<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-21 19:20:22    
په بيلا بيلو هيوادونو کي د ماشومانو ځانګړي جشنونه ---دوهمه برخه

cri

په سويدن کي د هلکانو او نجونو جشنونه شته چه هر کال د اګست اومه نيټه د هلکانو جشن دي او د سمندري چنګاښ د جشن په نامه هم ياديږي ، په دي ورځ کي هلکان د سمندري چنګاښ په شکل سينګار کوي او ننداره کوي . په هغه هيواد کي د دسمبر ديارلسمه ورځ د نجونو جشن دي او د لوسيا ربې د جشن په نامه هم ياديږي . لوسيا د سويدن په افسانه کي خاص د نجونو ساتونکي ربه ده او په دي ورځ کي نجونې د لوسيا په شان سينګار کوي او د نورو ماشومانو دپاره ښه ښه خدمتونه کوي .

په هند کي هر کال د نوامبر څوارلسمه ورځ د ماشومانو جشن دی او په دي ورځ کي په ټول هيواد کي د نمانځنې رنګارنګ فعاليتونه اجرا کيږي .

په زياترو اسلامي هيوادونو کي د روژې د مياشتې د ختميدو نه څوارلسمه ورځ د شيرينې د جشن په نامه نمانځل کيږي او ماشومان له ګاونډيو څخه د شيريني اخيستلو غوښتنه کوي او ګاونډيان ددوي غوښتنه نشي ردولی .

د لويديځې افريقې په هيوادونو کي د ماشومانو جشن عمومأ د يوې مياشتې دپاره دوام لري او رنګارنګ فعاليتونه تطبيقيږي .

نن ورځ په عراق کي جګړه روانه ده ، نو د هغه هيواد ماشومان يا درس وايي يا مزدوري کوي او يا ګدايي کوي . اوس په نړۍ کي يو مليارده پنځه سوه مليونه تنه ماشومان شته چه د عمومي نفوسو نه يو په څلورمه برخه نيسي چه دوه سوه مليونه تنه يي په پرمختللو هيوادونو کي او نور يو زرو دوو سوو مليونو تنه يي په پرمختيايي هيوادونو کي ژوند کوي ، ماشومان د انسانانو د هيلې او راتلونکي نماينده ګۍ کوي ، نو په نولس سوه نويم کال کي د م م لخوا د ماشومانو د حقوقو د ساتنې تړون تصويب شو ، خو نن ورځ په نړۍ کي د ډيرو ماشومانو وضعيت خراب دي ، مثلا تقريبا دوه سوه مليونه کوچني کارګران ، درې لکه کوچني عسکران ، لس مليونه تنه پناه وړونکي ماشومان او سل مليونه تنه بي سواده ماشومان شته او يو سلو لس مليونه تنه له درس څخه بي برخه دي او يو مليونه تنه ماشومان تښتول کيږي . نو هر هيواد بايد د ماشومانو سره زياته پاملرنه وکړي .

برسيره پردي په سينګاپور کي د اکتوبر لومړي ورځ ، په ترکيه کي داپريل درويشتمه نيټه ، په انګليستان کي د جولاي څوارلسمه نيټه ، په اندونيزيا کي د جولاي درويشتمه نيټه ، په تايلند کي هر کال د جنوري دوهمه شنبه د ماشومانو د جشنونو په حيث ټاکل شويدي .