<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-20 18:24:24    
زيات هيوادونه د لوړ فشار د وقايی او علاج دپاره کوشش کوي

cri

هر کال په نړۍ کی څه د پاسه ٧ مليونه تنه د وينو د لوړ فشار له امله مړه کيږی .د وينو لوړ فشار د نړيوال روغتيايی سازمان له خوا له لسو تهديدونو څخه يو تهديد ګڼل کيږی.د دی ناروغی د وقايی او علاج دپاره مختلفو هيوادونو او سيمو د خپلو حالاتو سره سم بيلا بيل تدبيرونه نيولی دی .

په امريکا کی د وينو د لوړ فشار د وقايی او علاج دپاره تبليغاتی مياشت جوړه شوې ده .هر کال د می په مياشت کی د امريکی د وينو د لوړ فشار د وقايی او علاج مياشت بلل کيږی .کله چی نوموړی مياشت رارسيږی .د امريکی د روغتيايی وزارت په اړه د زړه ،سږی او وينو په هکله د څيړنی موسسه د وينو د لوړ فشار د وقايی او علاج په باب زياتې تبليغاتی پاڼې خپروی تر څو عام خلک د نوموړی دوام داری ناروغۍ په باب زيات معلومات تر لاسه کړی .نوموړی موسسی د سږکال د تبليغاتی مياشتی دپاره په خپل انترنت کی د غوره غذايي عادتونو د لرلو ، د اشپزۍ د کورسونو د جوړولو ، په وړيا ډول د وينو فشار د اندازه کولو او د وينو د لوړ فشار د کنترول او علاج د معلوماتو د ترويج په هکله يو لړ پيشنهادونه وړاندي کړيدي .

د عامه افکارو په نظرد ماشومانو چاغوالی د وينو د لوړ فشار په شمول د زړه د ناروغانو د زياتوالی يو عمده علت دی .نو په دی وجه فرانسه د وينو د لوړ فشار د وقايی او علاج په بر خو کی د ماشومانو چاغوالی ته زياته پاملرنه او توجه ور کوی .د فرانسی د پوهنی وزارت دا ټاکی چی د ښوونځی زده کوونکی بايد په اونۍ کی د درو ساعتو دپاره د سپورت درس زده کړه وشی خو د نهمو تولګيو او د يوولسو تولګيو زده کوونکو دپاره په جلا جلا توګه د دوو ساعتو دپاره ورزش وشی . په فرانسه کي د نويو مقرراتو لمخې د ښوونځيو په خوړنځيو کی د روغتيا په هکله تبليغات جوړيږي .په عين وخت کی په خوړنځيو کی د خوراکونو ډول ډول لستونه ځوړند دی تر څو زده کوونکی زياتی ميوی او سابه وخوری .

په انګلستان کی له څه د پاسه ٦٠ مليونو وګړو نه ١٦ مليونه تنه د وينو په لوړ فشار اخته شوی دی .د وينو د لوړ فشار د وقايی او علاج په هکله د عامو خلکو د معلوماتو د زياتولو دپاره له ٢٠٠١ کال نه پيل دانګلستان د روغتيا وزارت او د وينو د فشار اړوندی اتحاديی د انګلستان له ګډی ټولنی سره په ګرد هيواد کی د وينو د فشار د معاينی دپاره يوه اونۍ ټاکلی ده . د نوموړی فعاليت سره سم هر کال د انګستان په بيلا بيلو ځايونو کی د معاينی ٢ زرو مرکزونه جوړيږی .له دی نه مخکی د انګلستان طبی پوهانو او څيړونکو لارښوونه کړی ده چی د هر تن دپاره د مالګی د خوړلو ورځني اندازه ٦ ګرامونو ته کم شي تر څو د وينو په لوړ فشار اخته شوی ميزان په سلو کی ١٧ ته ټيټ شی .د وينو د لوړ فشار د علاج دپاره د انګلستان د روغتيا وزارت او د خوراکونو د ټاکلو او څيړنی رياست په ګډه سره د د لږی مالګی د خوړلو په تبليغاتی لاس پوری کړی دی .انګلستان د پرستاری او درملنی دپاره د صندوق له لاری د وينو دلوړ فشار د علاج د پاره بيلا بيلو سيمو ته پيسی ور کړی دی .

المان داسي هيواد دی چه د وينو د لوړ فشار ناروغان د نورو هيوادونو نه زيات دي . د المان د اړوندی موسسی په قول په المان کی يو په څلورمه برخه بالغان د وينو او زړه په ناروغۍ اخته شوی دی . د متخصصانو په نظر د ژوند د سالمو عادتونو د روزلو ،د وزن د ټيټولو ،د روغتيايی خوراکونو د خوړلو او د ورزش کولو له لاری د وينو د لوړ فشارد ناروغی وقايه او علاج کيداي شی .د دی دپاره د دوو کلونو نه مخکی د المان حکومت او مطبوعاتی ذرايعوهغه ستر فعاليت چی عنوان يی دی د المان ټول وګړی بايد ورزش وکړی تر څو سپورت ته وګړی تشويق شی .په ٢٠٠٤ کال کی المان د وينو دلوړ فشار د ناروغيو په شمول د ناروغيو د وقايی او علاج په عين وخت کي د ناروغانو د پرستاری کارونو ته هم ډير اهميت ورکوي ترڅو په المان کی روغتيايی سيستم جوړ شی .د المان حکومت غواړی چی هر کال د ناروغيو د وقايی په هکله دخلکو د مفکوری دلوړلو دپاره لږ تر لږه د ٢٥٠ مليونواروپايی يورو واچوی .