<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-26 17:34:07    
د شينجيانګ يو ځلمی د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د برياليتوب په نيکی هيلی په خپلو پښو له شينجيانګ څخه بيجينګ ته راورسيد

cri

 

ګرانو دوستانو، په نننی پروګرام کی به تاسو ته يو مضمون وړاندی کړم چه عنوان يی دی د شينجيانګ يو ځلمی د بيجينګ د اوليمپيک سپورتی لوبو د برياليتوب په نيکه هيله په خپلو پښو له شينجيانګ څخه بيجينګ ته راورسيد٠ د مې په درويشتمه نيټه د سهار په لسو بجو خلکو وليدل چه يو ويغوری ځلمی د بيجينګ د ګوانګ ان من په سړک کی منډی وهی ، يو بار يی په شا کړی او ورباندی يی د اولمپيک د ٥ رنګه دايرو تصوير کښل شوی او د چين يو وړوکی ملی سور بيرغ هم ورسره تړل شوی دی ٠کله چه هغه سړک ته راورسيد څو ويغوری ځوان وطنوال د ده مخی ته نژدی شول او ور ته يی تازه ګلان وړاندی کړل ٠ دغه ٢٣ کلن زلمی پرحت نوميږی او د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د چبچهار د سی وو قوم د خودمختاری ولسوالی يو معمولی بزګر دی چه دغه ولسوالی د قزاقستان سره نغښتی ده ٠ ددی دپاره چه په ٢٠٠٨ م کال کښی د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبی په بری سره سر ته ورسيږی ٠ هغه د مارچ په ١٧ مه نيټه په خپلو پښو د لری فاصلی د منزل په وهلو سره له خپل اجدادی کور څخه بيجينګ ته حرکت وکړ ٠ د چبچهار له ولسوالۍ څخه تر بيجينګ پوری څه دپاسه څلور زره دری سوه کيلو متره فاصله شته او د بادان جلين په نامه له صحرا څخه پوری وتل يی په ډير زحمت او زيار سره ترسره شول ٠ پرحت وويل چه په صحرا کښی د سخت باد په لګيدو سره يو قدم وهل هم ډير مشکل ؤ ٠ د باد پسی د لمر د قوی وړانګو په اور کی سوځيدم او دا هم زما لپاره د زغملو وړ نه وه چه په ورځ کښی به هيڅوک نه ليدل کيدل ٠ د چوپتيا او يوازيتوب د ليری کولو دپاره به ما هم په قوی اواز سندری ويلی او هم به می منډی وهلی٠دغه توريالی زلمی په ١٥ شپو ورځو بالاخره له دې صحرا څخه تيری شو ٠ د دې صحرا څخه د وتلو نه وروسته هغه په ډير ستړتيا سره د ( لان جو ) ښار ته ورسيد ٠ د ښار په سړک کښی يوه سپين ژيری هغه وليد نو ور څخه يی پوښتنه وکړه چه ته کومه ستونزه لری ؟ زلمی مهربان سړی ته وويل چه زه د ٢٠٠٨ م کال د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د کاميابو جوړولو په نيکی هيلی بيجينګ ته منډی وهم ٠ د ده د خبرو د اوريدو نه وروسته د نوموی سړی وينی په جوش راغلی او په يوه اسلامی رستوران کښی يی د پرحت ښه پذيرايی وکړه ٠ د ده د استراحت دپاره يی د ويده کېدو کوټه هم برابره کړه٠ علاوه پر دې دغه مهربان سړی د تګ نه مخکښی زلمی ته يو سل يوانه هم ورکړل خو خپل نوم يی زلمی ته و نه وايه ٠پرحت وويل چه هغه د سفر په موده کښی زيات داسی زړه سواندی کسان وليدل ٠

دا لومړی ځل دی چه پرحت له خپلی اصلی سيمی څخه دومره ليری ځای ته ځی او د څلورو زرو درو سوو کيلو مترو په اوږدوالی واټن کی د پرحت دری جوړی بوټونه او دری بکسونه خراب شوی دی ٠ کله کله يی ډوډی هم نه پيدا کوله او کله کله به د ويده کېدو ځای هم نه وً ، د دغو مشکلاتو په وړاندی به پرحت کله کله يو څه پښيمانی کوله ، خو ورسره په جوخت به حتماُ د خپلو کليوالو د اميد نه ډکی خبری د ده غوږونو ته رسيدی٠ په دې سببه به هغه خپل جذبات بيا اوچتول او په خپلی ارادی به يی ټينګار کاوه ٠ د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی پرحت وويل چه د سفر په ورځو کی د بيلا بيلو قومونو د خلکو ملاتړ د ده د لاری تګ اصل عوامل وً ٠

هغه وويل چه بيجينګ ته په رانژدی کيدو سره زما د منډی وهلو سرعت هم چتک شو ٠ نن سهار چه بيجينګ ته ورسيدم ، ټول مشکلات او زحمتونه چه ما يی ګاللی ؤ له ياده ووتل ٠ په دی وخت کښی د پرحت پر مخ باندی د خوښی او خوشحالی څپه ښکاره شوه٠

پرحت په پای کښی خبريال ته وويل چه ما دسفر په بهير کښی د هيواد د بيلا بيلو قومونو د خلکو مرستی تر لاسه کړی دی او دا احساس لرم چه شپږ پنځوس قومونه په يوه لوی کور کښی ژوند کوی او ټول چينايان يو لوی کور جوړوی ٠ زه باور لرم چه د ټولو وطنوالو په قوی يووالی به حتماُ د اولمپيک سپورتی لوبه په کاميابه توګه ترسره کړی شی ٠ په دې وخت کښی د پرحت له سترګو څخه ټينګه اراده او هيله څرګنديده٠