<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-22 17:44:18    
تاريخ نه هيريدونکي دي

cri

سږکال د جاپاني تيري کوونکو سره د چين د مقاومت د جګړي او د فاشيزم په ضد د دوهمي جهاني جګړې د بري د موندلو له شپيتمې کاليزې سره مصادف دي ٠ د ١٩٣٧ کال د دسمبر په ديارلسمه نيټه نژدي دوو لکو جاپاني تيري کوونکو د چين نان جن ښار اشغال کړ او ور پسي يي په دي ښار کې لوي وحشيانه قتل او وژنې و کړې چه په دي بهير کې دري لکه بي ګناه چينايان د جاپاني تيري کوونکو تر ټوپکو او سرنيزې لاندې ووژل شول ٠ په تاريخ کې د نان جنګ لوي قتل او وژنې د ډيرې حيرانوونکي پيښې په توګه په ټوله نړۍ کې ياديږي او د دوهمې جهاني جګړې يوه مشهوره سخته بدبخته پيښه ګڼل کيږي ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال په نان جنګ ښار کې له هغو څو تنو خلکو سره مرکه وکړه چه له نيکمرغه له نوموړي پيښی څخه ژوندي پاتي شوي دي ٠

سپين سرې ميرمن سيا شو چن سږکال اوه اويا کلنه ده د نهه شپتو کالو د مخه د نوموړي پيښې د يادولو په وخت کې يي اوښکې سم د لاسه روانې شوې ٠ ځکه چه د ١٩٣٧ کال د دسمبر په ديارلسمه نيټه سهار د هغې نهه تنه غړي لرونکي کورنې له منځه يوړل شو ٠ هغې خبريال ته وويل چه په هغه وخت کې جاپاني تيري کوونکو زما د کور دروازه سخته ووهله ، پلار مي چه دروازه خلاصه کړه ، ځاي پر ځاي ووژل شو بيا وروسته زما مور ، نور څو تنو خوندې او وروڼه مي په وار سره د جاپاني تيري کوونکو له خوا په وحشيانه توګه ووژل شول، د ډيرې خواشيني خبره دا ده چه مړه شوي وړوکي خورمي په هغه وخت کې د مور په غيږ کې شدي خوړلي ٠ هغه وخت ميرمن سياو شو چن اته کلنه وه ٠ هغه او خپله څلور کلنه کشره خور يي که څه هم سخت ټپې شوي ؤ، خو له نيکمرغه له وحشيانه قتل څخه ژوندي پاتي شول ٠ په دي پيښه کې د هغې د کورنې د نهو تنو غړو نه اويا تنه ووژل شول ٠ د څه د پاسه شپيتو کالو نه راهيسي هر کله چه دغه پيښته راياده شي ، ميرمن سياو شو چن هرومرو ژاړي ٠ خو نن ورځ د پخواني تيري کوونکي هيواد په توګه له چاپان څخه لاهم دخپل تيري کوونکي تاريخ د نه پيژندنې اواز لا هم اوريدل کيږي او حتي د چاپان د ښې لاس عناصر د نوموړي تاريخ تحريف غواړي ٠ په دي نسبت سپين سرې ميرمن سياو شو چن ډير قهر او خفه شوه او ويي ويل چه يوازي زه ژوندي يم ، زه به د نوموړي تاريخ يو ژوندي شاهد واوشم نو له نوموړو عناصرو سره به تر ورستيو وختونو پوري مجادله وکړم ٠

سر بيره پر دي د نوموړي تاريخي پيښې د ثابتولو په هکله نور زيات عکسونه او اسناد هم موجود دي چه پکې د تيري کوونکو له وينې نه ډک وحشيانه کړه وړه بربند شوي دي ٠ سپين ږيري ښاغلي لو جن چه تير کال مړ شو ، هم له نيکمرغه په نوموړي پيښه کې ژوندي پاتي شوي ؤ ، د تاريخ په نوموړي وخت کې هغه د نان جن ښار د عکس اخيستلو په يو دکان کې کار کاوه ، يوه ورځ د يوه جاپاني تيري کوونکي منصبدار د عکسونو د منځلو په وخت کې يي وليدل چه په عکسونو کې د ډيرو چينايانو سرونه ښکاري ، نو ډير حيران شو ٠ تير کال د مړ کيدو نه د مخه د خبريال سره د مرکې په وخت کې هغه وويل چه د نوموړو عکسونو د منځلو په وخت کې ما وليدل چه په عکسونو کې د چينايانو سرونه چه پري شوي ، ښکاره شوي دي ٠ زه سم د لاسه ډير حيران شوم ٠ له هغه وخت نه وروسته نوموړي عکسونو د يوه نه انکار کيدونکي شهادت په توګه په وار سره د څو تنو چينايانوله خوا د جګړې تر پايه پوري ښه ساتل شوي ؤ ٠

تاريخ نه هيريدونکي دي او هم د تحريف وړ نه دي ٠ که تاريخ هير شي ، تاريخي تراژيدي به د بيا رامنځته کيدو احتمال ولري ٠ نو په دي وجه هر کله چه په جاپان کې د نوموړي تيري د تاريخ د ردولو اواز پورته شوي ، د جګړي زيانمن هيواد په توګه چين تل د جاپان له حکومت څخه غوښتنه کوي چه تاريخ ته دي په سم نظر وګوري ٠ په دي وروستيو وختونو کي په چين کې جاپاني محصل يوشي کازو کاتو چه د بيجينګ پوهنتون په اړه د بين المللي روابطو په پوهنځي کې درس لولي ، له خبريال سره د مرکې په ترڅ کي وويل چه د فاشيزم په ضد دنړيوالي جګړې او د جاپاني تيري کونکو سره د چين د مقاومت د جګړې د بري د موندلو د شپيتمې کاليزې د رسيدو په موقع کې د تاريخ نه هيريدل تر ټولو نه مهمه مسئله ده ٠ هغه وويل چه د يو ځوان په توګه زما په نظر جاپان واقعأ پر چين باندې تيري کړي ؤ ٠ نو دواړه هيوادونه بايد پخواني تاريخ ته په سم نظر د کتلو پر بنسټ باندې سره ښه همکارۍ او تبادله وکړي چه دا د دواړو هيوادونو د روابطو د پرمختيا له پاره ډير ه ګټوره ده ٠