<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-19 18:07:04    
د خوشحال خان په باب (٧)

cri

د عقل او پوهې په باب هم خان يو خاص نظر لری چه کاغذونو او کتابونو پوری يی نه منحصروی او ناقصه يا عادی پوهه چه کوم لوی خطر ورسره ملګری نه وی بی اهميته بولی .

دی هغه دانايی ستايی چه په انسان باندی په نفسياتی لحاظ ښه اغيزه وکړی . هغه ميرزايی دانش چه سړی پری د بل مال شماری او حساب و کتاب يی برابروی سپک ګڼی او خواره حقيره پوهه يی نه نه خوښه .

د ده په اشعارو کی دعقل اوپوهې يادونه په دی ډول شوې ده .

عقل د مزکی يا د اسمان دی

چه دومره نه لری هغه حيوان دی

عقل د مزکی دمور له نه دی

چه د اسمان دی د بستان دی

چه عالمان يی په تور په سپين وينی

چه درويشان يی په علييين وينی

د عارفانو علم څه نوردی

ترعرشه فرشه پخپل يقين وينی

په کاغذو کی خوانا يی ولولی

چه کښلی نه وی غه څوک لولی

هسی مردان شته په دا دنيا کی

تختی د وچولی تختی د زړه لولی

د انا يی مه ګڼه چه صبر لری

چه صبر نلری حکمت به څه لری

سړی د صبر په کار کی واميه

چه صبر ناک وی هر څه به ښه وی

د ناقصې پوهې بدل په کار نه دی

د دانا فکر خطر لری خطير

د لوييدو او لوړيدو په باب خوسحال خان د ښه غور و دقت خاوند دی او په محض لوړتيا او پورته ختلو هيڅکله نه غوليږی . په دې باب کی تاسو د ده هغه شعر واورئ چه د چنار او کدو د بوټی سوال و جواب پکی په دې ډول درج دی :

چه کدو می دچنار په ونه وخوت

و چنار ته يی اغاز مړ دا مقال

چه ته يی د څو کالونو ای چناره

راته ووايه خپل عمر خپل احوال

چنار ووې د دوه سوو کالو زه يم

په حساب کی ګوندې کم وی يو نيم کال

کدو ووې های خو ته پهمدت لوی شوې

دايم زه درسره سم شوم دم درحال

چنار ووې چه وخت سخت د څلی راشی

زه او ته به سره زده کړو هاله حال