<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-20 17:49:50    
په تير باندي ناست صاحب

cri

ددې متل کيسه دا ده چه دوه زره کاله دمخه د چين د هان په امپراطوري دوره کي د چن شه نومي يو سړی و او د ولسوال دنده يي هم په غاړه درلوده . د تاريخي اسنادو لمخې هغه يو مهربان او باانصافه سړی و او خپلو اولادونو ته يي هم ښه تعليم ورکړ . دده په بيوګرافي کي داسي ليکل شوي وو چه يوه شپه يو غل دده د کوټې په تير باندي ځان پټ کړ څو چه د کور د غړو د بيديدو نه وروسته شيان وتښتوي . چن شه دغه غل وليد ، مګر هيڅ يي و نه ويل . يوازي يي خپل اولادونه او لمسيان ځان ته راوغوښتل او په جدي لهجه يي دوي ته نصيحت وکړ چه هر څوک دی په هوښياره توګه ترقي او پيشرفت وغواړي او هيڅکله دي سستي و نه کړي څو چه له غلطۍ او بد کار څخه ځان خلاص کړي . هغه کسان چه بد کار يي کړيدی ، په اصل کي بد خوي او بد جنس کسان نه وو ، يوازني علت يي دا دی چه دوي په عادي وخت کي ښه خويونه او عادتونه ندي روزلي او بد بد کارونه کړيدي ، نو ورو ورو په بدو عادتونو اخته او په ټيټ هميته کسانو بدل شول . په اصل کي دوي شريف اونجيب کسان ګرزيدلي شواي . خو اوس په تير باندي ناست صاحب ګرزيدلی دی . په تير باندي ناست غل دغه خبرې واوريدې ، په دي تشويش کي ولويد چه هم نه شواي تښتيدلی او هم نشواي پټيداي ، نو مجبورا يي له تير نه زمکې ته راټوپ کړ او په داسي حال کي د کوربه په وړاندي په زنګونو ولويد او په ژړا يي بخښنه وغوښتله . چن شه ور ته وويل چه وپاڅيږه، ستا رويه داښيي چه ته بد سړي نه يي ښايي چه د غربت او خوارۍ له امله مجبورا غلا کوي . نو نوکر ته يي امر ورکړ چه غله ته دوه تانه وريښمين ټوکران ورکړي څو چه په خرڅولو سره يي ګوزاره وکړي . غله په خوشحالۍ سره ور څخه ډيره مننه وکړه او لاړ . ور پسې په تير باندي ناست صيب د غله لقب وګرزيد چه دغهمتل په هغو کسانو باندي هم اطلاق کوي چه د واقعيت په خلاف کار کوي .