<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-27 18:38:38    
د چين د اوبو د منابعو په باب څه نا څه معلومات

cri

د چين د اوبو د منابعو د ويشلو په هکله دری څرګند خصوصيات په دي ډول دي٠ لومړی، په عمومي لحاظه په چين کي د لويو سيندونو او جهيلونو شمير او د اوبو زيرمې يوازی د برازيل، امريکی او کانادا نه وروسته ډيرې دی ٠ مګر د هر تن په سر يا د زراعتي ځمکو په مساحت ، د چين د اوبو د منابعو اندازه ډېره لږه ده٠

دوهم ، د موصمي باد د اقليم د اغېزو په اثر، د چين د اوبو منابع کله زياتې کله کميږي ٠ باران په عمده توګه د دوبی او منی په دوو فصلونو کی اوري٠

دريم ، د چين په بيلا بيلو ځايونو کي د اوبو منابع هم بيلا بيلې دي ٠ په عمده توګه ويل کيږی چه د هېواد په ختيځ او جنوب کی د اوبو منابع غني او په لوېديځ او شمال کی لږې دی او د بيلا بيلو سيمو تر منځ د اوبو د منابعو د ويشلو ښکاره توپير شته ٠ د تايوان او ګوانګ دونګ ولايتونه د هېواد د نورو ولايتونو نه د اوبو ډېرې منابع لری او نينګ شيا، شينجيانګ او ګان سو داسی ولايتونه او خودمختارې سيمې دی چه اوبه پکي لږې دي ٠ په چين کی د اوبو د منابعو د ويشلو له نظره په چين کي يوولس سيمې ويشل کيږي ٠

په عمومي لحاظه د چين په شمال کي اوبه کمې دي او په جنوب کي د اوبو منابع ډيرې غني دي ، نو د تيری پيړۍ په پنخوسمه لسيزه کی فقيد مشر ماو ځه دونګ د هيواد له جنوب څخه شمال ته د اوبو رسولو عظيم پلان وټاکه ٠ له هغه وخت نه اوسه پوري په پنځوسو کالو کي د هيواد له جنوب نه شمال ته د اوبو ر سولو درې لارې وټاکلې شوي د مثال په توګه په دي نسبت چه د وروستيو لسو

کالو راهيسې د چين په شمال کي د بيجينګ او تيان جين په ښارونو کي نفوس ډير زيات شويدی ، نو د څښلو د اوبو د کمبود موضوع د زياتې توګه وړ ګرزيدلی ده ، له جنوب څخه شمال ته د اوبو د رسولو د پروژو د بشپړتيا سره سم به په دغو ښارونو کي د اوبو د کمښت د مسئله حل شي . اټکل کيږی چه په ٢٠١٠ کال کی به د بيجينګ ښاريان د يانګ ځی سيند څخه راغلي اوبه استعمال کړي ٠