<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-24 19:11:58    
کورنی او خارجی هنرمندان د کون اوپرا د پرمختګ دپاره کوښښ کوی

cri

څه وخت دمخه د چين د جيانګ سو د ولايت هنری ډلې د زياتو پيسو په لګولو سره د چين، جاپان او د کوريا د جمهوريت مشهورو هنرمندانو ته په ګډه سره د شفتالو د ګلانو د پکی په نامه اوپرا د تمرين کولو دپاره بلنه ورکړه، څو چی د کون لرغونی اوپيرا د پرمختګ دپاره نوی شرايط برابر کړی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د کون لرغونی اوپرا د نوی پرمختګ په هکله څه معلومات وړاندی کړو.

( لومړی اواز)

د کون اوپرا د چين يو ډول لرغونی اوپرا ده چی شپږ سوه کاله دمخه رامنځته شوه. دغه اوپرا د چين د زياتو اوپراګانو په رامنځته کېدو او پرمختګ باندی مستقيمه اغېزه اچولی ده، لکه د بېجينګ سی چوان، يون اوپرا او د هونګ می اوپرا ګانی، نو د سلو اوپراګانو سرچينه ګنل کېږی. د نونسمې پېړۍ څخه د کون اوپرا قدم په قدم له ټولنيز ژوند څخه بيله شوه او د زوال په حال کی پاتی ده.د ٢٠٠١ کال په می کی د م م د يونيسکو سازمان د چين د کون اوپرا د انسانانو د شفاهی او غير مادی کلتوری ميراثونو په لومړی ليست کی شامله کړه. د څلورو کلونو نه راهيسی، د چين هنرمندانو د کون د اوپرا د په ميراث اخيستلو او ساتلو دپاره زيات کارونه تر سره کړی او څه نا څه برياليتوبونه يی تر لاسه کړي دي.

د چين د اوپراګانو او ډرامو په ټولنه کی مربوط متخصيصان تل په دې باندی

په بحث کولو بوخت دي چی بايد د کون اوپرا عنعنات وساتل شی يا يی نوښت وموندل شی که نه؟ د چين د جيانګ سو په ولايت کی چی د کون د اوپرا منبع ده، هنرمندان دا نظر لری چی دغه اوپرا بايد د عنعناتو د ساتلو پر اساس نوښت وموندل شی، څو چی زيات شمېر تماشاچيان ځانته راجلب کړی شی او دغه لرغونی اوپرا ښه وساتل او نور هم مروج شی.

نو په دې وروستيو ورځو کی د جيانګ سو د ولايت هنری ډلې د شفتالو د ګلانو د پکی په نامه د اوپرا په تمرين کولو پيل وکړ. د نوموړی هنری ډلې عمومی رئيس ګو سينګ وويل

(دوهم اواز)

که چيری د کون لرغونی اوپرا د اوسنيو تماشاچيانو ستاينه تر لاسه نه کړی، نو دغه اوپرا به حتما له منځه يووړل شی. نو مونږ غواړو د شفتالو د ګلانو پکی په نامه د اوپرا د پارچې په وسيله زيات تماشاچيان ځانته راجلب کړو.

نوموړی پارچه په اوه لسمه پېړی کی د چين د مشهور اوپرانی ليکونکی سون شانګ رن له خوا وليکل شوه او پکی د اوه لسمې پېړۍ په لومړيو کلونو کی د يوه اديب او يوې پيغلې ترمنځ د مينې تراژدی ترسيمه شويده.

د معلوماتو له مخی د نوموړی پارچې د تمرين کولو دپاره د جيانګ سو ولايت هنری ډلې په شپږ مليونو رن مين بی يوانو په لګولو د چين د تايوان نامتو شاعر يو ګوانګ جونګ او د چين مشهورې ډايرکترې تين روی، د کوريا د جمهوريت د اوپرا ډيرکتر سون جين چايک او د جاپان د کاليو ډيزاين کوونکی ايمی واده ته بلنه ورکړه چی د نوموړی پارچې په تمرين کولو کی برخه واخلی.

تين روی د چين د ډرامې مشهوره ډايرکتره ده او د زياتی نامتو ډرامې او اوپراګانی يی جوړې کړيدي. هغې خبريال ته وويل

( دريم اواز)

دغه ځل مونږ د زياتو اسيايی نامتو هنرمندانو سره همکاری کوی. زه غواړم چی د صحنې د جوړېدو په برخه کی نوښت رامنځته کړم.

د کوريا په جمهوريت کی د يوه ډير نامتو ډايرکتر په حيث سون جين چايک تل د کوريا د جمهوريت د عنعنوی معاصرو کلتورونو د يو ځای کېدو په برخه کی څېړنی کوی. هغه خبريال ته وويل

(څلورم اواز)

د کون اوپرا يو ډول عنعنوی کلتوری هنر دی. نو زه هيله لرم چی د دې تبادلې په واسطه د چين او د کوريا د جمهوريت د عنعنوی کلتورونو ترمنځ ګډې ټکې ومومم او خپلی معاصری هنری نظريې د کون د اوپرا په جوړېدو کی شامل کړم.

د خبر له مخی د شفتالو د ګلانو د پکی په نامه د اوپر نوموړی پارچه به د روان کال په دسمبر کی د لومړی ځل دپاره نندارې ته وړاندی شی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و کورنی او خارجی هنرمندان د کون اوپرا د پرمختګ دپاره کوښښ کوی. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی.