د سينهوا اژانس د خبر له مخې په کابل کې د چين د سفارت اقتصادي او تجارتي مستشار سون يې هونګ د جون په نولسمه نيټه وويل د پروان ولايت د اوبو د لګولو د پروژې د ترميمولو په اړوند د اصلي کانال د پاکولو کارچې د چين دحکومت په مرسته ترسره شوی په اتلسمه نيټه د چين د تجارت د وزارت د مربوط کروپ لخوا د معاينې نه وروسته په بري سره پاي ته ورسيد ٠ د پروان د اوبو لګولو پروژه د افغانستان د پروان په ولايت کې واقع ده او د چين د حکومت په مرسته د شلمې پيړۍ په شپږمه او اوومه لسيزه کې جوړه شوه ، دافغانستان د کورنۍ جګړې نه وروسته د افغانستان دخلکو د اقتصاد د بيا رغاونې دپاره د چين حکومت د ٢٠٠٣ کال د مې په مياشت کې د افغاننستان سره موافقه ليک لاسليک وکړ چې په وړيا مرسته نوموړي پروژه ترميمه کړي ٠