د چين د بين المللې راډيو دخبر له مخی : د هند صدراعظم منموهن سنګ د جلای په دوهمه نيټه په نوی ډيلی کی هيله څرګنده کړه چه هند او پاکستان بايد د خپل منځی کشالو د حل و فصل د لارو چارو د پيدا کولو دپاره کوشش وکړی ، تر څو د جنوبی اسيا اقتصادی همکاری او انکشاف پياوړی شی .
هغه په همدی ورځ په يوه غونډه کی وويل چه د هند او پاکستان تر منځ يو شمير لاينحلو کشالو د جنوبی اسيا د هيوادونو ترمنځ اقتصادی همکاری او اجتماعی تګ راتګ محدود کړی او د جنوبی اسيا د اقتصاد د همکارۍ په جريان کی يوه خنډ ګرځيدلی دی . نو له دې امله دواړه هيوادونه بايد د نويو روابطو پر بنا د کشالی د حل و فصل لاری چاری ولټوی .