<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-04 18:25:59    
د زړو کسانو روغتيا له اوبو سره نژدی اړيکی لری

cri

د زړو کسانو د روغتيا ساتنه تل د توجه وړ موضوع ده. په دی وروستيو وختونو کی د بيجينګ د شيون وو روغتون په اړه د وبايی ناروغيو د انستيتوت مسئول تانګ ځه د خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل چی د خپلې روغتيا د ساتلو دپاره زاړه کسان بايد زياتی اوبه وڅښی .

تانګ ځه وويل چی په ورځنی ژوند کی زاړه کسان بايد زياتی اوبه وڅښی ، مګر په يو ځل د زياتو اوبو څښل ګټه نه لری .ځکه چی د زړو کسانو بيلا بيل بدنی جهازونه ضعيف شوی وی .که داسی کسان په يو وار زياتی اوبه وڅښی ، نو د دوی پر اړوندو بدنی جهازونو باندی به فشار واچوی .نو دا به د دوی روغتيا ته سخت زيانونه ورسوی .بله خبره دا ده چی هغه کسان چی د وينو د لوړ فشار او يا د وينو د رګونو په ناروغيو اخته شوی دی بايد په وخت اوبه وڅښی .عمومأ سهار د زړو کسانو دپاره د زړه د ناروغيو د پيښيدو خطرناک وخت ګڼل کيږی .ځکه د شپی د خوب په وخت کی د تنفس او خولی کولو له امله په بدن کی زياتې اوبه له لاسه ورکول کيږی او وينې منجمدې کيږی .نو په دی وجه زاړه کسان بايد سهار د پاڅيدو نه وروسته يوه اندازه اوبه وڅښی ترڅو د وينوجريان يي چټک شی .

پرته له دی نه اوبه د زړو کسانو د ژوند د چاپيريال د ښه والی له پاره هم ډيرې مهمې دی . د زړو کسانو دپاره د چاپيريال لوندوالي د روغتيا دپاره هم ګټوره دی .که په کور کی يو انګړ وی ،کولی شی چی په انګړ کی يو کوچنی حوض وکيندی او په حوض کی کبان او د نيلوفر ګلان وروزی چی په دی اثر نه يوازی يو لوند چاپيريال جوړيږی بلکه د خوشحالی احساسات هم ساتل کيږی .که په کور کی انګړ نه وی ، نو کولی شی چی په کور کی د ګلانو او طلايي کبانو د روزلو په بهير کی د سپکو جسمی کارونو له لاری روغتيا او د اوبو د اړتيا احساسات وساتلی شي . دغه راز په کور کی د لندی هواد زياتوالی د برقی د ماشين څخه په استفادی سره د کور هوا ښه کړی .ښاغلی تانګ ځه وويل چی په کور کی د رطوبت د ساتلو له لاری د تنفس د ناروغيو مخنيوی کيږی .بله خبره دا ده چی د زړو کسانو دپاره په اوبو لرونکو ځايونو کی لوبی او فعاليت کول هم ګټور دی مثلأ کب نيول ،د سيند او دنډ په غاړه کی چکر وهل يا د کورنيو غړو په ملګرتيا هغو ښکلو منظره لرونکو ځايونو ته تلل او داسی نور زيات نباتات او اوبه لرونکی چاپيريال د زوړ کسانو د روغتيا په ګته وی . خصوصأ د هغو کسانو دپاره چی په سختو ناروغيو اخته شوی دی يا بدن يیضعيف دی نوموړی فعاليتونه ډيره فائده لری .

څه موده مخکی ،د هانکانګ له خوا د صادر شوی اړوند تحقيقاتو له مخی په هانکانګ ،جاپان او أيس لند کی د زوړ کسانو عمرونه تر ټولو نه اوږد دی .د متحصصانو په نظر نوموړی حالت له دی سره اړيکی لری چی نوموړی هيوادونه او سيمه د بحر په غاړه واقع دی .د څيړنو څخه څرګنديږی چی بحر ته نژدی چاپيريال د وګړو د روغتيا د ساتلو دپاره ګټور دی. د بحر په غاړه د هوا ککړتيا لږه ده او په هوا کی د اړتيا وړ جزيی عنصرونه شامل دی چی دا د سږی د کار کولو لياقت اوچتولی شی .همداشان که د بحر په شاوخوا سيمو کی د تودوخی درجه لوړه نه وی او د يو کال په څلورو فصلونو کی سوړوالی او تودوالی د درجی بدلون يی لږ وی .نو هوايی د انسان د روغتيا دپاره ښه ده .خو په هغو ځايونو کی چی هوا يی وچه ده د اوبو د کمښت له امله به دکسانو پوستکی ته زيانونه ورسولی شی .په نوموړو ځايونو کی ژوند کوی دغه چاپيريال حصوصأ د زړو کسانو د روغتيا دپاره ګټه نه لری .

لامبو وهل د زړو کسانو د روغتيا د ساتنی دپاره ډير ګټور ورزش دی .د معلوماتو له مخی د لامبو وهلو په بهير کی د زړه حرکت زياتيږی چی په دی اثر د زړه د وينو د رنګونو د سيستم د کار کولو لياقت پياوړی کيږی او د رګونو د کلکوالی او د زړه د ناروغی څخه مخنيوی کيږی .د لامبو وهلو نه وروسته د زړو کسانو بدن قوی کيږی .ښاغلی تانګ ځه هم وويل چی که زاړه کسان وغواړی چی په سيند کی لامبو ووهی ،دوی بايد قوی بدن و لری .که نه ښه به دا وی چی په نورو ورزشونو کی چی زيات قوت په کار نه دی لاس پوری کړی .