<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-19 20:22:30    
د کارل مارکس په اجدادی کور کی د چيني ژبې د زده کړي او خبري کولو څپه

cri

ګرانو دوستانو، په نننی پروګرام کی به تاسو ته يو مضمون وړاندی کړم چه عنوان يی دی د کارل مارکس په اصلی سيمه کی د چيني ژبې د زده کړي او خبري کولو څپه ٠ د سوسياليستی او کمونيستی تيوری د جوړونکی په حيث، کارل مارکس په چين کی يو ډېر مشهور لوی شخصيت دی٠ نو د چين ټول خلک غواړی د کارل مارکس د زېږېدنی ځای ترير ښار له نژدی نه وګوری ، نو پدې توګه د چينايانو په وړاندی د ترير ښار د يوه ډېر ښه توريستی ځای په توګه بلل کيږی٠ چينی توريستانو ته د ښه هر کلی لپاره ددې ښار د سوداګرانو او په رستورانونو کي د خدمتګارانو دپاره د چينی ژبی لکچرونه برابر شوی دی ٠

ترير ښار د جرمنی په جنوب لوېديځه برخه کی واقع دی او لوکزامبورګ ته ډېر نژدی دی٠ د ١٨١٨ کال د می په پنځمه نيټه نامتو متفکر کارل مارکس په دغه ښار کی وزېږېده٠ په جرمنی کی د تر ټولو نه لرغونی ښار او د کارل مارکس د زېږېدنې د ځای په توګه ، د ترير ښار د چينی توريستانو لپاره د سفر وړ ډېر ښه ځای دی٠ د احصايی له مخی، په ٢٠٠٤ کال کی دې ښار اته ويشت زره اوه سوه تنه چينی سيلانيان منلی او د ٢٠٠٣ کال په نسبت په سلو کی څلويښت برخه زياته شوی ده٠ په ټول جرمنی کی لکه فرانکفور، مونشين او هامبورګ او داسی نور لوی ښارونه د ترير د ښار په شان دومره زيات چينايی سيلانيان ځانته راجلبولی شی٠

د مخ په زياتېدونکو چينی توريستانو د ښه هرکلی لپاره ، د ترير د ښار يو

سازمان چه يو سلو اويا مارکټونه او رستورانونه اداره کوی، د چينی ژبی درس يی پرانستلی دی څو چه د داسی مارکټونو او رستورانو کارکوونکو ته چينی ژبه ور زده کړی٠ د شلو ساعتونو د درسونو په ترڅ کی ، د عينکو او ګاڼو د پلورنځيو او د رستورانونو کارکوونکی بايد دا لياقت تر لاسه کړی چه په چينی ژبه چينی توريستانو ته هرکلی ووايی او د مالونو بيی چينی توريستانو ته څرګندی کړی٠ کارکوونکی بايد نه يوازی د چينی ژبی سم تلفظ وکړی ، بلکی د چين او جرمنی تر منځ کلتوری توپير ښه وپيژنی ، مثلا ځينی چينايان دا عادت نه لری چه يو له بل سره په لاسو روغبړ وکړی، بايد په دوو لاسونو چينايانو ته خپل کارت وړاندی کړی او د بيی د څرګندونی په هکله د څلور دغه عدد و نه ليکی او داسی نور٠ مقصد يی دا دی چه د چينی توريستانو سره ښه او پوره پذيرايی وکړی ، ځکه چه هر چينايی به د خپلی مورنی ژبی په اورېدو سره د صميميت، اشنايی او د احترام احساسات راپورته کړی او دا به د توريستی چارو لپاره ګټور وی٠

د چينی ژبی د درس پرانستل يوازی د چينی توريستانو د هرکلی کولو په فعاليتونو کی د نوموړی سازمان د هلوځلو يوه برخه ده٠ اټکل کيږی چه په راتلونکو کلونو کی به تقريبا اويا يا اتيا مليونه تنه چينايان خارجی هېوادونو ته سفر وکړی، او د ترير ښار به هرومرو تر خپلی وسی پوری دغه غوره تجارتی فرصت تر لاسه کړی ، ځکه چه د شيانو د اخيستلو په برخه کی د چينی توريستانو توان ډېر زيات دی٠ د احصايی له مخی، د ١٩٩٩کال نه راهيسی په جرمنی کی د چينی توريستانو مصارف څلور چنده زيات شوی دی٠ له دې امله د مالونو د اخيستلو د لارښوونی په هکله د ترير ښار په خاصه توګه په چينايی ژبی دوه دېرش

پاڼی لرونکی کتاب چاپ کړی دی ، تر څو چينی توريستان په ترير ښار کی په اسانی سره خپل د خوښۍ وړ شيان واخلی٠

علاوه پر دی، په ترير ښار کی د اتيا مغازو د دروازو په وړاندی د سره رنګ تجارتی لوحی ځوړندی شوی دی چه په طلايی چينی کليمو داسی ليکل شوی دی چه ستاسو هر کلی کوو او سفر مو په خير، کله چه چينی سيلانيان د ترير ښار ته رسيږی، نو د نوموړو کليمو سره به مخامخ شی او حتما به دا احساس وکړی چه لکه په خپل وطن کی دی٠

ګرانو اورېدونکو، په نننی پروګرام کی مو تاسو ته يو مصمون وړاندی کړی يم چه عنوان يی و د کارل مارکس په اجدادی کور کی د چيني ژبې د زده کړي او خبري کولو څپه ٠ زمونږ پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد، شپه مو په خير٠