<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-28 18:24:28    
د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو ته د ښه خدمت لپاره په بيجينګ کي د داوطلبانو د روزلو پلان پيل شو

cri

غوره داوطلبان او د دوي ښه خدمت د اولمپيک د سپورتی لوبو د برياليتوب لپاره مهم ضمانت دی ، ويل کيږي چه د اولمپيک د تيرو دورود سپورتی لوبو برياليتوب د داوطلبانو له ښه خدمت سره نژدي اړيکي درلودی ٠ د ٢٠٠٨ کال د اولپيک د سپورتی لوبو لپاره د تياری نيولو په بهير کی د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د انتظامی کميټه د داوطلبانو د خدمت کارونو ته زيات اهميت او پاملرنه کوی او لږه موده د مخه د بيجينګ د داوطلبانو د روزنی پلان په رسمی توګه پيل شو ٠ د ورزش او سپورت په نامه نننی پروګرام به تر دې عنوان لاندی تاسو ته يو راپور وړاندی کړو چه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو د هرکلی او د ښه خدمت لپاره په بيجينګ کی د داوطلبانو د روزلو پلان په رسمي توګه تر تطبيق لاندي راغلي دی .

لږه موده د مخه د بيجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د داوطلبانو د روزنی د پلان د پيل مراسم په بيجينګ کی تر سره شول ٠ د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د داوطلبانو د خدمت د اهميت په باب د اولمپيک د سپورتی لوبو د بين المللی انتظامی کميټی رئيس چاکويس روګ چه په نوموړی مراسمو کی ئی ګډون وکړ ، وويل داوطلبان د اولمپيک د سپورتی لوبو د بنسټ په حيث رول لوبوي او رښتيانی اصلي استازی هم بلل کيږي او دوي د اولمپيک د روحيی نمايندګي کوي ٠ دوی ګډ اميد لری چه د اولمپيک روحيه هر چا ته خپره کړي او د نړی د بيلا بيلو هيوادونو لوبغاړو ته عادلانه او سالم چاپيريال برابر کړي ٠ بي ددوي د ښه خدمت نه د اولمپيک سپورتی لوبې نشي کاميابيداي .د استراليا د داوطلبانو د خدمت د مرکز ماموره لين ريچارد چه اوس د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د داوطلبانو د روزنی د پلان د طرح کولو لپاره ئی خپل پيشنهادونه وړاندی کړی ، دا نظر لری چه د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د داوطلبانو د خدمت بل اهميت دا دی چه د دوی کارونه بی له ګټی نه تر سره کيږي ٠هغې وويل که چيری د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د داوطلبانو خدمت نه وي ، د ځينو کارونو لګښت به زيات شي ٠ د دوی خدمت نه يوازی د لوبو د انسانی منابع سپما کوی بلکي داوطلبان د خدمت په عين وخت کی ځيني مهارتونه هم لاس ته راوړي او د توريزم په شمول په نورو کسبونو کی تری ګټه اخستل کيدای شي ٠

اټکل کيږی چه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو په موده کی به څه نا څه اويا زر تنه داوطلبان خدمت وکړي او دېرش زر تنه داوطلبان به د معيوبينو د اولمپيک د سپورتی لوبو د تر سره کيدو لپاره رول ولوبوي ٠

د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو انتظامی کميټې څرګنده کړه چه د داوطلبانو ډله په عمده توګه د محصلينو لخوا جوړيږي او د بيجينګ ښاريان ، د چين د بيلا بيلو سيمو او قومونو خلک ، د هانکانګ ، مکاو او تايوان خلک ، په بهرنيو هيوادونو کي اوسيدونکي چينايان او د خارجی هيوادونو دوستان هم کولای شي چه د داوطلبانو په توګه د سپورتي لوبو په موده کي خپل خدمتونه تر سره کړي ٠

محصلين به ځکه د داوطلبانو عمده برخه وګرزي ، علت يي دا دی چه دوی ځوانان دی ، شوق او ذوق لری او د ټولنيز نظم ښه مراعات کولی شي ٠ نن ورځ د چين په بيلا بيلو ټولنو کی محصلين د نورو کسانو په نسبت د داوطلبي خدمت برابروی ٠ د بيجينګ په زيات شمير پوهنتونونو کی د ځوانو داوطلبانو ټولنی جوړې شويدی او نژدي هر محصل دا اميد لری چه د بيجينګ په راتلونکوسپورتی لوبو کی د داوطلب په حيث خدمت وکړي ٠ د چينګ هوا پوهنتون يو محصل دونګ دينګ وويل ډير وياړ يم چه د يوه ځوان په حيث د بيجينګ د اولمپيک په سپورتی لوبو کي خدمت وکړم تر څو د خپل هيواد د ځوانانو حياتي قوت نړيوالو ته وښيم ٠ په ٢٠٠٨ کال کی د داوطلبانو خدمت به د چين د خصوصيت لرونکو سپورتي لوبو څرګندوي وي ٠ اوس زه د پوهنتون د دوهم ټولګي زده کوونکی يم او هيله لرم چه څلور کاله وروسته به د بيجينګ د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د يو داوطلب په حيث برخه واخلم ٠

د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د انتظامی کميټی مامور څرګنده کړه چه اوس ټول کارونه مو نه يوازی د نوموړو لوبو د برياليتوب لپاره روان دي بلکی د نوموړو لوبو د تر سره کيدو له لاری د بيجينګ هراړخيز انکشاف او ودې د چټکتيا په لاره کی هم هر اړخيز ګامونه اوچت شويدی ٠ لنډه دا چه د داوطلبانو خدمت به د چين د عامه چارو د پياوړتيا لپاره رول ولوبوي ٠