<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-29 18:44:35    
هر تن دي د چاپيريال د ساتنې له پاره کوشش وکړي

cri

د ګردې نړۍ د اقتصاد په چټکې پرمختيا ، د نړۍ د نفوسو په زياتيدو او د مځکنې کرې دطبيعي منابعو په بي حده استعماليدو سره د انسانانو د ژوند چاپيريال له مخ په زياتيدونکو تهديدونو او چلنجونو سره مخامخ شوي دي ٠ مثلأ د شګلنو ځمکو پراخوال ، د اوبو او خاورې د بي ځايه بهيدل ، د هوا ککړتيا ، د ارزښناکو وحشي ځناورو او نباتاتو د له منځه وړل او داسي نور ٠ په دي وجه د مځکنې کرې د چاپيريال خرابوالي د ټولې نړۍ له پاره د توجه وړ مسئله ګرزيدلې ده ٠

هان په ١٩٧٢ کال کې د ملګرو ملتو په اړه د بشري چاپيريال لويه غونډه جوړه شوه او په هغې کې د چاپيريال د ساتنې د بين المللي ورځې په باب پيشنهاد وړاندي شو او لږ وخت نه وروسته د ملګرو ملتو د پريکړې سره سم هر کال د جون پنځمه نيټه د چاپيريال د ساتنې د بين المللي ورځې په توګه ټاکل شوي ده څو چي له دې لارې نړيوال خلک دي ته متوجه شي چه بايد د انسان د ژوند چاپيريال ته پاملرنه او د چاپيريال د ساتنې له پاره کوشش وکړي ٠ اوس د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې د ښاري کيدو د بهير د چټګتيا ، د نفوسو د زياتوالي او د موټرونو د چټک زياتيدو له امله د ښارونو هوا سخته ککړه شوې ده او دغه مسئله د ډيرو هيوادونو په وړاندې مخامخ شوي سخته مسئله ګرزيدلې ده ٠ مثلأ د بيجينګ په ښار کې د نفوسو شمير څه د پاسه لس مليونو تنو ته رسيدلي دي او په هره ورځ کې د هغو موټرونو شمير چه په ښار کې تګ راتګ کوي ، له څه د پاسه دوو مليونو نه اوښتي دي ٠ نو د موټرونو د بخار او لوګې اندازه ډيره زياته ده چه د بيجينګ د هوا د ککړتيا يو مهم سبب شوي دي ٠ د دغې مسئلې د حل له پاره حکومت او اړوندې څانګې ډير موثر تدبيرونه غوره کړي او د ليدو وړ موفقيتونه يي تر لاسه کړي دي ٠ همداشان په دي وروستيو کلونو کې د چاپيريال د ساتنې په هکله د خلکو ايډيالوژۍ هم د پياوړتيا په حال کې ده ٠ لکه په دي وروستيو وختونو کې د بيجينګ د موټر يوې اتحاديي خپلو غړو ته بلنه ورکړه چه په هره مياشت کې يوه ورځ موټر و نه چلوي څو چه د هوا د ککړتيا د کموالي له پاره خدمتونه تر سره کړي ٠ سر بيره پر دي د چاپيريال د ساتنې ډيرو داوطلبانو هم په دي هکله ډير کارونه کړي او کوي يي ٠

ښاغلي وو جون د بيجنيک په يو لوي شرکت کې کار کوي او د چاپيريال د ساتنې يو وفادار داوطلب هم دي ٠ هغه هر کال د ونو د ايښودلو په فعاليتونو کې برخه اخلي او د بيجينګ په اطرافو کې د لوي ديوال د چاپيريال د پاکولو په فعاليت کې يي هم ګډون کړي دي ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال له ښاغلي وو جون سره مرکه وکړه ٠ د چاپيريال د مسئلې د يادولو په وخت کې ښاغلي وو جون خبريال ته وويل چه ډيرو سپن ږيرو او سپين سرو ما ته ويلي دي چه پخوا په بيجينګ کې اسمان تل شين رنګه ښکاريده ، خو اوس په بيجينګ کې د پخوا په نسبت شين رنګه أسمان نسبتأ لږ ليدل کيږي ٠ له دي څخه څرګنديږي چه اوس په بيجينګ ګې د هوا ککړتيا نسبتأ سخته شوې ده ٠ د چاپريال د ساتنې د داوطلب په توګه د ښاغلي وو جون په نظر په بيجينګ کې د موټرونو څخه د بخار او لوګي د هوا د ککړتيا د رامنځته کيدو عمده علت دي ٠ په دي نسبت خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه تاسي هم موټر چلوي ، د بيجينګ د هوا د ککړتيا په هکله څه مسؤليت لري که نه ؟ هغه په صريحه توګه وويل چه له دي امله چه د موټر بخار د هوا د ککړتيا عمده سبب دي ، نو که هره ورځ موټر وچلول شي حتمأ به هوا خراب کړي ٠ البتأ زه هم پکې شامل يم ٠ خو دده په نظر که هر موټر چلونکي د چاپيريال د ساتنې په نظر کې نيولو سره موټر چلوي ، دا به د هوا د ککړتيا د کموالي له پاره ګټور وي ٠ د خپل اړوند عمل د يادولو په وخت کې ښاغلي وو جون خبريال ته وويل چه څوکالو نه مخکې ما پلان جوړ کړ او تر اوسه پوري يي عملي کوم ٠ د خپل پلان له مخې پرته د عاجلو کارونو نه عمومأ موټر نه چلوم ٠ که کولي شم چه په بسونو ولاړ شم ، نو خپل موټر نه چلوم ، که په بايسکل تللي شم ، په بسونو کې نه ځم ، که په پلي تللي شم ، په بايسکل نه ځم ٠ زه باور لرم چه که هر سړي د چاپيريال ساتنې ته پاملرنه وکړي او د چاپيريال د ساتنې له پاره واقعي تدبير ونيسي ، زمونږ د ژوند چاپيريال به لا ښکلي او ښه شي ٠