<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-28 20:28:32    
د چين د صنعتی او تجارتی موسسو د ښځينه خاوندانو ټولنه

cri

د جون په ١٨ نيټه سهار څه د پاسه دوه سوه هغه ښځينه مديران چه د چين د بيلا بيلو سيمو د صنعتی او تجارتی موسسو څخه راغلی ، د مرکز بيجينګ د خلکو په لوی تالار کی راغونډی شوې او د چين د صنعتی او تجارتی موسسو د ښځينه خاوندانو د ټولنی د غړو د څلورم کانګرس په افتتاحيه مراسمو کی يی برخه درلوده او په خوشحالی سره يی د نوموړی ټولنی د جوړيدو شلمه کاليزه ونمانځله . د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مرستيالی او د ښځو د ملی اتحاديی رييسی ګو شيو ليان او داسی نورو مشرانو پکی ګډون وکړ .

د غونډی د پرانستلو په مراسمو کی ګو شيو ليان د خپلی وينا په ترڅ کی ښځينه مديرانې دی ته تشويق کړی چه بايد خپلی سترګی او نظر نړۍ ته واړوی او په زيار سره دی نوی علمی معلومات زده کړی او د چين د هماهنګ چاپيريال لرونکی ټولنی د رامنځ ته کولو په بهير کی لا ستر رول ولوبوی . د چين د ښځو د ملی اتحاديی مرستيالی هوانګ چينګ يی په خپله وينا کی دی ته اشاره وکړه چه د چين د صنعتی او تجارتی مؤسسو د ښځينه خاوندانو منځ ته راتګ به د چين د ښځو د غورځنګ پر ترقی باندی نه اټکل کيدونکی تاثيرات واچوی .

د نوموړی ټولنی د جوړيدو د شل کلن انکشافی بهير د يادونی په ترڅ کی د

ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې غړی او د ټولنی د دريمی دوری د شورا رييسی چاو دي په غونډه کی وويل چه دغه ټولنه په ١٩٨٥ کال کی جوړه شوی او تر اوسه پوری له ٥٠٠ نه زياتو تنو شخصی غړو نه پرته ، ٤٦ نور ډله ايز غړی هم لری ، د هيواد په ګرد چوکاټ کی د غړو شمير يی له لسو زرو نه اوښتی دی . نن ورځ نوموړی ټولنه هم د چين دښځو د ملی اتحاديی ، د چين د صنعتی او تجارتی موسسو د اتحاديی او د چين د صنعتی موسسو د خاوندانو د ټولنی

ډله ايز غړی دی او هم د چين له هغو ١٣ غير حکومتی موسسو څخه شميرل کيږی چه د ملګرو ملتو په اقتصادی او اجتماعی شورا کی د استفسار او مشورو حق او مقام لری .

د اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسی د چين په صنعتی او تجارتی موسسو کی ښځينه خاوندان په چټکۍ سره زيات شوی ، په تيره بيا د وروستيو لسو کلونو راهيسی د ښځو لخوا د خپلو بوختياؤ د پرانستلو بهير په ښکاره توګه ګړندی شوی دی ، اوس په سلو کی ٢٥ ښځو خپلی بوختياوی راپيدا کړی او تناسب يی د نارينه ؤ سويی ته نژدی شوی دی . د پلټنې له مخی تر اوسه پوری د چين د صنعتی او تجارتی موسسو د خاوندانو د عمومی شمير په سلو کی ٢٠ ښځی دي ، په انفرادی او شخصی اقتصاد کی ښځينه خاوندان د همدغو کسانو د عمومی شمير په سلو کی ٤١ ته رسيدلی دی . دوی د چين د اقتصادی ودی لپاره مهم خدمتونه سر ته رسولی او رسوی يی .

د چين د نوموړو ښځينه خاوندانو د اوسنيو شرايطو او خصوصياتو په نظر کی نيولو سره د چين د صنعتی او تجارتی موسسو د ښځينه خاوندانو ټولنی ددوی روزنی ته لا زيات پام اړولی او اړوی يی . په تيرو پنځو کالو کی ١١

اړوند کورسونه پرانستل شوی او د صنعتی او تجارتی موسسو نژدی دری زرو تنو ښځينه خاوندانو او نورو لوړو اداری پرسونلو پکی برخه اخيستی ده . په دی غرض چه نوموړی ښځی د اقتصاد د جهانی کيدو له بهير او د نوی اقتصاد له انکشاف سره پيژندګلوی ترلاسه کړی ، نوموړی ټولنه نه يوازی د بيلا بيلو سيمو د ښځينه خاوندانو ترمنځ تبادلو ته مساعدی زمينی برابروی ، بلکی يی د بين المللی تبادلی د پياوړتيا له لاری په سلو کی د ٥٠ هغو صنعتی تصديو توليداتو چه خاوندان يی ښځی دي ، په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه په نړۍ کی بازار پيدا کړی دی . دغه راز د چين د صنعتی او تجارتی موسسو د ښځينه خاوندانو ټولنی د ممتازو او غوره ښځينه خاوندانو د انتخاب په شمول د يو لړ مثبتو او ګټورو فعاليتونو له لاری د خلکو په زړونو کی د چين د ممتازو ښځينه خاوندانو ښه صورت او نمونه راپيدا کړی دی ، نو په دی توګه ښځينه خاوندان نوموړی ټولنه د خپل کور ، د خپلی پوهی او علمی سويی د لوړولو لپاره د ښوونځی او له حکومت او ټولنی سره د اړيکی د ساتلو لپاره د پل په توګه ګڼی .

په نوموړی غونډه کی چه دوه ورځی يی دوام درلود ، ٤٥ تنه ښځی د چين د ممتازو ښځينه خاوندانو په حيث وستايلی شوی او د چين د صنعتی او تجارتی موسسو د ښځينه خاوندانو د ټولنی په اړه ١٦ مترقی ډلی او ممتاز کارکوونکی پکی هم اعلان شول . سربيره پر دی د رايی ګيرۍ له لاری د نوموړی ټولنی د څلورمی دوری شورا وټاکله شوه او ملګری جاو دي د نوی شورا د رييس په توګه انتخاب شوه .