

د چين په شمال ختيځه برخه کی لياو نينګ، جين لين او هی لونګ جيانګ دری ولايتونه شته او چينايان ور ته شمال ختيځ دری ولايتونه وايی٠
د لياو نينګ ولايت د چين د شمال ختيځی سيمی په جنوبی برخه کی واقع دی ٠ مساحت يی يو سلو پنځوس زره مربع کيلو متره او نفوس يی يو څلويښت مليونه پنځه سوه اويا زره تنه دی٠ د لياو نينګ ولايت د چين د درانده صنايعو تر ټولو لويه اډه ده او مرکز يی د شن يانګ ښار دی٠ په دې ولايت کی د سکرو، اوسپنی، نفتو او طبيعی ګاز په شمول د کانونو منابع ډېر زيات دی او د صنايعو شکلونه يی هم بشپړ دی٠ دغه ولايت د چنجيو د روزلو، د مڼو د حاصلاتو او د سمندری کبانو د نيولو د چارو له امله ډېر مشهور دی٠
د جي لين ولايت د شمال ختيځی سيمی په منځنی برخه کی واقع دی او ختيځ يی د کوريا د ديموکراتيک ولسی جمهوريت او روسيی سره ورڅېرمه دی٠ مساحت يی يو سل اتيا زره کيلو متره او نفوس يی شپږ ويشت مليونه څلور سوه څلويښت زره تنه دی٠ مرکز يی د چانګ چون ښار دی٠ دغه ولايت د چين د موټرونو د صنايعو له اډې څخه دی٠ د جين لين په ولايت کی د ځنګلو منابع ډېر زيات دی چه د چانګ بای د غره ځنګل يی ډېر مشهور دی او په دې غره کی د روغتيا لپاره دری نامتو شيان توليديږی ٠دغه ولايت د چين د محصولاتو او غلو دانو د توليدولو د مهمې اډې څخه دی
د هی لونګ جيانګ ولايت د شمال ختيځی سيمی په ليری شمالی برخی کی واقع دی او شمال يی له روسيی سره څېرمه دی٠ مساحت يی څلور سوه
شپيته کيلو متره او نفوس يی اوه دېرش مليونه اوه سوه دېرش زره تنه دی٠ مرکز يی د هربين ښار دی٠ په دغه ولايت کی ډېر غرونه شته او پکی د لوی او کوچنی شينګ ان لينګ غرونه ډېر مشهور دی٠ په دغه ولايت کی ډېر سيندونه هم شته، نو د هی لونګ جيانګ منظره ډېره ښکلی ده٠ د دې ولايت صنايع په عمده توګه درانده صنايع دی٠ مګر دغه ولايت د چين د محصولاتو او غلودانو د توليدولو مهمه اډه هم ده ٠