<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-26 17:55:57    
د خوشحال خان په باب (٨)

cri

هغه شان و شوکت چه په خپله د انسان په وجود کی نه وی موجود او محض د نورو د اطاعت او فرمان برداری په وجه چا ته حاصل وی خوشحال خان يی هيڅ بولی او په دې ډول ورته ګوری :

چه دې څوک د وړاندی وروستو ځی دا څه شی

په تنها وجود چه شان دی شان هغه

خان د أزادۍ په باب وايی :

أزادی تر پادشاهيه لاتيری کا

چه د بل تر حکم لاندې شی زندان شی

مګر يوازې همدغه سياسی ازادی کافی نه ګڼی او تش په همدې نه دی قانع چه سړی د چا له حکم لاندی نه وی او له شخصی غلامۍ نه خلاص وی ، بلکه په اقتصادی او اخلاقی لحاظ هم د أزادۍ غوښتونکی دی او د طمع بنده يا د احتياج او مجبوريت بنده له ازارۍ نه محروم ګڼی . ځکه وايی :

ازاده به له چا طمع اميد نه کا

چه به طمع له چا کا کله عتيق شه

په جهان به هيڅوک نه وی چه ازاد وی

ځينی عشق اندوه بنده کړه ځينی لوږه

دی د چا نوکری هم بندګی ګڼی او له ملازمت نه يی ازاده پيشه ډيره خوښه ده ځکه وايی :

نوکر ژوندی نه وی کار يی د مړه وی

خپل زړه يی نه وی د صاحب په زړه وی

چه ورته حکم دخپل صاحب وی

که څو ګران وی هم يی په وړه وی

خوشحال خان د صبر و تحمل ډير زيات طرف دار دی او دغه توصيه په مکرر ډول په مختلفو پيرايو کی کوی . دی وايی سږی بايد خپل غمونه او خپلې پريشانۍ چا ته ښکاره نکړی اوپه هرحال ځان خوښ او خوشحاله وښيی خصوصأ خپلو غليمانو او بدخواهانو ته دا مطلب تاسی د ده په دی څلوريزه کی ډير ښه ليدلی شۍ :

غم و غليم ته له دله دور کړه

خانده هوس کړه ښادی سرور کړه

که مخ دې زيړ وی په دلګيری کی

ته يی په دواړو څپيړو سور کړه