<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-21 19:38:24    
د جوار کيک

cri

ټولو ته مهلومه ده چه د نړۍ په ډيرو هيواونو کې جوار د خلکو د خوراکونو مهمه برخه تشکيلوي او د جوار د خوراکونو قسمونه هم ډير زيات دي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې جوار د انسان د صحت د قويوالي ، د ناروغۍ د مخنيوي او د عمر د زياتوالي له پاره ډير ګټور خوارک ګڼل کيږي ٠ لکه د جوار اوماچ د چين د عنعنوي طب له نظره دغه ډول خوراک د انسان د معدي روغتيا ساتي ٠ د اوسني طبي څيړنې سره سم له غذايت له نظره په جوار کې د انسان د بدن د اړتيا ډول ډول غذايي مواد موجود دي ٠ د اړوند تحقيقت له مخې په هغو سيمو کې چه جوار د خوراکونو عمده برخه تشکيلوي ، د خلکو منخني عمر تسبت لوړ دي ٠ په چين کې د جوار خوراکونه ډير زيات دي لکه د جوار اوماچ ، د جوار کيک او د جوار سبزي او داسي نور چه په دي کې د جوار کيک ډير ليدل کيږي ٠ جوړونه يي هم بيلا بيل شکل لري ٠ عمومي جوړونه يي په دي ډول ده ٠ لومړي نيم کيلو د جوار پوډر ، څلور هګۍ، برابره مالګه او غوړي تيار کړي ٠ د جوار پوډر په يو سامان کې واچوي او په عين وخت کې برابره اوبه ، د اړتيا مالګه او ماتي شوي هګۍ سره يو ځاي پکې واچوي او ويي لړۍ څو چي د جوار پوډر دودي شي ٠ وروسته په يو ديګ کې لږ څه غوړي پکې واچوي .، ديګ د اور د پاسه کيږدۍ ٠ غوړي چه لږ سري شي ، يوه لويه کاچوغه نوموړي دودي پکې واچوي او په عين وخت کې اور نرم کړۍ څو چه دودي ورو ورو وچې او پخې شي او په دي وخت دغه خوراک تيار شو ٠ که خوږه خوړه خوښيږي ، هم کيداي شي چه د نوموړي کيک د جوړولو په وخت کې د مالګې په ځاي بوره پکې واچوي ٠ د اړوند طبي کارپوهانو د څيړنې له مخې په جوار کې نه يوازي ډير غذايي مواد موجود دي بلکه دسرطان د ناروغۍ د مخنيوي له پاره هم رول لري ٠ ځکه په جوار کې زيات د منيزيوم عنصر موجود دي چه دغه ډول مواد د سرطان د سلول د منځته راتګ او ودې د مخنيوي له پاره رول لوبولي شي ٠