<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-27 19:52:14    
د ستنی وهلوعمليه په امريکا کی مروجه ده

cri

ګرانو دوستانو د روغتيا په خپرونه کی به په امريکا کی د ستنی وهلو د علاج په باب معلومات وړاندی کړو

څو کاله دمخه جودی بوجيټ ستون چی پخوا د واليبال يوه مسلکی ورزشکاره وه دا تکليف درلود چی د هغی د اوږی دردوالی د زغم وړ نه دی .مګر اوس د ستنی وهلو د علاج نه وروسته يی دردوالی له منځه ولاړ .٤٠ کلنی جودی په منځنی ښوونځی کی زده کوونکو ته د سپورت درس ور کوی . هغی د علاج په پيل کی په اونۍ کی يو ځل د ستنی وهلو يوځل علاج کاوه او همدغه شان علاج ته يی اته اوونی دوام ور کړ .هغی وويل چی اوس زما اوږه هيڅ درد نه کوی .

هغه له هغو ناروغانو څخه يو ده چی د ستنی وهلو تر علاج لاندی ده . د خلکو د نظريو د تحقيقاتوڅخه چی د نننی امريکا په نامه د ورځپاڼی او ستن فورد د طبی علومو د مرکز له خوا عملی شوی دا څرګنديږی چی اوس په امريکا کی په سلو کی ٥ بالغانو د ستنی وهلو په واسطه د خپلو دردونو تداوی کوی .

د امريکی د يو دولتی طبی مرکز د خبر له مخی د څو تيرو کلونو نه راهيسی د ستنی وهلو علاج په امريکا کی مروج شوی دی .د امريکی د ستنی وهلو په هکله يو سازمان چی په لاس انجلس کی واقع دی وويل چی د دوی د غړو شمير په ١٩٩١ کال کی له ٢ سوو تنو نه تر ٢ زرو تنو ته رسيدلی دی .

د ٢٠٠٢ کال له يوه تحقيقاتو څخه څرګنديږی چی د هغو امريکايانو شمير چی د ستنی وهلو علاج يی غوره کړی ٨ مليونو ٢سوو زرو تنو ته رسيدلی دی او نورهم نوموړی رقم به زيات وی ځکه چی هغو کسان به چی پخوايی د درملو په وسيله په دوام داره توګه د خپلی ناروغۍ علاج کاوه اوس د ستنی وهلو په واسطه علاج ته ته مخه کړی وی .د نوموړی وضعيت علت دا دی چی په نژديو کلونو کی د ځينو درملو پلورل د امنيتی عواملو له امله بند شوی دی . د ستنی وهلو په هکله د امريکی د سازمان پخوانی رئيس ناد سولومن وويل چی اوس زيات ناروغان د ستنی وهلو په واسطه تر علاج لاندی دی ځکه چی نوموړو ناروغانو په نظر درمل منفی اغيزه لری نو دوی نه غواړی چی درمل وخوری .

د ستنی وهلو تداوی او علاج په چين کی څه د پاسه ٢ زره کاله تاريخ لری .دستنی وهل کولی شی چی درد کم کړی .پخوا امريکايانو د ستنی وهلوپه نسبت شکمن وو ،مګر د تيری پيړۍ له ٨ لسيزی نه تر ٩ لسيزی پوری د علومو انکشاف په اثر د دستنی وهلو طبی رول ورځ په ورځ زيات شوی دی .تير کال د نويو څيړنو د نتيجو له مخی د ستنی د وهلو علاج د اصلی طبی تداوی په حيث ګڼل شوی .په نيويارک کی د سرطانونو د علاج د مرکز يو څيړونکی وويل چی هغه کسان چی د ستنی وهلو په نسبت شک لری دا نظر لری چی د ستنی وهلو عمليه د چينايانو يوه اعجازی لوبه ده .مګر په واقعيت کی له څيړنی څخه څرګنديږی چی د ستنی وهلو طبی رول څرګند دی .د څيړنی د نتيجی د تحليل له مخی د هغو کسانو په مقايسه چی د ستنی وهلو علاج يی نه دی کړی . درد يی د ستنی وهلو د علاج په نسبت زيات دی .

د هغو ناروغانو په نسبت چی د هډوکو د بند په ناروغی اخته شوی دی د يوی څيړنی څخه هم څرګنديږی چی د ستنی وهلو په واسطه د علاج شوی ناروغان دردوالی ډير کم کړی دی او ستنی وهل نه يوازی د زړه د ارامولو د لاری چارو په حيث خپل ستر رول لوبوی .له دی نه علاوه د ستنی وهل نه د ټولو دردوالی دپاره رول لوبوی .مګر نوموړی شواهد زياتو ناروغانو ته په داګه کړی دی .د جودی په شان د ناروغانو دپاره ستنی وهل د اعتمار وړ دی ځکه چی نه يوازی د ستنی وهلو په واسيله د هغی د اوږی دردوالی روغ شو بلکه د هغی د ګين لاس د کار کولو د لياقت د اعاده کيدو دپاره ګټور دی .جودی کولی شی چی له زده کوونکو سره لوبه کوی حتی د ګين لاس له لاری سپورت کوی .هغی وويل چی زه غواړی چی د ستنی وهلو عمليی ته دوام ور کړی .