<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-01 17:39:05    
په چين کی د عمومی کتابخانو چارو چټک پرمختګ موندلی دی.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! په دې وروستيو ورځو کی د چين د دولتی کتابخانې د دوهمې مرحلې پروژې او د دولتی ډيجتل کتابخانې د پروژې په رسمی توګه پيل وکړ او له دې څخه څرګندېږی چی په چين کی د عمومی کتابخانو چارو چټک پرمختګ موندلی دی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته په دې باب څه معلومات وړاندی کړو.
په چين کی څلور ډوله کتابخانې شته، لکه عمومی کتابخانې، د علومو د څېړنې د سازمانونو په اړه کتابخانې، د پوهنتونو کتابخانې او د تصديو کتابخانې. اوس چين څه نا څه دوه زره اوه سوه لوی عمومی کتابخانې لری. د چين حکومت به د چين د دولتی کتابخانو د دوهمې مرحلې د پروژې او د دولتی ډيجتل کتابخانو د جوړېدو دپاره څه نا څه يو مليارډ دری سوه مليونه ژن مين بی يوانه ولګوی او مقصد يی دا دی چی په نړی کی د چينی کتابونو د راټولو ډير لوی مرکز او په چين کی د انفورمېشن د انترنيټی سرويس ډير پرمختللی اساس جوړ شی. نوموړی پروژه به د ټاکلی پلان له مخی د ٢٠٠٧ کال د اکتوبر په مياشت کی په کار ولويږی. تر هغه وخته پوری د چين دولتی کتابخانه به په چين کی ډير پرمختللی کتابخانه وګرځی او مساحت به يی تر نورو کتابخانو نه ډير لوی وی. د دغې پروژې جوړېدل په وروستيو کلونو کی د چين د عمومی کتابخانو د چارو د چټک پرمختګ يوه نښه ده. د چين د کتابخانو د ټولنې د رئيس مرستيال ښاغلي جنګ فو روی وويل
( لومړی اواز)

ويل کيږی چی په دې وروستيو کلونو کی د چين حکومت د کلتوری چارو د پرمختګ دپاره زيات شمير پيسې لګولی دي. دا يو ډير ښه کار دی چی اوس د چين په مختلفو ولايتونو او لويو ښارونو کی زيات شمېر کتابخانې او موزيمونه د جوړېدو په حال کی دي.
د چين د کلتور د وزارت له خوا د يوې احصائيې له مخی په وروستيو وختو کی د چين په عمومی کتابخانو کی د کتابونو شمېر په پر له پسی توګه زيات شوی دی چی هر کال په منځنی توګه په سلو کی څه نا څه لس برخه زياتوالی موندلی دی. په چين کی د اقتصاد په دوامدار پرمختګ سره د ښارونو چټک انکشاف هم موندل شوی دی. په دغه بهير کی د دولتی، ولايتی او ښاری کتابخانو نه پرته په اوسېدونکو مرکزونو کی زيات شمېر کتابخانې هم رامنخته شوی دي. د چين د کتابخانو د ټولنې سرمنشی ميرمن تانګ ګنګ شنګ خبريال ته داسی معلومات وړاندی کړل چی په زياتو پرمختللو هېوادونو کی د اوسېدونکو مرکزونو کتابخانې د ټولنې په کلتوری برخه کی يوه مهمه برخه ګرځېدلی ده. چين يو پرمختيايی هېواد دی، نو لازمه دا ده چی د اوسېدونکو د مرکزونو په سيمو کی کتابخانې جوړ شی. هغې وويل چی
( دوهم اواز)
اوس په چين کی د اوسېدونکو په مرکزونو کی زيات شمېر کتابخانې رامنځته شويدي. د چين د ملکی چارو وزارت له نورو مربطو څانګو سره د اوسېدونکو د مرکزونو د کلتوری پرمختګ په عين وخت کی د کتابخانو جوړېدلو ته په درنه سترګه ګوری. په چين کی د نورو چارو په شان د کتابخانو جوړېدل هم ډيره سمسورتيا موندلی ده.

د عمومی کتابخانو د لا لوی رول د لوبولو دپاره د تېری پېړی د نهمې لسيزې نه راهيسی په چين کی زيات شمېر کتابخانو د هر کال د دسمبر مياشت د کتابونو د لوستلو مياشت بللی دی. د دسمبر په مياشت کی د مختلفو کتابخانو له خوا رنګا رنګ وړيا لوستونه جوړ او لوستونکو ته تازه کتابونه معرفی کېږی. علاوه پر دې د هر کال د اپريل په درويشتمه نيټه چی د کتابونو د لوستلو بين المللی ورځ ده، مختلفی کتابخانې ډول ډول فعاليتونه جوړوی، لکه د اوسېدونکو په مرکزونو کی د کتابونو د لوستلو فعاليت. دوی غواړی د زياتو فعاليتونو د جوړېدو له لاری زيات شمېر خلک کتابخانو ته جلب کړی.
که څه هم په چين کی د عمومی کتابخانو چارو لوی پرمختګ موندلی دی، مګر د پرمختللی هېوادونو په نسبت لا هم وروسته پاتی دی. د مثال په توګه د چين د نفوسو په پرتله دغه رقم ډير لږ دی چی د چين ټولی عمومی کتابخانې څه نا څه پنځه سوه مليونه کتابونه لری. مېرمن تانګ ګنګ شنګ وويل
( دريم اواز)
په عمومی ډول ويل کيږی چی د حکومت له خوا د کتابخانو د جوړېدو دپاره پانګې اچول کيږی. نو پيسې د کتابخانو د جوړېدو دپاره ډيرې مهمې دي. د چين د اقتصاد په پر له پسی پرمختګ سره به هرومرو د عمومی کتابخانو چارې په پر له پسی توګه انکشاف ومومی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور ننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و په چين کی د عمومی کتابخانو چارو چټک پرمختګ موندلی دی. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!