<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-22 20:31:58    
د شی جا ځوان ښار د ښځو اتحاديی د رقابتی قدرت دلوړولو په برخه کی په تودو احساساتو سره ښځو ته مرسته ورکوی

cri

ددی دپاره چه ګڼ شمير ښځی په بازاری اقتصاد کښی خپل ځايونه پيدا کړی ، دشی جا ځوان ښار دښځو اتحاديی په ښار کښی د فابريکو نه د تنظيم شويو ښځينه کارګرو دپاره راز رازحرفه يی تخنيکی کورسونه پرانيستلی او د کليوالو ښځو په منځ کښی يی د ليک لوست او تخنيکونو د زده کولو او د موفقيتونو د حاصلولو او د خدمتونو د سرته رسولو په غرض د سيالی کولو په فعاليت لاس پوری کړی دی ، دغه راز يی د ټولنيزو اړتياوو سره سم د ښځو بيلا بيل فنی ګروپونه جوړ کړی څو چه ټولنی ته خدمت وکړی چه له دی برکته د ښځو کمالات ډير اوچت شوی او په ګرد ښار کښی يو لړ وتلی نمونوی ښځی را منځ ته شوی دی .

ددی دپاره چه د نويو کارونو د پيدا کولو په جريان کښی د فابريکو نه تنظيم شوی ښځی خپل تخنيکونه او طاقتونه لوړ کړی ،د شی جا ځوان ښار دښځو اتحاديی د کورنی خدمت ، بازاری اداری او خرڅلاو ، د کاليو د ګنډلو ، دمخ او ويښتانو دسينګارولو او د کمپيوتر د استعمالولو په شمول د رازو رازو عملی تخنيکونو د روزلو کورسونه پرانيستلی ،د نامتو متخصصانو او پوهانو يی استخدام کړی چه ښځينه کارګرو ته فنی درسونه ورکړی او غوره ښځی يی رابللی چه ښځينه کارګرو ته د خپلی کاميابۍ په باب تجربی معرفی کړی چه ښه نتيجه تر لاسه شوی ده . مثلا د ښار د ښځو اتحاديی څو ځله د تغذيی په باب د متخصصانو او دلويو روغتونونو د

سر نرسانو استخدام کړی چه دکورسونو هغو زده کوونکو ته چه غواړی په کورنی خدمت لاس پوری کړی ، دحرفه يی اخلاق تشريفاتی معلوماتو ، د ډوډۍ پخولو ، دکاليو د مينځلو او اوتو کولو ، دزړو کسانو او ماشومانو د پرستاری کولو او دمغذی خوراکونو د ترکيبولو په باب درسونه ورکړل چه له دی برکته د زده کوونکو حرفه يی سويه او مهارتونه په بيړه سره لوړ شوی او د کورنی خدمت چاری منظم او عملی شوی دی .

په دی وروستيو کلونو کښی د شی جا ځوان ښار د ښځو اتحاديی دکليوالو ښځو په منځ کښی دليک لوست او تخنيکونو د زده کولو اود موفقيتونو د تر لاسه کولو او د خدمتونو د سرته رسولو په غرض دسيالی کولو په فعاليت لاس پوری کړی چه په وار سره څه د پاسه ٢ مليونو تنو ښځو پکښی ګډون کړی دی . دغه فعاليت د کرنی دتوليدی جوړښت دتنظيمولو په محور د نباتاتو د کرلو ،دکورنيو مرغانو او حيواناتود روزلو او د پروسيس کولو عصری صنايعو ته انکشاف ور کړی او د کليوالو ښځو علمی او فنی سويه يی لوړه کړی ،څو چه ددوی عايدات زيات شی .

دغه راز د ښځو اتحاديی د کليوالو ښځو لارښوونه کړی چه په ابتکاری توګه راز راز کلتوری او تخنيکی روزنی ومنی چه له دی برکته زيات شمير کليوالی ښځی ماهيرانی ګرځيدلی دی .دګاو چين ښارګوټی د ښځو اتحاديی له زراعتی څانګو سره په همکارۍ يو شمير زراعتی متخصصان را غوښتی چه ښځو ته د سبزجاتو او خوراکی پوڅکيو د کرلو دنيالګيو دايښودلو او دکورنيو مرغانو او حيواناتو د روزلو تخنيکونه ورزده کړی چه زيات شميرفنی پرسونلی روزلی شوی او د کليو د جوړښت تنظم پرمختللی دی .

داصلاحاتو او ورخلاصون په پر له پسی ژورتيا سره د بيلا بيلو درجو دښځو اتحاديی نه يوازی مکملو تشکيلاتو او ټکړه ښځو ته ، بلکی کلک اقتصادی قدرتونو ته هم اړتيا لری . نو له دی امله د شی جا ځوان ښار د ښځو اتحاديی له خپل تفوق څخه په استفادی سره د ښځو دپاره توريستی سازمان ، دقانونی خدمت موسسه ،وړکتون او داسی نور سازمانونه پرانيستلی او په بيلا بيلو ولسواليو اوښارګوټيو کښی يی هم فرعی څانګی تاسيسی کړی دی چه ښه ټولنيز اقتصادی ګټی تر لاسه شوی دی . دغه راز د ځاو سيان ولسوالی دښځو اتحاديی په وار سره دماشومانو د پرستاری کولو دپاره وړکتون ، دکورنی خدمت مرکز ، دکورنی مرغانو او حيواناتو دروزلو او د نباتاتو د کرلو د تخنيکونود ورزده کولو دپاره دښو متنوعو سويانو او حلزونانو د روزلو مرکزونه او د انګور د کرلو مرکز او دښځو دحقه حقوقود ساتلو دپاره قانونی امدادی مرکز او داسی نور سازمانونه چه په خاص ډول ښځو او ماشومانو ته خدمت کول جوړ کړی دی .