<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-18 20:24:50    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز -- چين جونګ جانې اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د تايوان ټاپو او د تايوان د مسلې سره علاقه ښودلی ده. دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د تايوان ټاپو په باب څه معلومات وړاندی کړی .

جونګ -- تايوان د چين يو سمندري ولايت دی چه د ټاپوګانو څخه جوړ شوی او د چين د لويې وچې په جنوب ختيځه څنډه کي واقع دی . د تايوان ولايت د تايوان ټاپو او د شاوخواوو ټاپوګانو او د پن هو د ټاپوګانو له مجموعي څخه چه شمير يي اتياوو ته رسيدلی ، جوړ شويدی چه د زمکې عمومي مساحت يي تقريبا شپږ ديرش زره مربع کيلو متره دي . د تايوان شمال د ختيځې بحيرې ، شمال ختيځ يي د ارام سمندر ، جنوب يي د باش أبنا او د فلپين سره تړلی دی او لويديځ يي د تايوان أبنا ده چه د چين د لويي وچې د فو جيان ولايت ته مخامخ ده چه نژدې ځاي يوازي يو سلو ديرش کيلو متره فاصله لري . د تايوان ولايت په ارام سمندرکي د بيړيو د تګ راتګ د لارې د کنترول مرکز دی ، نو ستراتيژيکي موقعيت يي ډير مهم دی .

تايوان له زياتو قومونو څخه عبارت دی چه عمده قومونه يي د هان ، مغول ، مياو او ګاو شان قومونه دي چه د هان د قوم نفوس يی د عمومي نفوسو نه په سلوکی له اوه نوی څخه زيات دي او د مين نان او که جيا په دوو محلي څانګو ويشل کيږي چه د مين نان د خلکو نيکه ګان د جنوب ختيځ چين د فو جيان ولايت له چيو جو او جان جو څخه راغلي او د که جيا خلکو نيکه ګان د جنوبي چين د ګوان دونګ

ولايت د ميې جو او چاو جو څخه راغلي دي . تايوان داسی ځانګړتيا وی لری چه نفوس يي زيات او مساحت يي کوچنی دی چه د دوه زره لومړني کال تر پايه پوري د تايوان عمومي نفوس دوه ويشت مليونه څلور لکه تنه وو چه ګڼوالي يي په هر مربع کيلومتر کي شپږ سوه نولس تنه وو .

تايوان د چين يوه نه بيليدونکي برخه ده او په جغرافيايي لحاظه له لرغونی زمانی راهيسی تايوان په لويې وچې پوری تړلی ؤ، خو د زمکنې طبعی د خوځيدو له امله جلا شو او په منځ کي يی يوه أبنا رامنځته شوه چه په نتيجه کي تايوان په يو ټاپو بدل شو . د هغو ډبرينو او خاورينو کاسو او نورو سفالينو ظروفو څخه چه د تايوان په بيلا بيلو ځايونو کي کيندل شوي ، څرګنديږي چه د تايوان د ماقبل تاريخ کلتور د چين په لويې وچې پوري اړه لري .

تايوان د دوهمې عمومي جګړې نه وروسته نه يوازي په قانوني لحاظه بلکي په حقيقی توګه کي بيرته چين ته ورکړ شويدي ، خو ولي وروسته بيا د تايوان مسئله راپيدا

شوه ، علت يي د چين د ګو مين تانګ ګوند لخوا د پيل شوي کورنې جګړې سره اړه درلود ، خو ډير مهم علت يي د بهرنيو قوتونو لاس وهل و . سوله ايز وحدت او د يو هيواد دوه نظامونه د تايوان د مسئلې د حل په هکله د چين د حکومت اساسي پاليسي ده .د سوله ايز يووالي او د يو هيواد د دوو نظامونو د پاليسي اساسي ټکی د تايوان مسئلې د حل و فصل دپاره د چين د حکومت لخوا ټاکل شوي دی چه په دي ډول دي :

لومړي ، يو چين . په نړۍ کي يوازي يو چين شته او تايوان د چين يوه نه

بيليدونکي برخه ده او مرکزي حکومت يي په بيجينګ کي دی چه دا د تايوان د مسئلې

د سوله ايز حل مخکيني شرط ګڼل کيږي .

دوهم دوه نظامونه هم موجود دي يعني د يو چين د پيژندلو په مخکيني شرط د هيواد په لويه وچه کي سوسياليستي نظام او په تايوان کي کاپيتاليستي نظام د اوږدې مودې دپاره به موجود وي څو چه ګډه ترقي وموندل شي .

دريم عالي خودمختاريت . د هيواد د يو ځاي کيدو نه وروسته به تايون په خاصې اداري سيمې بدل شي او د عالي خودمختاريت له حق څخه به برخه من وي چه د چين د نورو ولايتونو يا سيمو سره به يو شان نه وي .

څلورم سوله ايزې خبرې اترې.

د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د اوسني وضيعت لمخې د هيواد د يووالي د تر سره کيدو نه مخکي دواړه خواوې بايد متقابل احترام وکړي ، د يو بل کمبود د پوره کولو او يو بل ته د ګټې ور کولو د اصولو سره سم د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او نور تګ راتګ د زياتوالي دپاره کوشش وکړي ، په مستقيم ډول دي پوستي ، تجارتي او د بيړيو او الوتکو په واسطه ترانسپورتي راکړي ورکړي پرمخبوزی .