د ميلاد د مخه په ٤٩٠ کال کی د فارس بحريه د عجين له سمندر څخه په تيريدو سره د اټن ښار د شمال ختيځ د ماراتون دښتی ته پورته شوه . په دی اضطراری مهال کی اټنيانو سمدلاسه د استازی فريپيديس په ليږلو سره له خپل ګاوندی سپارتا څخه مرسته وغوښتله . فريپيديس په ډيره منډه او حيرانوونکی سرعت سره په دوو ورځو کی د ١٥٠ کيلومترو د فاصلې په وهلوسره سپارتا ته ورسيد . خو غير مترقبه خبره دا وه چه د سپارتا حاکمانو ددوی غوښتنه رده کړه او نه يی غوښتل چه خپل فوځيان وروليږی . نو په دی حالت کی د اټن ټول اوسيدونکی دی ته اړکړی شول چه د نامتو قوماندان ميلتياديس په قوماندانۍ د ماراتون دښتی ته ولاړشی ترڅو د فارس له فوځ سره جګړه وکړی . بالاخره دوی د فارس فوځ ته ماتی ورکړه . قوماندان ميلتياديس ددی لپاره چه د نوموړی بری زيری ژر تر ژره د اټن اوسيدونکو ته ورسول شی ، يو ځل بيا يی دغه دنده فريپيديس ته وسپارله . فريپيديس چه د اوږد واټن د وهلو تکړه اتل ؤ ، که څه هم د جګړی په ترڅ کی ټپی شو ، خو په ټينګ عزم او جرأت سره يی نوموړی دنده ومنله او په ډيره منډه يی له ماراتون څخه د اټن مرکزی ميدان ته ځان ورساوه ، او په پوره شوق او هيجان سره يی لوړ غږ وکړ : مونږ بريالی شوی يو ! ورپسی نوموړی پر ځمکی ولويد او د تل لپاره يی له دی دنيا څخه خپلی سترګی پټې کړې .
د فريپيديس د يادونی لپاره د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ورزشکاران له ماراتون څخه په منډی وهلو پيل کوی او د هغی لارې سره سم چه په هماغه کال کی فريپيديس په منډی ووهلی وه ، اټن ته رسيږی چه ټول اوږدوالی يی ٤٢ اعشاريه ١٩٥ کيلومتره دی .
* د ځغاستی په لوبه کی تکړه يونانی
د لرغونی يونان د تاريخی اسنادو له مخی د ميلاد دمخه په ٧١٢ کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک په ١٧می سپورتی لوبی کی د اګيسيلاوس په نوم لوبغاړی د ليری واټن د ځغاستی په سيالی کی قهرمان شو . په دی وجه نوموړی دومره خوٍشحاله شو چه د سيالی د پای ته رسيدو په هماغه ورځ د اولمپيا له ښار څخه خپل اجدادی کور- الکوس ته بيرته منډه ووهله او خپلو کورنی غړو او خپلوانو ته يی د قهرمانۍ د لقب د ګټلو په باب زيری ورساوه . ورپسی يی په هماغه ورځ د شپی لخوا له الګوس نه د اولمپيا ښار ته بيرته منډه ووهله ترڅو په دوهمه ورځ په مداومه توګه د نورو لوبو په سيالی کی برخه واخلی . د حساب له مخی په هماغه ورځ اګيسيلاوس د ځغاستی مزل سلو کيلومترو ته رسيدلی ؤ .