د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د هند خارجه وزير ناتوار سينګ د جولای په ٣ نيټه په نوی ډيلی کی د افغانستان له خارجه وزير عبدالله سره د کتنی په وخت کی وويل ، د افغانستان په خاوره کی د طالبانو وسله والو عناصرو د زور او زياتی فعاليتونه ورځ په ورځ زياتيږی ، هند له دی امله انديښمن دی .
د خبر له مخی ، دواړو خارجه وزيرانو د خبرواترو په ترڅ کی د افغانستان پر اوسنيو امنيتی اوضاعو ، په تيره بيا د وروستيو وختونو راهيسی پر بريدکوونکو پيښو باندی بحث وکړ . ناتوار سينګ هغه خبره تاييده کړه چه هند به افغانستان ته د ٥ سوو مليونو امريکايی ډالرو په اندازه حکومتی کريدتونه ورکړی تر څو د هيواد د بيا رغاونی په بهير کی له افغانستان سره مرسته وکړی .