<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-03 18:35:08    
د خوشحال خان د اشعارو اچتماعی او اخلاقی خوا (٩)

cri

دی په سعيه او عمل ټينګه عقيده لری او هر څه چه په دنيا کی له هر ځايه لاس ته راځی له اسمنونو نه وی که دريابونونه هغه د انسان د جدوجهد محصول بولی لکه چه وايی :

لعل له کهسانه په بدخشان کی

لؤلؤ له بحره په لوی عمان کی

په ځيګر خون خيژی دا دواړه توکه

که فکر و کا سړی په ځان کی

لکه په کی شته نشته په چا کی

نه په کانونو نه په دريا کی

دريغه خوشحاله خټکه دريغه

چه تل به نه وی په دا دنيا کی

خان د خانۍ په تقاضا د جود او کرم ډير طرفدار دی او د پيسو غونډول ډير بد ګڼی . سره له دی چه دمال او ثروت ضرورت او اهميت ته ډير ښه ملتفت دی او د دنيا ټولې چاری ورپوری مربوطی ګڼی بيا هم زر ساتل د ځان دپاره عيب او عاربولی او په دی فخر کوی چه زړه يی په مال او دولت پوری نه دی تړلی اوسره وسپين يی په لاس کی نه ټينګيږی .

په دغه باب کی د ده فلسفه اوطرز تفکر په دی بيت کی وګوری :

د دينا په پريشانۍ کی جمعيت دی

د دنيا په جمعيت کی پريشانی ده

لکه چه خان پخپله دکار او عمل خاوند و نورو ته يی هم د کار او زيار توصيه کوله او بيکاره ناکاره سړی يی نه خوښيده . ده نه غوښتل چه څوک د چا د منت او احسان خواړه وړيا وخوری يا د چا په پاتی شونو ژوند وکړی او جوټه خور ورته وويل شی . په ظلم او ناروا باندی ډوډۍ پيدا کول هم ده ته د زهرو خوړل معلوميده ، ځکه يی ويل :

څوک ځی ډوډيه د دهقانی خوری

خواړه حورو د ميهمانۍ خوری

چه يی په ظلم خوری واړه دی زهر شی

که سالونه د سلطانی خوری

طباخ چه ووزی تريو څو لاسه

ورځنی وخوری د پاسه پاسه

پاتی خوراک يی خوراک د سپيو دی

په داخبر شه سخن شناسه

که پند زما منی نمک حرام مشه

تر نورو پاتی جوټه طعام مشه

جوټه طعام می خوراک د سپيو دی

غصه په زړه کی په دا کلام مشه

د نباتو حلوا مه خوره چه منت ورسره مل وی

خپل کشکاب د خپل محنت خوره په سر راوړه پشتاره

چه په هره کوڅه ګرځی هرزه کار شی

تر دا هسی ګشت ځنځير ښه دی په پښو

د هغو برخه خواری ده تل تر تله

چه زکات خوری د کتاب په مسئلو

هر ساعا چه په چا ځی هسی بيکار

تر هغه نه زه لاښه ګڼم بيګار

زنځوران که کاروبار نه کا معذور دی

روغ سړی به ولی نه کا خپل روزګار

خان که څه هم شعرونه زيات ويلی مګر په خبرو کی يی د لږ ويلو ډيره زياته توصيه کړې ده ځکه زه هم په دغه توصيه عمل کوم او خپله وينا د دغه ستر او لوی شاعر په دی بيت ختموم :

دخوشحال قدر که اوس په هيچا نيشته

پس له مرګه به يی ياد کاډير عالم

دا دی زمونږ د مړه او ژوندو حال