<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-05 17:46:51    
د مي او ونبق ښوروا

cri

د دوبي په موسم کې هوا ډيره توده ده او په بهر کې د لمر وړانګې ډيرې سختې دي ٠ په دي موسم کې خلک بايد تر وسي پوري د لمر تر وړانګې لاندې نه راځي ٠ ځکه په دي موسم کې که انسان د اوږد وخت له پاره د لمر تر وړانګې لاندې ځان ورسوي ، د لمر وهلو په ناروغۍ کې اخته کيږي او په دي حال کې له بدن څخه د زياتو اوبو د ليري کيدو په اثر به د بي هوشي سبب شي ٠ نو په دي موسم کې د بدن د اړتيا د اوبو پوره کول ډير مهم دي ٠ عمومأ د دوبي په فصل کې د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې بيلا بيله خوندوره ښوروا ډيره ليدل کيږي ٠ په چين کې ښوروا د خوراکونو يوه مهمه برخه تشکيلوي ٠ د چين زيات خلک د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې د ښوروا د څښلو عادت لري ٠ مثلأ په پسرلي کې د هګۍ ښوروا خوري چه دغه ډول ښوروا د بند د اړتيا غذايت زياتوي ، په ژمي کې د غوښې ښوروا خورې چه دغه ډول ښوروا د بند يخني ليري کوي ٠ په دوبي کې د سبزي يا د شنه نخود يا د مي ښوروا خوري چه دغه ښوروا ګرمي کموي ٠ د مثال په توګه د مي او ونبق ښوروا يوه ډوله ډيره خوندوره او د ردغتيا له پاره ګټوره ښوروا ده ٠ خصوصأ په دوبي کې د دغه ډول ښوروا خوړل د انسان له پاره ډير ګټور دي ٠ مي يو ډول شين رنګ نخود دي چه د چين د عنعنوي طب له نظره دغه ډول نخود د يخني خاصيت لري ، نو په دوبي کې د مي ښوروا خوړل د انسان د بدن حرارت کموي ٠ ونبق يو ډول نبات دي چه شکل يي دګل په شان او رنګ يي سپين دي ٠ دغه ډول تبات خوړل کيږي او د يخني خاصيت لري ٠ په چين کې ډير خلک د مي او ونبق ښوروا خوښيږي ٠ جوړونه يي هم ساده ده ٠ لومړي دوه نيم سوه ګرام مي او سل ګرام ونبق تيار کړۍ ٠ ښه به دا وي چه مي د وخت نه د مخه د يو يا دوو ورځو له پاره په اوبو دم کړۍ څو چي لږ څه نرمه شي ٠ د پخولو په وخت کې لومړي په ديګ کې زيات اوبه پکې واچوي او ديګ د اور په پاسه کيږدې ، اوبه چه جوش شي ، مي پکې واچوي او جوش يي کړۍ ، مي چه نرمه او پخې شي ، منيځل شوي ونبق پکې واچوي او د څو دقيقو له پاره جوش کړۍ٠ بيا دغه ښوروا تيار شو ٠ د خوړلو نه دمخه دغه ښوروا د څه وخت له پاره په يخچال کې کيږدۍ څو چه ښوروا يخه شي ٠ که خواږه خوړه خوښيږ ي ، کولي شي چه په خپله خوښه بوره ور زيات کړۍ ٠