<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-25 18:26:10    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز -- چين جونګ جانې اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د ښځو معلوماتو سره علاقه ښودلی ده. دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د ښځو په باب څه معلومات وړاندی کړی .

جونګ --د ٢٠٠٢ کال تر پايه پوري ، په چين کي د ښځو نفوس ٦٢٠ مليونه تنه وو چه شمير يي د نفوسو د عمومي شمير په سلو کي ٤٨ اعشاريه ٥ برخه ونيوله ٠ د چين حکومت د ښځو پرمختګ او ترقۍ ته په ډيره درنه سترګه ګوري او د نارينه وو او ښځو تر منځ مساوات د دولت د ټولنيز انکشاف د پرمخبيولو لپاره د يوې اساسي دولتي پاليسۍ په حيث بولي ٠ د چين حکومت د دولتي عمومي سياستونو د جوړولو په وخت کي ، د دولت په سياسي چارو کي د نارينه وو او ښځو د مساوي برخې اخيستې ، ګډ انکشاف او مشترکې ګټې د اصولو مراعات کوي او د ښځو د ترقۍ او پرمختګ لپاره يي ټينګ سياسي او قانوني تامين برابر کړيدی ٠

د تيرې پيړۍ د نهمي لسيزې د نيمايي راهيسي ، د چين حکومت په وار سره د پنځو او لسو کالو لپاره د چين د ښځو انکشافي پروګرام جوړ او صادر کړ ، په واقعي توګه يي د ښځو قانوني حقوق تامين کړي ، د چين د ښځو د پرمختګ ټولنيز چاپيريال يي ښه کړي او د ښځو د چارو هراړخيزه ترقي يي پرمخبيولي ده ٠ د چين ښځې نه يوازي د سياست ، اقتصاد ، کلتور ، ټولنې او کورنيو په ساحو کي د نارينه وو له مساوي حقوقو نه برخورداريږي ، بلکي ددوي د خاصو حقوقو ساتنه د دولت له

خوا د اساسي بشري حقوقو د ساتلو او تامينولو د يوې مهمې تشکيلاتي برخې په توګه ورځ په ورځ د حکومت او ټولنې له خوا د پاملرني وړ ګرځيدلي ده ٠ د چين د حکومت او د ټولنې د مختلفو حلقو د ګډ کوشش له برکته ، د چين د ښځو مقام په ښکاره توګه لوړ شوي ، د ښځو عمومي کمالات او سويه په هراړخيز ډول لوړه شوي او د ښځو پرمختګ او ترقي يوې بي ساري ښې دورې ته داخله شويده ٠

اوس په چين کي يو داسي قانوني سيستم رامنځ ته شوی دی چه بنسټ يي اساسي قانون دی ، اصلي برخه يي د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين قانون دی او پکي د مدني قانون ، جنايي قانون ، د انتخاباتو قانون ، د کار قانون ، د واده قانون ، د نفوسو او د کورنيو دلارښوونې قانون او په ټيکه د مځکو د اخيستلو د قانون په شمول د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې او د نارينه وو او ښځو د مساوات د پرمخبيولو په غرض قوانين شامل دي ٠ د ١٩٩٢ کال په اپريل د چين د ولسي جمهوريت له خوا د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين د قانون د صادريدو راهيسي ، د چين د ملي ولسي کانګرس دايمې کميټې د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې په باب ١٢ قوانين او ٢ فيصلې منظوري کړي دي مثلأ د کار قانون ، د کليوالانو د کميټې تشکيلاتي قانون ، د زړو کسانو د حقوقو او ګټو د تامين قانون ، د نفوسو او د کورنيو د لارښوونې قانون ، په کليو کي په ټيکه د مځکو د اخيستلو قانون او داسي نور ٠

په عين حال کي ، چين هم د انتخاباتو قانون ، جنايي قانون او د واده د قانون په شمول ٧ قوانين چه د ښځو د حقوقو او ګټو سره نژدي اړيکي لري اصلاح کړي دي ٠ دولتي شورا د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې په باب ٧ اداري مقررات او مربوطو

څانګو هم ٩٨اړوند قواعد جوړ کړيدي ٠دغه راز مختلفو ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو هم د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين د قانون د تطبيق لپاره طريقې جوړې کړيدي ٠ د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين د قانون د تطبيق د پرمخبيولو لپاره

مختلفو مربوطو څانګو او ځايونو هم ځيني پاليسۍ جوړي او اسناد يي صادر کړي او په پراخه توګه يي په تبليغاتي فعاليتونو لاس پوري کړي دی چه له دی برکته د قوانينو له مخي د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې شعور په تدريجي توګه د خلکو په زړونو کي ځای نيولی دی ٠

له هغه وخت راهيسي چه د ١٩٩٥ کال په جون کي ، د چين د ښځو ملي اتحاديي د چين د لومړي غير حکومتي سازمان په توګه د م م د اقتصادي او ټولنيزې شورا هغه مقام تر لاسه کړ يعني د م م په کوچنيو او لويوغونډو کي يي د ګډون کولو اجازه واخيستله ، د چين د ښځو ملي اتحاديي په فعاله توګه د م م او بينالمللي ټولنې په څواړخيزو فعاليتونو کي ګډون کړي او د خپلو استازيو په ليږلو سره يي د م م په زياتو غونډو کي برخه اخستی .