<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-24 18:55:55    
د سينجيانګ په جنوب کې کوچنی ښار خه تين

cri

 د چين د سينجيانګ د ويغوري قوم په خودمختاره سيمه کې چې د چين په شمال لويديځ کې واقع ده يو کوچنی ښار شته چې خه تين نوميږي ، د خه تين ښار ډير پخوا د وريښمينې لارې په اوږدو کې يو مهم ځای و ، په عين وخت کې د خه تين يشمي ډبرې په چين کې حتی په نړۍ کې هم شهرت موندلی دی ړ چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به مونز د خه تين د کوچنی ښار په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړو ٠

د خه تين کوچنی ښار د سينجيانګ په جنوب کې موقعيت لري ، په دې ښار کې د اوسيدونکو اکثريت په ويغوري قوم پوري اړه لري ، او پر اسلامي دين باندې عقيده لري ، خو ﻻ پخوا خه تين په چين کې د بودايي دين ابتدايي مرکز و ٠ د تاريخي اسنادو سره سم خه تين د هند څخه چين ته د بودايي دين د راخپرولو لومړی ځای و ، تقريبأ د ميلاد نه د لومړي پيړۍ مخکې بودايي دين له هند څخه خه تين ته راخپور شو ، په هغه وخت کې په خه تين کې د بودايي دين د پراختيا له امله د خه تين نژدې ټولو خلکو په بودايي دين باندې عقيده درلوده او زياتو مشهورو بودايانو په دې ځای کې بودايي علم خپورکړی و ٠ نن او سبا د خه تين په کوچني ښار کي ﻻهم زيات بودايي ساختماني وداني هم ليدل کيږي ، له ځمکو څخه راايستل شوي بودايي کلتوري او هنري اثار چې که څه هم زر کاله يې تيرکړي دي دا ثابته کړې ده چې خه تين پخوا د يوه بودايي مرکز په توګه شميرل کيده ، ميرمن دوان لي چې په خه تين کې يې زيات کلونه ژوند کړی دی وويل د خه تين په شاوخوا کې د نيا په نامه د يوه پخواني کوچنی ښار کنډوالې شته ، ددې ښار نوم ﻻد ٢٢٠٠ کاله مخکې په اسنادو کې ليکل شوي و ٠

د تيرې پيړۍ په دريمه لسيزه کې د برتانيې يوه سياح چې ستاين نوميده د نيا د ښار کنډوالې کشفې کړې ، په هغه وخت کې د نيا د ښار کنډوالې په ښه توګه پاتي شوې دي ٠

د نوموړي ښار د کنډوالو مساحت تقريبأ يو سلو پنځوس کيلومتره دی او په کنډوالو کې بودايي برجونه ، معبدونه ، بودايي مقبرې او هستوګنځي هم پراته دي ، د څه دپاسه دوو زرو کالو نه مخکې نيا يو ګرمجوش ښار و ، خو هيچا ته معلوم نه و چې نوموړي ښار په څه وخت ناڅاپه د سينجيانګ د تاکلاماګن په لويه صحرا کې بې سببه ورک شو، تر ١٩٠١ کاله پوري برتانوي سياح چې ستاين نوميده نوموړي ښار کشف کړ او ورڅخه يې زيات قيمتي شيان يووړل چې په دې اثر د نيا پخواني ښار بيا د نړۍ د خلکو توجه راجلبه کړه ٠

په پخواني موده کې خه تين د وريښمينې لارې په جنوبي برخه کې يو ترانسپورتي مرکز و او د وريښمينو ټوکرونو د وړلو او راوړلو يو مهم ځای و ، خو د سمندري سوداګري لارې د رامنځته کيدو او ګرميدو له امله ځمکني وريښمينه لاره په ١٥ پيړۍ کې ورو ورو سړه کيده ، په همدې وجه خه تين هم ورو ورو د خلکو له سترګو څخه ووت ، خو نن ورځ د خه تين په کوچني ښار کې پخواني نښې نښانې هم ليدل کيږي ٠ د وريښمينو ټوکرونو د اوبدلو په فابريکه کې د پاکستان سياح نايوني حال شان وويل پاکستان د سينجيانګ سره ورڅيرمه دی ، په دې ځای کې اوبدل شوي غالۍ ﻻ پخوا پاکستان ته صادريدې ، په هغه وخت کې که د چا په کور کې د چين وريښمين ټوکر موجود و نو ددې کور دپاره يو ډول وياړ ګڼل کيده ٠

د خه تين په ښار کي اوبدل شوي وريښمين ټوکر زياتو هيوادونو ته صادريږي

مخکې مونږ وويل چې د خه تين په ښار کې يشمي ډبرې زياتې دي او ډير شهرت لري پخوا په چين کې يوه اصطلاح وه چې وايي ډير قيمتي يشم په خه تين کې پيدا کيږي ٠ په تيره بيا په خه تين کې د يانګ جي په نامه سپين يشم لوړ کيفيت لرونکي او ظريف دي ، په خه تين کې توليد شوي راز راز يشمي شيان سويدن ، ايتاليې ، برتانيې او د فرانسې په شمول څه دپاسه شلو هيوادونو او سيمو ته صادريږي ، په نوموړي ښار کې د يشمي شيانو راټولونکي ښاغلي وانګ کون وويل په خه تين کې يشمي توليداتو نه يوازي په چين کې بلکې په نړۍ کې هم ډير شهرت موندلی دی ، خه تين په نړۍ کې د خالصو يشمي شيانو د توليدولو له مهمو ځايونو څخه شميرل کيږي ٠ دا زمونږ يو افتخار دی ، هغه زياته کړه چې د خه تين يشمي ډبرې دوه ډوله دې ، يو ډول له غرونو څخه راايستل کيږي او بل يې د سيند څخه ترلاسه کيږي چې دا ډول يشمي ډبرې په ډيرې لوړې بيې پلورل کيږي ٠

ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د سينجيانګ د ويغوري قوم په خودمختاره سيمه کې د خه تين په نامه کوچني ښار تاسو ته معرفي کړ ٠