<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-29 19:25:30    
د نا ن نين ښار د متمدنو کورنيو د داوطلبانو فعاليت

cri

نان نين ښار دچين دکوان سی دځوان قوم دخودمختاری سيمی مرکز دی او دری کاله دمخه پکښی دمتمدنو کورنيو د داوطلبانو په فعاليت لاس پوری شو .

ددی ښار په نوی ناحيه کښی اوسيدونکی سپين سری ليان سو ان چه سهار له خپل کور څخه ووتله، سمدلاسه داوسيدونکی ناحيی ديوه داوطلب نايی له وړياخدمت نه برخورداره شوه . هغی په هيجانۍ سره خبريال ته وويل ريښتيا ده چه په نوی کال کی نوی منظره ليدل کيږی او په ژمی کښی هم د پسرلی ملايمت احساسيږی .

نن ورځ هر کله چه جشنونه او رخصتی راځی ، د نان نين ښار په زياتو اوسيدونکو ناحيو کښی د بايسکل ترميموونکی ، خياطان او نايان تر معمولی وخت زيات دی چه دوی دمتمدنو کورنيوغړی دی او په داوطلبانه او وړيا توګه دښاری اوسيدونکو دپاره خدمت کوی . له نورو ځايونو څخه راغلی کسان د نان نين ښار په لارو کوڅو کښی لومړی هغه منظره په نظر کښی نيسی چه د اوسيدونکو عمارتونو برنډی له متفرقو شيانو څخه ډکی نه دی ، برعکس د ښکلی هوايی باغچو په شان ښکاری ، د متقاعد مامور وو يان ګوان د کور برنډه له ډول ډول ګلدانيو څخه ډکه ده ،تزئينی بوټی پکښی کرل شوی دی .د خپل کور د برنډی د ښکلی کولو نه وروسته وو يان ګوان اوس په دی بوخت دی چه خپلوګانډيانو ته تزئينی بوټو د ايښودلو تخنيکونه ور زده کوی .هغه وويل لکه اصطلاح وايی چه يو ګل پسرلی نه دی ، که د هر کور برنډه په ګلونو سينګاره شی ، زمونږ اوسيدونکی محيط به ښکلی شی .

خبريال د نان نين ښار په چاو يان نومی ميدان کښی وليدل چه يوی ښځی له خپل خاوند سره دانس کاوه .نندارچيانو په تحسين سره خبريال ته وويل چه دغه جوړه نيکمرغه جوړه ده او يو له بل سره ډير ښه احساسات لری ، دوی هره ورځ دلته دانس کوی او نورو ته هم دانس ورزده کوی .خاوند لو ځای سيا خبريال ته وويل چه څوکاله دمخه مونږ له فابريکو نه اضافه بست شوی يو او په ژوند کښی مو د زياتو مشکلاتو د پيدا کولو له امله کله کله جنګ جنجال کاوه .د نورو کسانو په سپارښت مونږ د دانس کولو په مسابقه کښی چه دمتمدنو کورنيود داوطلبانه ګروپ له خوا ترتيب شوی ، ګډون وکړ .د جدی تمرين له لاری مو په مسابقه کښی لومړی نمبر ونيوه او د ژوند رويه مو هم بدله شوه . اوس ښاغلی لو ځای سيا د غوښو خرڅولو دکان پرانست ، په ورځ کښی له خپلی ميرمنی سره سوداګری کوی او ماښام د دکان تړلو نه وروسته په ميدان کښی نورو کسانو ته دانس ورزده کوی . هغه زياته کړه چه مونږ پنځوس کلنۍ ته نژدی شوی يو، خو تر اوسه پوری پوه شوی يو چه بی د جنګ جنجال څخه ژوند رنګارنګ او بختور کيږی .

ددی دپاره چه له نان نين ښار څخه دچين په يوه شنه ښار بدل شی، دښار د ښځو اتحاديی يو وار دمتمدنو کورنيو داوطلبانو ته بلنه ورکړه چه د بی ځايه واښو د پاکولو په فعاليت کښی برخه واخلی . داټکل له مخی يوزر تنه پکښی ګډون کړی شوای ، خو څو زرو تنو خپل نومونه ثبت کړی او زيات شمير پلرونو او ميندو حتی دښځو له اتحاديی څخه په صميمانه توګه غوښتنه وکړه چه هرومرو ددوی اولادونو ته د ټولنی دپاره دخدمت فرصت ورکړی . د نان نين ښار د ښځو اتحاديی د تبليغاتی

څانګی مشری لين چو تان خبريال ته وويل چه په هغه ورځ کښی د جهيلونو په اړخونو او غرونو باندی يا ٨٠ کلنو سپين ږيرو او سپين سرو ، يا ٤ کلنو ماشومانو او حتی د ځينو کورنيو د درو نسلونو غړو يو ځای د بی ځايه واښونو په پاکولو کښی ګډون وکړ چه منظره يی ډيره مجلله وه .

ميرمن ګان چو تان زياته کړه چه په معاصره ټولنه کښی د خپلوالۍ نظريه ضعيفه شوی ، د واده د اړيکو ثبات کم شوی ، دګاونډيو تر منځ روابط ساړه شوی او داسی نور ، نو مونږ ځکه دمتمدنو کورنيو داوطلبانه ګروپونه جوړ کړی چه مهم واقعی اهميت يی دا دی چه په ځينو اهميت لرونکو خدماتو کښی د کورنيو غړو د ګډون له لاری کورنی روابط ښه کړی او ښاری تمدن پياوړی کړی شی .راځی چه دهری کورنی غړی په خپلو لاسونو د ښاری تمدن د پياوړتيا دپاره خدمت وکړی .