتيجه کښی لږ تر لږه دوه سوه تنه خلک د سختو واورو او سيلاونو په اثر مړه شويدی ٠