<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-01 17:43:09    
د شي جيې په نامه واټ ته سفر

cri

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د شي جيې په نامه واټ تاسو ته معرفي کړو

د شي جيې په نامه واټ د چين په جنوب کې د ګوانګ شي د جوان قوم د خودمختارې سيمې د يانګ سو په ولسوالي کې واقع دی، په حقيقت کې هغه يوه کوچنې علاقه داري ده ، د نوموړي واټ پلنوالی څلور متره او اوږدوالی يې څه دپاسه پنځه سوه متره دی ، خو همدا کوچني واټ هرکال د څه دپاسه يو لکو تنو څخه زيات خارجي سيلانيان ځانته راجلبوي ، د نوموړي واټ جذبات څه دی ، ولې دومره زيات خارجي سياحان نوموړي واټ ته ځي ؟ نو راځي چې مونږ سره يو ځای شي جيې واټ ته لاړشو او د هغه سيل وکړو٠

شي جيې واټ څه نا څه يو زرو څلور سوه کاله تاريخ لري او په هرځای کې پخواني او عنعنوي خصوصيت څرګنديږي ، د نوموړي واټ لار د ډبرينو تختو په واسطه غزول شوې او د واټ په دواړو غاړو کې وداني څنګ په څنګ پرتې دي چې ديوالونه يې د تورو خښتو او بامونه يې د سرو اجرو په واسطه جوړ شوي دي او شکلونه يې هم ډير ظرييف او چيني عنعنوي سبک ورڅخه په پوره توګه ښکاري ، د شي جيې واټ شاوخوا ځايونه شنه غرونه او رڼې اوبه لري ، دا ځای لکه يو طبيعي ښکلي او په زړه پوري انځورخلکو ته څرګندوي ٠ نو په دې اثر نه يوازي چيني سياحان بلکې بې شميره بهرني سيلانيان هم ورسره ډيره علاقه لري ،

په نوموړي واټ کې تل خارجيان ليدل کيږي ، د بهرنيو سياحانو د راتګ له امله نوموړي کوچني علاقه داري ته بينالمللي جنبه او نوموړي پخواني کوچني علاقه داري ته د ځوانۍ حياتي قوت ورکړی شوی دی ٠

د ورځې په وخت کې د شي جيې په واټ کې سياحان لږ ليدل کيږي ځکه چې دوي د دې علاقه داري شاوخوا ځايونو ته ځي او د ښکلو طبيعي منظرو څخه خوند اخلي ، خو کله چې د شپې پرده وغزوله شي دا واټ له ګرمجوشي او ګڼه ګونې څخه ډکيږي ، او د واټ په دواړو غاړو کې بيلابيل کوچني رستورانونه او قهره خانې هم توديږي ٠ د جوي فو لو په نامه يو رستوران کې خبريال وليدل چې د نوموړي رستوران څښتن لوخوا پينګ ځينو خارجي سياحانو ته د چيني خوراکونو د پخولو په باب معلومات وړاندې کاوه ، هغه وويل دده لخوا د جوړشوي چيني خوراکونو د پخولوپه هکله کورس د خارجي دوستانو لخوا ډير خوښيږي ، هره ورځ څه ناڅه لس تنه بهرني دوستان دې سمينار ته راځي او زما سابقه دار أشپز څخه د چيني خوراکونو د پخولو مهارت زده کوي ، هغه وويل ددې کورس د جوړيدو نه مخکې به ډير خارجي دوستان زما رستوران ته راتلل او زما د أشپز څخه به يې د چيني خوراکونو د پخولو مهارت زده کاوه ، په دې اثر ما پريکړه وکړه چې د چيني خوراکونو د مهارت د ورزده کولو دپاره يو کورس جوړکړم ، څو چې زمونږ ځانګړي او خوندور چيني خوراکونه خارج ته خپاره شي ٠

د شي جيې په واټ کې نه يوازي چيني خوراکونه لرونکي رستورانونه شته بلکې ځيني خارجي سبک لرونکي دکانونه لکه قهره خانې ، رنګارنګ بيرخانې او د لويديځې نړۍد نوروخوندورو خوراکونو پلورنځي هم شته ، د دوي د دکانونو نومونه او د غذا صورت په انګليسي ، فرانسوي او الماني ژبو ليکل شوي دي ، چې له دې جملې څخه د څه دپاسه شلو دکانونو خاودان خارجيان دي ، د مثال په توګه د غوايي سر په نامه د رستوران څښتن ښاغلي الف يو استراليايي سړی دی ، پنځه کاله دمخه هغه شي جيې علاقه داري ته راغي او د دې ځای د ښکلي طبيعي منظرو له امله هلته پاتي شو او ورپسې يې د همدې ځای د يوې نجلۍ سره واده وکړ او يو رستوران يې جوړکړ ، هغه وويل پنځه کاله کيږي چې زه دلته راغلی يم ، زه دا ځای ډير خوښوم ، ، د يانګ سو ولسوالي طبيعي منظرې ډيرې په زړه پوري دي او زيات خلک ځانته راجلبوي ، زه غواړم چې د تل دپاره په دې ځای کې ژوندوکړم =

د شي جيې په واټ کې ځينې کوچني کورني هوټلونه هم شته چې خارجي مسافرين کله کله هم پکې اوسيږي ، د يوه کورني هوټل څښتنې ميرمن لي شا وويل اوس د هغې په کورني هوټل کې يو امريکايي ميلمه اوسيږي چې اته کاله يې په دې ځای کې تيرکړی دی ، هغې وويل زه يو امريکايي دوست لرم او زما په کورني هوټل کې يې د اته کاله ژوندکړی دی ، هغه د شي جيې د واټ سره ډيره مينه لري هغه خارجي اوسيدونکي چې د امريکې ، فرانسې ، برتانيې او استراليا څخه راغلي دي خپلې بيلابيلې کيسې لري ، دوي د محلي خلکو سره په خوښۍ او نيکمرغۍ سره يو ځای ژوندکوي ٠

ګرانو دوستانو که چيري تاسي چين ته راشي نو کولاي شي چې د شي جيې په نامه پخواني او اوسني کوچني واټ ته ولاړشي او د هغه ځای د په زړه پوري منظرو څخه خوند واخلي ٠