<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-03 18:28:08    
د ارجنتاين بزګران نه غواړی د کار کولو لپاره ښار ته لاړ شي

cri

 په ارجنتاين کی بزګر د غريبۍ معنی نه لری٠ د ارجنتاين د زراعتي ټولنې يو سل کلن شعار دا دی چه کرنه د هېواد د خدمت کولو مانا لري٠ له دې شعار څخه په پوره توګه څرګيديږی چه ارجنتاينيان د کرنی په وياړ دي٠

ملياو د ارجنتاين يو معمولی بزګر دی او څوکاله دمخه يی د حکومت تر مرستی لاندي له غربت څخه ځان بچ شويدی . دده په کور کی د پنځو هکتارو په مساحت زراعتی ځمکی، پنځه غوايان ، يو أس او يو شمير چرګان روزل شويدي ٠ خبريال ورڅخه پوښتنه وکړه چه فکر نه کوي چه د کار کولو لپاه ښار ته ځې؟ هغه ځواب ورکړ چه دلته ژوند مو د ښار په نسبت ښه دی٠ که څه هم د پنځو هکتارو د زمکو په اندازه کوچني فارم په ارجنتاين کی يوازی ډېر کوچنی فارم دی ، مګر ور سره د خبرو اترو په ترڅ کی خبريال دا احساس درلود چه د ارجنتاين د نورو ډېرو برګرانو په شان ، مالياو په دي وياړ دی چه په کرنی بوخت دی٠

ولي ارجنتاينيان په کرنی وياړ دي ؟ علتونه يي دا دی لومړی ، کرنه د دې هېواد د اقتصاد ملا د تير حيثيت لري ٠ دوهم ، د هغه هيواد د اکثرو بزګرانو ژوند ډير ښه دی٠ کرنه د ارجنتاين د خارجی اسعارو او مالياتو د لاس ته راوړلو تر ټولو لويه سرچينه ده٠ په تير کال کی يوازی د نخود د صادراتو څخه تر لاسه شوې ګټه اوه ملياردو امريکايی ډالرو ته او حکومت ته د څه نا څه دوه ملياردو دوه سوه مليونو امريکايی ډالره په ارزښت ماليات ته رسيدلی دی٠ د هېواد دپاره د کرنې

خدمتونه نه يوازی د بزګرانو د ډېر افتخار سبب دی، بلکی حکومت د کرني پرمختګ او د بزګرانو ګټو ته زياته توجه او پاملرنه ور کوی٠

د ارجنتاين حکومت په بين المللی بازار کی د خپل هيواد د زراعتي محصولاتو د داخليدو لپاره ډېر کارونه تر سره کړی دی٠ د مثال په توګه په ٢٠٠٣ کال کي د ارجنتاين جمهوررئيس کيشنير امريکی ته د سفر په وخت کي د پسه غوښې او وړين شيان د تحفې په توګه يی جمهوررييس بوش ته ور کړل ٠ د زراعتی توليداتو بين المللی بازار يو داسی بازار دی چه د ساتونکي تجارت پاليسي پکي اجرا کيږي ، نو ډېر مشکل دی چه په دغه بازار کی زراعتي توليدات داخل شی٠ د ارجنتاين د کرنی او تجارت وزارت په فعاله توګه د کرنی په بين المللی خبرو اترو کی ګډون کوی٠ د ٢٠٠٣ کال د نړيوال تجارتی سازمان د کانکون د غونډی د جوړيدو نه دمخه ، د ارجنتاين حکومت خپله داسي رويه څرګنده کړی ده چه که د زراعتی توليداتو په باب مسئله حل نه شی، ارجنتاين به هېڅ نوی تړون نه لاسليک کړی٠ څو چه د خپل هيواد توليدات په بين المللی بازار کی سره سيالی و نه کړی، په ارجنتاين کي د زراعتي توليداتو د صادراتو ګډه ټولنه ددې مقصد د تر سره کيدو دپاره جوړه شوه چه په يوه سيمه کی د يو شان توليد د جوړولو څو يا لسګونو فابريکې راسمبال شي او په ډله ايزه توګه په بين المللی بازار کی له نورو هيوادونو سره سيالی وکړی٠

د ارجنتاين زراعتي ساينس او تخنيک په بين المللی ساحه کی پرمختللی دی٠ د کرنی د تخنيک د څېړنی په مرکز کی چه د حکومت لخوا جوړ شوي ، يو زرو يو سلو نو لس تنه علمي څېړونکی شته چه په سلو کی يو پنځوس برخه د

ماسترې يا دوکتوري درجې لری او په ځانګړی توګه يی د کرنی د نوی تختيک په هکله څېړنه کوی٠ اوس د ارجنتاين د هغه نخود صادراتی اندازه چه جن يي تبديل شويدی ، په نړۍ کی ډيره زياته ده او د هغو زراعتی توليداتو صادراتی اندازه چه چاپيريال ته هيڅ ککړتيا نه رسوي ، يوازی د استراليا نه په نړۍ کي دوهم مقام لري .

د حکومتی پاليسۍ د ملاتړ ، د نويو تخنيکونو د استعمالولو په برخه کی د اچول شوی پانګی او د اقليم او ځمکو د ښه والی په اثر، د ارجنتاين زراعتی توليدات په بين المللی رقابت کي ښه راتلونکي لری ، نو د بزګرانو عايدات هم د لوړيدو په حإل کي دی ٠ په وروستيو کلونو کي په ارجنتاين کی ډېر ښاريان کلی ته ځی ، حتی هغه کسان چه لوړ تحصيلات يی تر سره کړي او يا يي يوه اندازه پانګې تر لاسه يی کړی دی، په کلی کی فارم اخلی او د کرنې او مالدارۍ په چارو کي پانګه اچوی٠

البته د ارجنتاين په کليو کی غريبان لا هم شته ٠ په دې هېواد کی د هر هکتار ځمکو څخه تر لاسه عايدات تقريبا سل امريکايی ډالره دی، نو هغه بزګران چه د لسو هکتارو نه لږ زمکې لري ، عايدات يی لږ دی٠ د حکومتی مقرراتو سره سم ، په کلی کی که د يو کور مياشتنی عايدات د يو سلو اويا امريکايی ډالرو نه ښکته دی، د حکومت مرسته تر لاسه کولی شی او په ښار کی د ډېر ټيټې سويې لرونکو خلکو د ژوندمياشتنې لګښت پنځوس امريکايی ډالره دي ، نو ويل کيږی چه په ارجنتاين کی د بزګرانو ژوند د ښاريانو څخه ښه دی٠