<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-30 20:27:47    
 د ډسک غورځول ، د نيزی غورځول او ليری ټوپ

cri

 د ډسک غورځول

د ډسک غورځول د ميلاد د مخه په ٧٠٨م کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک په ١٨ سپورتی لوبو کی د سيالی او مسابقی د رسمی لوبی په توګه شامل شو . په لومړنيو وختونو کی په سيالی کی استعمال شوی ډسک له تيږی څخه جوړ شوی او وروسته نوموړی ډسک په تدريجی توګه د اوسپنی ، ميسو ، لمونيم او داسی نورو فلزاتو څخه جوړشو . نوموړی لوبه نه يوازی په سپورتی سياليو او مسابقو کی شامله شوی ، بلکی د لرغونی زمانی په يونان کی تل د ګڼ شمير ښاريانو په ګډون ورزشی لوبه هم ګڼله کيدله .

 د نيزی غورځول

د نيزی غورځول د ميلاد د مخه په ٧٠٨ کال کی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د يوی رسمی لوبی په توګه هم شامل شوی او د سيالی په ترڅ کی د اړوندو برخه والو لوبغاړو لپاره د منډی فاصله او د نيزی د غورځولو حرکات نه ؤ محدود شوی . په دی لوبه کی فاصله او په درست ډول د نيزی غورځول

دوه هدفونه دی . په هماغه زمانه کی يونانيانو له دی لوبی سره علاقه او مينه درلوده او ددوی په منځ کی يی رواج وموند . د روايت له مخی ، په لرغونی زمانه کی ځينو قبايلو د نيزی د غورځولو د مسابقی له لاری به خپل مشر ټاکه .

 ليری ټوپ

د لرغونی زمانی په يونان کی د ليری ټوپ د لوبی ميدان ډير ساده ؤ ، په بل عبارت يوازی په سسته او نرمه شوی ځمکه کی د ټوپ وهلو د تختی په توګه يو لرګی ايښودل کيده ، او بيا د نوموړی لوبی سيالی پيل کيدله . د ورزشکارانو پښی بايد له درشل سره ولګيږی . وروسته د هغه ټکی په نظر کی نيولو سره چه پر مځکی باندی د کوزيدو په وخت کی لوبغاړی بايد د ژوبليدو له خطر څخه و ژغورل شی ، د ټوپ وهلو ځای د شګو څخه ډکوی . د لرغونی زمانی په يونان کی نوموړی لوبه په دوو شکلونو سره سر ته رسيدله چه يو يی په ځغاستی سره اوږد ټوپ وهل او بل يی په اصلی ځای کی حرکت کول ؤ .