

په چين کې ډير خلک د اوماچ د خوړلو عادت لري ٠ له دي امله چه له يوې خوا د اوماچ قسمونه ډير زيات دي او جوړونه يي هم ساده ده ، له بلې خوا د زاړه واړه د هضم له پاره يي ګټور دي ، نو اوماچ د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډير ليدل کيږي او مهم ځاي هم لري ٠ وريجي د اوماچ يوه مهمه برخه تشکيلوي ٠ په چين کې خصوصأ د چين په جنوبي سيمه کې بيلا بيل خوندور اوماچ پيدا کيږي مثلأ د غوښو اوماچ ، د سبزي اوماچ ، د بيلا بيلو نخود اوماچ ، د هګۍ اوماچ او د ميوو اوماچ او داسي نور ٠ له بيلا بيلو اوماچ څخه د نخود اوماچ د زياتو خلکو خوښيږي ٠ لکه د مي اوماچ ٠ جوړونه يي په دي ډول ده ٠ که د څلور تنو په اندازه ، لومړي دوه سوه ګرام مي ، دري يا څلور سوه ګرام وريجې تيار کړي د دغه ډول اوماچ د جوړولو له پاره ښه به دا وي چه د جوړيدو د وخت يوي ورځې مخکي مي په اوبو کې واچوي څو چه مي نرم شي ٠ د جوړولو په وخت کې په يو ديګ کې د ديګ نيمه برخه اوبه واچوي او په عين وخت کې نوموړي تيار شوي مي پکې واچوي ٠ ديګ د اور په پاسه کيږۍ او مي پکې جوش کړۍ، مي چه په ديګ کې نرم شي ، وريجي پکې واچوي ، اوبه چه جوش شي ، اور نرم کړې او د نيم يا د نيم ساعت نه زيات وخت له پاره يي جوش کړۍ تر څو چه وريجي نرمې شي او تر دي وخت پوري د مي اوماچ تيار شو ٠ دغه اوماچ د کال په څلورو فصلونو کې د خلکو له پاره د خوړلو وړ دي ٠ د ژمي په موسم کې له دي امله چه هوا يخه ده ، که د ډوډۍ د خوړلو په وخت کي لومړي يوه کاسه ګرمي اوماچ وخوري ، دا د روغتيا له پاره ډيره ګټوره ده ، څکه د ګرمي اوماچ د خوړلو نه وروسته به يخه هوا له معدي نه ووځي ٠ خصوصأ دغه ډول اوماچ د هغو ناروغانو له پاره هم ډيره ګټه لري چه د هضم لياقت يي کمزور دي ٠ که په دوبي کې دغه ډول اوماچ خوړل د انسان له پاره هم مساعد دي ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره مي دغه ډول نخود يخ خاصيت لري ٠ نو که په دوبي کې د مي اوماچ د پخيدو نه وروسته لږ څه يخ کړۍ، بيا يي وخوري ، د بدن حرارت ليري کيداي شي ٠ په چين کې زيات خلک دا عادت لري چه د دوبي په ډيره ګرمي ورځ کې دمي ښوروا خوري چه له دې لارې د بند حرارت ليري کړي ٠