<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-21 17:29:31    
يوه مالداره نجلی د خارجی چارو د کارکوونکی په توګه روزل شوی ده

cri

په يوه بختوره او نيکمرغه ورځ چه د پسرلی په خوږه وږمه د بيجينګ ګوټ ګوټ معطر ؤ ، يوه تبتی ښځه چه باسن نوميږی ، د يوی جايزی د منلو لپاره په خوشحالۍ سره مرکز بيجينګ ته راغله . هغه په دی وياړکاوه چه د چين په خارجی چارو کی د يوی ممتازی ځوانی کارکوونکی په توګه انتخابه شوی ده . باسن د تبت د خودمختاری سيمی په اړه د خارجی چارو په دفتر کی د ١٩ کالو لپاره د بهرنيو ميلمنو د پزيرايی دنده په غاړه اخيستی ده او ويل کيږی چه هغه په دی ساحه کی له يوی کوچنی نجلۍ نه تر يوی ممتازی کارکوونکی پوری د ودی بهير وهلی دی .

باسن نه يوازی د ډير ټينګ سياسی دريځ اود سياسی پوهی خاونده ده ، بلکی د تبتی او انګليسی ژبو د ژباړې په برخه کی ډيره تکړه ده . د ١٩٩٧ کال په وخت کی د برتانيی ، ايتاليا او پورتګال اړوند پرسونل د اروپايی اتحاد په استازيتوب د چين تبت ته راغلل او ويی غوښتل چه په دی سيمه کی د انسانی حقوقو د ساتلو په باب معلومات ترلاسه کړی . که څه هم دوی په ځانګړی ډول په لندن کی په لوړ معاش يو ژباړن وګماره ، خو د اوکسفورد له پوهنتون څخه راغلی نوموړی پروفيسر له تبتيانو سره د کتنو په ترڅ کی له خپلی دندې

نه عاجز او بی برخی شو . ولی چه په تبتی ثقافت کی خپلی اصلی او ځانګړی قومی او مذهبی جملی شته . د هغه چا چه تبتی ژبه او تبتی فرهنګ نه وې زده کړی ، نو امکان نه شته چه په تبتی ژبه ژباړه وکړی . نو په دی وجه تبت ته د نوموړو پرسونلو د سفر په ټول بهير کی د ترجمه کولو دندی د باسن لخوا ترسره شوی . په هماغه وخت کی په چين کی د برتانيی لوی سفير د باسن د علمی سويی او لياقت ډيره ستاينه وکړه او هغه سپارښتنه يی وکړه چه د همزمانی شفاهی ترجمی د مهارت د زده کړې لپاره بيلجيم ته ولاړه شی .

باسن د بيجينګ د ديپلوماتيک پوهنځی څخه د فارغيدو نه وروسته د لوړو تحصيلاتو لپاره د برتانيی د نورتينهيل پوهنتون په اړه د بين المللی روابطو په څانګه کی داخله شوه ، دغه راز يی په اروپايی اتحاد کی د همزمانی شفاهی ترجمی روزنه هم ومنله . زياتو صنعتی او تجارتی تصديو د باسن د دغو تجربو او لياقت په نظر کی نيولو سره وغوښتل چه په لوړو معاشونو هغه وګماری . خو باسن د پيسواو نورو جذبو په وړاندی لا هم پر خپل رسمی کار باندی ټينګار کړی او ١٩ کاله کيږی چه د تبت د خودمختاری سيمی د خارجی چارو په دفتر کی کار کوی .

باسن وويل چه زه د يوه مالدار لور يمه او ١٩ کاله دمخه د امتحان له لاری د بيجينګ په ديپلوماتيک پوهنځی کی شامله شوم او ورځنی د فارغيدو نه وروسته می د خارجی چارو په اړه رسمی کار پيل کړ . نو له دی امله زه له حکومت نه ډيره مننه کوم . د کار په بهير کی پخوانی وړه تبتی نجلۍ ورو ورو لويه او پخه شوی ده ، باسن په دی ښه پوه شوی چه د خارجی چارو اړوند کار يو خورا پيچلی کار دی او علمی معلومات پکی مهم رول لوبوی . په دی ساحه

کی يوازی د سندرو په ويلو او نڅاکولو کی د تکړه والی د لياقت او توان درلودل او د مسافرينو د لارښود په حيث د رول لوبول کافی نه دی .

له دی امله چه باسن د بهرنيو ميلمنو د پذيرايی او خدمت په کار مشغوله ده او غالبأ د ټول کال لپاره په بهر کی تګ راتګ کوی او د هغی لپاره هغه وخت ډير کم دی چه په کور کی يی د خپلی يوازينی لور پرستاری او پاملرنی وکړې . دغه راز په هغه خطرناک موقع کی چه زوړ پلار يی د سختی ناروغۍ په اثر په روغتون کی بستری ؤ ، باسن د کار لپاره بهرنی هيواد ته د تللو په تياری بوخته وه ، نو په دی وجه پلار يی د باسن کشر ورور ته وويل ، دا خبره چه لومړی خپل پام بايد کار ته واړوی ، ستا مشری خور ته ورسوی . کله چه باسن د پلار نوموړی خبره واوريدله ، په ژاړه شوه .

د هر کال د اګيسټ مياشت د تبت بارانی موسم دی . يو وار ، ميرمن باسن بايد په ټاکلی نيټه له مځکنی لاری د نيپال يوه هيات د نيپال هيواد ته ورسوی ، کله چه ددوی موټر د ((جانګ مو )) ګذرګاه ته ور نژدی شو ، و يی ليدل چه په غرنی لاره کی ډيری غټی تيږې او ډبرې په پر له پسی توګه د غره له سره را کښته ښويدلې . د ټولو د امنيت د تامين لپاره باسن په يوه رسۍ ځان له نيپالی ميلمنو سره وتاړه او د موټر پر ځای په دواړو پښو له نوموړی غرنی لاری څخه تيرشول . په دی خطرناکی شيبې کی چه دوی د نوموړی غرنی لاری څخه تيريدل ، يوه ډيره غټه تيږه د غره له پاسه ښکته و ښويدله ، خو له نيکمرغه دوی خپل ځان له نوموړی خطر څخه وژغوره .

په دی توګه ١٩ کاله کيږی چه باسن د خارجی ميلمنو په پذيرايی او خدمت کولو بوخته ده . هغی وويل چه زه له خپل کار سره ډيره مينه لرم او هغه ته به خپل ټول ژوند وقف کړم .