<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-20 18:06:05    
د چين ، اروپايی اتحاد او امريکی ترمنځ تجارتی لانجی او شخړی

cri

ديوی مودی نه راهيسی دچين ، امريکی او اروپايی اتحاد تر منځ د منسوجاتو په باب تجارتی شخړی داړوندو مختلفو خواوو د زياتی توجه وړ ګرځيدلی دی. لومړی امريکی او اروپايی اتحاد په جلا جلا توګه د ا پريکړه وکړه چه دچين د ځينو منسوجاتو واردات محدود کړی ، ورپسی دچين حکومت مناسب تدبيرونه ونيول او د برخه ايزو منسوجاتو صادراتی ګمرکی محصولات يی لغوه کړل، ګواکی دمنسوجاتو په باب تجارتی شخړه ورځ په ورځ شديده شی .اړوندی مختلفی خواوی هيله نه لری چه د منسوجاتو د مسئلی له کبله پر خپل منځی اقتصادی او تجارتی روابطو باندی يی ناوړه اغيزه واچول شی .

دچين ،اروپايی اتحاد او امريکی تر منځ د منسوجاتو په باب د تجارتی لانجو او شخړو داوسنی حالت له نظره دا مسئله چه ايا دچين د منسوجاتو په مقابل کښی داروپايی اتحاد او امريکی محدوديت دوی ته کومی ګټی رسولی دی که نه ؟ تر اوسه پوری معلومه نه ده ، حال دا چه د محدوديت له کبله دچين ، اروپايی اتحاد او امريکی ترمنځ تجارت ته د منفی اغيزو د رسولو په باب مسئله را څرګنده شوی ده .چه له دی جملی څخه په عمده ډول دچين دنساجی څانګو ته تاوانونه رسيدلی دی .

دچين د جه جيانګ ولايت دچين دمنسوجاتو د توليدولوتر ټولو نه لوی ولايت دی

دمنسوجاتو کلنی صادراتی اندازه يی دچين د ټولو منسوجاتو دکلنی صادراتی اندازی يو پر پنځمه برخه نيسی . دا چه امريکی او اروپايی اتحاد په وار سره دچين دمنسوجاتو په مقابل کښی محدوديت ټاکلی دی، دنوموړی ځای د تصديو پر توليداتو باندی يی مستقيمه اغيزه اچولی ده .په محلی ځای کښی د نساجی ديوی لويی تصدۍ مسولی ميرمن فو ادينګ خبريال ته وويل داوسنی حالت له مخی امکان شته چه زمونږ د تصدۍ دمنسوجاتو توليدی اندازه به نيمايی کمه شی ،په راتلونکی وخت کښی به د فرمايش حالت څنګه وی ؟ مونږ ته هم معلوم نه دی .

دغه مسولی وويل چه په سلو کښی نوی محصولات چه ددوی د تصدۍ له خوا توليديږی، دامريکی او داروپايی اتحاد بازارونو ته صادروی ، داروپايی اتحاد او امريکی له خوا د محدوديت د ټاکلو په نتيجه کښی به لږ تر لږه نوموړی تصدۍ ته د دوه مليونو امريکايی ډالرو په ارزښت تاوانونه و رسيږی

همدا راز دچين د منسوجاتو په مقابل کښی د اروپايی اتحاد او امريکی محدوديت د اروپايی اتحاد د هيوادونو او امريکی د مشتريانو له خوا هم نه دی پنژندلی . د بلجيم په مرکز بروسل کښی زمونز دراډيو خبريال له يو مشتری سره چه د کاريفور په سوپر مارکيټ کښی يی د شيانو په اخيستلو بوخت و ، يوه مرکه وکړه ،د ويرجينی دينوز نومی ميرمن خبريال ته وويل تر يوی اندازی پوری زما په نظردچين د منسوجاتو دصادراتی اندازی دزياتوالی په باب حالت چه اوس را منځ ته شوی دی، دومره سخت نه دی . اوس اروپايی اتحاد هم تل په پوره طاقت سره دځانی منسوجاتو د ازاد تجارت د حق دلاس ته راوړلو دپاره هڅه کوی ، نو ځکه اروپايی اتحاد بايد دغه حالت ومنی .زه به د جامو د اخيستلو په

وخت کښی د جامو دتوليدولو ځای ته پاملرنه ونه کړم . زما دپاره ښه به دا وی چه هغه توليدات واخلم کوم چه کيفيت يی ښه دی او نرخونه يی ارزان دی .

دچين دتجارت دوزارت وزير بو سی لای په يوه مطبوعاتی مرکه کښی چه لږه موده دمخه جوړه شوی وه ، دمنسوجاتو د تجارتی شخړو د حل په باب دچين رويه څرګنده کړه ، هغه وويل د چين حکومت د اروپايی اتحاد او امريکی سره دچين روابطو ته په ډيره درنه سترګه ګوری ، مونږ هيله من يو چه دمساوات او دوستی پر بنا په پر له پسی ډول دامريکی او اروپايی اتحاد له اقتصادی محافلو سره دوستانه همکارۍ ته پراختيا ورکړو . چين غواړی چه د جدی سلا او مشورو له لاری په ښه ډول له اروپايی اتحاد او امريکی سره دچين د منسوجاتو دتجارت په برخه کښی موجودی مسئلی حل کړی .

د اړوندو شخصيتونو په نظر نوموړی شخړه به بالاخره دسلا او مشورو له لاری حل و فصل شی او دا داړوندو مختلفو خواوو په نزد يو واقعی او عاقلانه انتخاب دی .