<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-04 18:08:55    
دال . جی _ فليپس او شو کوانګ شرکت په چين کښی د لومړی لمبر د ګټلو دپاره هڅه کوی

cri

دچين د اقتصاد د چټک انکشاف او د چين د لويی دروازی د ورخلاصون دپاليسۍد تطبيقيدو سره سره مخ په زياتيدونکی مشهور بين المللی شرکتونه په ګډو پانګو او يا په ځانګړو پانګو او نورو طريقو له لاری چين ته داخل شوی دی . د ال .جی _ فليپس او شو کوانګ شرکت چه د چين د هو نان د ولايت په مرکز يعنی د ځانګ شه په ښار کښی واقع دی ،په چينی او خارجی پانګو جوړه شوی تصدۍ ده . په لنډو څو کلونو کی دغه تصدۍ حيرانونکی انکشاف موندلی دی . نن ورځ دغه تصدۍ له ځان څخه د رنګه تصويری نيونونه د توليدولو په برخه کښی د چين د ډيری لويی تصدۍ د جوړولو دپاره هڅه کوی . .

نوموړی شرکت په ١٩٩٦ کال کښی جوړ شو او په کار لويدلی و ، له هغه وخت نه تر اوسه پوری يوازی نه کاله تير شوی دی ، خو انکشافی سرعت يی ډير حيرانوونکی دی . دنوموړی شرکت د عمومی مينجر مرستيالی لی تونګ چو د خپل شرکت ستر بدلونونه خبريال ته معرفی کړل . هغی وويل زمونږ شرکت په ١٩٩٦ کال کښی د په کا ر لويدو نه تر اوسه پوری پنځه څلويښت مليونه يو لکه رنګه تصويری لامپونه توليد کړی دی ، اوس زمونږ ورځنی توليدی طاقت دوه ديرش زرو دانو ته رسيږی په ١٩٩٦ کال کښی ورځنی توليدات مو يوازی څلور زرو دانو ته ورسيد .سربيره پردی په ١٩٩٦ کال کښی مونږ يوازی دوه ډولونه توليدولی شو او يوازی يوه توليدی کرښه مو درلوده . اوس مونږ پنځه توليدی کرښی لرواو پنځلس ډوله

توليدات توليدولی شو، نو ځکه دهغه انکشافی سرعت نسبتا چټک دی .

د کوريا د جمهوريت د ال .جی ډله يو داسی بين المللی شرکت دی چه څه دپاسه پنځوس کاله تاريخ لری او د پلورلو کلنی عايدات يی له اويا مليارډو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی .ددلچسپۍ خبره خو دا ده چه د ال .جی ډلی په چين کښی د همکارانو د لټولو په وخت کښی خپله توجه دچين دختيځی برخی هغو ساحلی ولايتونو ته نه ده اړولی کوم چه اقتصاد يی نسبتا پرمختللی دی ، خپله توجه دچين په منځنی برخه کی دهو نان ولايت ته اړولی ده ، د ال . فليپس او شو کوانګ د محدود شرکت عمومی مينجر چون شانګ يون وويل چه د ال جی ډلی په زياتو برخوکښی د تحقيقاتو نه وروسته د هو نان د ولايت د ټاکلو فيصله وکړه هغه وويل د ځينو کسانو په نظر د هو نان د ولايت د ټاکلو ډير عمده علت دا دی چه د دغه ځای د بشری قواوو لګښتونه ټيټ دی ، په حقيقت کښی دا له څو علتونو څخه يو علت دی .په ١٩٩٤ کال کښی دچين د ختيځی برخی په ساحلی سيمه کښی تصدۍ داشباع حد ته ورسيدی ، دنورو ځايونو په مقايسه د هو نان د ولايت مواصلاتی ابادۍ او نور اساسی تاسيسات هم دومره بد نه دی ،نوځکه مونږ دغه ځای انتخاب کړی دی . علاوه پردی دهو نان ولايت حکومت زمونږدتصدۍ د ابادۍ په بهير کښی مونږ ته زيات ملاتړ او مرستی را کړی دی .

د هو نان د ولايت دودی او اصلاح دکميتی مرستيال ښاغلی يوان چيان پی د خارجی پانګو د جلبولو په برخه کښی د هو نان د ولايت له خوا د نيول شوی امتيازی

پاليسۍ په باب خبريال ته وويل دهو نان ولايت خپلی ځانګړی پاليسۍ لری

مونږ هغه تصدۍ د مهمو پروژو په توګه بولو کوم چه د پانګه اچونی اندازه يی

نسبتا لويه ده او دهيواد د صنعتی پاليسۍ اجازه او تشويق يی هم تر لاسه کړی دی دغه تصدۍ مو له ټولو مالياتو څخه معاف کړی دی .

ښاغلی يون هم وويل چه د اړوندو مالياتو د کموالی نه پرته دهو نان ولايت هم د خاوری د تهيی ، بريښنا او اوبو په برخو کښی د ال .جی او شو ګوانګ د محدود شرکت په شمول خارجی تصديو ته ډير زيات اميتيازات برابر کړی دی . له نوموړی امتيازی پاليسۍ څخه د ګټی اخيستلو له کبله نوموړی شرکت د په کار لويدو نه راهيسی د ليدو وړ موفقيتونه لاس ته راوړی دی .دنوموړی شرکت دعمومی منيجر مرستيالی لی تونګ چيو وويل چه زمونز شرکت دهو نان په ولايت کښی په ګډو پانګو جوړشوی ډير لوی شرکت دی . دتير کال تر پايه پوری زمونږ له خوا د تر لاسه شويو ګټو ارزښت له يو مليارډ څلور سوو مليونو ژن مين بی يونو څخه اوښتی دی .تيرکال د رنګه تصويری لامپونو د پلورلو اندازه پنځه مليارډو سل مليونو ژن مين بی يونو ته رسيدلی ده .