<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-27 19:35:19    
دچين يو ځوان صنعتګر دن ځونګ هان

cri

د ٢٠٠٤ کال دپاره دچين د ساينس او تکنالوجی د جايزی ورکولو په ملی غونډه کښی چه لږه موده دمخه جوړه شوه ، يو ځلمی د زياتی توجه وړ ګرځيدلی دی . دغه شپږ ديرش کلن ځلمی او دهغه تر لارښوونی لاندی ډلی يوازی په څو کلونو کی په کاميابۍ سره نړيوال مترقی سويه لرونکی دايجټ مولتی ميډيا چيپونه جوړ کړی دی او د چيپونو د څيړنو او جوړولو په ساحه کښی د خارجی شرکتونو انحصاری حالات يی مات کړی دی . دغه ځوان د ځونګ سينګ وی د الکترونيکی محدود شرکت عمومی مدير ښاغلی دن ځونګ هان دی .

ديارلس کاله دمخه دن ځونګ هان دلوړو تحصيلاتو دپاره امريکی ته لاړ، د امريکی د کاليفورنيا له پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته د ايی تی ( د انفارميشين تخنيک ) تصدۍ ته داخل شو چه په نړۍ کښی ډير شهرت لری .

شپږ کاله دمخه دچين حکومت يو لړ امتيازی پاليسۍ غوره کړی ، څو چه هغه لا زيات پرسونل او زده کوونکی راجلب کړی کوم چه په خارج کښی زده کړه کوی . په دی وخت کښی دن ځونګ هان له څو همکارانو سره يو ځای بيرته چين ته راغی او په بيجينګ کښی يی د ځونګ ګوان څون په علمی او تخنيکی انکشافی سيمه کښی په خپل کار پيل وکړ .هغه وويل په ١٩٩٩ کال کښی زمونږ د شرکت د تاسيس سره په ترڅ کښی د بيجينګ د ښار د عمده و مشرانو زيات ملاتړ تر لاسه کړی دی ،

په لنډه يوه اوونۍ کښی مو د راجستری او ارزيابی ډول ډول کارونه تر سره کړل، نوموړی سيمی زمونږ دپاره زياتی اسانتياوی برابری کړی دی چه په نتيجه

کښی په ځونګ ګون څون کښی د منځنيو او کوچنيو تصديو د پاتی کيدوپه باب کاری اجنداوی ډيری ساده شوی دی .

دبيجينګ د ښاروالی د داړوندو څانګو په زيات ملاتړ ښاغلی دن ځونګ هان د ځونګ سينګ وی نومی شرکت جوړ کړی د ی . دن ځونګ هان په دی ښه پوه شوی چه يوازی په دی شرط چه په خپل لاس کښی دمهمو تخنيکونو د نيولو سره تصدۍ د بازار په سيالۍ کی بری موندلی شی .نو ځکه شرکت د تاسيس نه وروسته په ښکاره توګه د شرکت د راتلونکی انکشاف جهت وټاکه او هغه عبارت دی چه د ډايجټ د مولتی ميډيا چيپونو جوړول

د شيپونو د څيړنو او انکشاف په برخه کښی د نړی د انکشافی سويی سره د مطابقت لرلو دپاره .د ځونګ سينګ وی شرکت په وار سره په امريکی او هانګانګ کښی څو فرعی شرکتونه جوړ کړی د ی ، همداراز يی دچين د مشهور پوهنتون يعنی د چينګ هوا د پوهنتون سره په ګډه يو لابراتوار جوړ کړی دی . د جونګ سينګ وی شرکت د څه دپاسه يوکال نه وروسته د سينګ ګوانګ نومی لومړی ډول دايجټ مولتی ميډيا شيپ بازار ته وړاندی کړی دی کوم چه د پوهی تمليکی حق لری . دن ځونګ هان وويل د ٢٠٠١ کال تر مارچ پوری مونږ د سينګ ګوانګ نومی لومړی ډول چيپ چه د پوهی تمليکی حق لری ، بازار ته وړاندی کړی دی ، دغه ډول شيپ دننه په هيواد کښی د تصويرونو داخيستلو په برخه کښی لومړی شيپ د ی ، مونږ نه يوازی په څه دپاسه لسو مياشتو کښی عمده تخنيکونه را منځ ته کړی ، بلکه مو محصولات هم توليد کړی دی او صنعتی کول مو ترسره کړی دی .

ډاکتر جانګ خوی او دن ځونګ هان د کاليفورنياد بيرکيلی په پوهنتون کښی

همصنفان وو . په ١٩٩٩ کال کښی هغه له دن ځونګ هان سره يو ځای بيرته خپل وطن ته راغی ، اوس ډاکتر جانګ خوی د ځونګ سينګ وی د شرکت د عمومی مدير مرستيال دی . هغه خبريال ته هغه مشکلات راياد کړل کوم چه دچيپونو د مروجولو په بهير کښی شرکت ور سره مخامخ شوی دی . هغه وويل بازار ته محصولاتو د مروجولو په برخه کښی مونږ له ډير لوی چلنج سره مخامخ يو . مخکښی له دی نه بين المللی بازار نظريه څرګنده کړه چه چين ددايجټ مولتی ميډيا شيپ ډيزاين نشی کولی، نو ځکه ويل کيږی چه بازار ته د محصولاتو د وړاندی کولو په بهير کی مونږ ګام په ګام دچين مارک لرونکی شيپونه را منځ ته کړی دی او په پر له پسی ډول مو خپل تخنيکونه ، د سيالۍ قوت او زمونږ د محصولاتو د خاصيت او نرخونو تفوق نورو ته ښودلی دی او دوی ګام په ګام دچين له خوا توليد شوی شيپونه منلی دی ..