<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-01 17:40:02    
د فرانسې جمهوررئيس شيراک

cri

جاکويس شيراک د ١٩٣٢ کال د نوامبر په ٢٩ نيټه د فرانسې د پاريس د ښار د کريز په علاقه داري کې زيږيدلی دی او پلار يې د فرانسې د تجارتي بانک يو عالي رتبه مامور و ٠

شيراک پخوا د پاريس په سياسي پوهنځي او د فرانسې د دولتي ادارې په پوهنځي کې زده کړه کړې او ورځخه فارغ شوی دی ، په ١٩٦٧ کال کې شيراک د فرانسې د ملي اسامبلې د غړي په توګه انتخاب شو، د ١٩٦٧ کال نه تر ١٩٧٤ کاله پورې هغه په وار سره د فرانسې په کابينه کې د استخدام او مالي چارو په د دولتي سکرتر په حيث او د فرانسې د کرنې او د کليوالي سيمو د ودې د وزير او د کورنيو چارو د وزير په توګه دندې په غاړه اخيستې وې ، په ١٩٧٤ کال کې شيراک د فرانسې د صدراعظم په حيث مقرر شوپه هغه وخت کې شيراک يوازي ٤٢ کلن و، ورپسې په ١٩٧٦ کال کې هغه د صدراعظم د دندې څخه استعفا وکړه ، ددې نه وروسته هغه د جمهوريت د دفاع دپاره اتحاديه جوړه کړه او د مشرتوب وظيفه يې په غاړه واخيستله ، د ١٩٧٧ کال نه تر ١٩٩٥ کاله پوري شيراک د دريو ځلو دپاره د پاريس د ښاروال په توګه وټاکل شو په ١٩٨٦ کال کې شيراک د فرانسي د ښي لاس ګوندونو د استازي په توګه د جمهوررئيس ميتراند لخوا د صدراعظم په توګه وټاکل شو ، ٠ د ١٩٩٥ کال د مې په مياشت کې شيراک د فرانسې د جمهوررئيس په توګه انتخاب شوی او د ٢٠٠٢ کال د مې په مياشت کې يې يو ځل بيا په عمومي انتخاباتو کې بری وموند او په مسلسله توګه د جمهوررئيس په توګه انتخاب شوی دی ٠

شيراک په ١٩٥٦ کال کې واده وکړ ، ميرمن يې د ١٩٩٥ کال د سپتمبر په مياشت

کې د ښځو په څلورمه نړيواله غونډه کې د برخه اخيستنې دپاره د چين مرکز بيجنګ ته راغلې وه ، اوس دوي دوه لوڼې لري ٠

شيراک د پخوانيو جمهوررئيسانو دوګول ، ديستان او ميتراند غوښتل چې د اروپا اتحاد رامنځته شي ، شيراک هم د پخوانيو جمهوررئيسانو په شان د اروپا د يووالي د ترسره کيدو دپاره کوشش کوي ، دوي هيله وکړه چې په راتلونکي کې ټول اوروپايي هيوادونه سره ټينګ نژدې او يوځای شي او د اروپا يوه ستره ټولنه په اروپا کې رامنځته شي ، خو د ٢٠٠٥ کال د مې په نه ويشتمه نيټه فرانسوي خلکود اروپايي اتحاد د اساسي قانون په باب تړون د لاسليکيدو په غرض ريفرندوم کې په مخالفې رايو سره نوموړي تړون ردکړ او د ريفرندوم نوموړي نتيجې ټولې اروپا ته نااميدي رسولې ده ٠

شيراک که څه هم د اروپايي اتحاد د نورو غړو هيوادونو پوره ستاينه حاصله کړې ده ، خو هغه د خپلو اتباعو په وړاندې ماتي وخوړله ٠ شيراک خپله نااميدي نه ده پټه کړې ، دده په نظر د فرانسوي خلکو د پريکړې له امله په اروپا کې د فرانسې د ګټو د ساتنې په برخه کې خپل ځان ته مشکل چاپيريال برابر شوی دی ٠

ددې نه وروسته د فرانسې مخالفو ډلو د شيراک څخه غوښتنه وکړه چې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي ، او دايې هم غوښتنه وکړه چې د فرانسې پارالمان ړنګ کړي ٠

شيراک په ١٩٧٧ کال او ١٩٩١ کال کې په جلاجلا توګه د پاريس د ښاروال او د فرانسې د صدراعظم په توګه چين ته سفر کړی و ، د ١٩٩٧ کال د مې په مياشت ، د ٢٠٠٠ کال د اکتوبر په مياشت او د ٢٠٠٤ کال د اکتوبر په مياشت کې شيراک د

جمهوررئيس په توګه بيا چين ته درې ځله سفرونه وکړل ٠

شيراک د ادبياتو سره مينه لري ، دغه راز هغه د ختيځ په تيره بيا د چين د کلتور

او هنر سره علاقه او مينه لري ،ﻻ په ١٩٧٨ کال کې چين ته د سفر په وخت کې شيراک په ستاينې سره وويل چې د چين د شينګ شي هوانګ امپراطور د عسکرو او أسانو مجسمې په نړۍ کې اتمه معجزه ده ،

په ديپلوماتيکه ساحه کې شيراک د اروپايي هيوادونو د هغو مشرانو څخه يو دی چې د چين سره نژدې دوستي لري ، د پخواني جمهوررئيس ميتراند د واکمنۍ په موده کې د چين او فرانسې ترمنځ مناسبات تر يوې اندازې پورې خړپړ ښکاريدل ځکه چې په هغه وخت کې د فرانسې حکومت د تش په نامه بشري حقه حقوقو په مسئله پر چين باندې بريد وکړ او پر تايوان باندې يې د لوړې سويې لرونکي جنګي الوتکې وپلورلې ، کله چې شيراک د جمهوررئيس په توګه دنده په غاړه واخيستله هغه پخواني پاليسي بدلې کړې او د چين سره يې دوستانه مناسبات ټينګ کړی دی ٠ د شيراک د کوشش له امله اوس د چين او فرانسې ترمنځ دوستانه مناسبات د چټک پرمختګ په حال کې دي ٠