<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-05 17:59:49    
د چين د چانګ چون ښار زده کوونکی د مدنيو ښاريانو د معيار د مراعات دپاره کوشش کوي

cri

اوس د چين په بيلا بيلو سيمو کی خلک د مدنی ابادی دپاره کوشش کوي او د مختلفو درجو حکومتونه له زده کووکو څخه غوښتنه کوي چه له کوچنيتوب څخه د مدني کردار او کړو وړو مراعات وکړي څو چه د لوئيدو نه وروسته په مدني ښاريانو بدل شي ٠ لږه موده د مخه د چين د شمال ختيځې سيمې د جي لين ولايت د چانګ چون ښار د ځينو لومړنيو او منځنيو ښوونځيو څه د پاسه دری زرو تنو زده کوونکو د جی لين ولايت د کلتوري مرکز د دروازی په مخکی د هيواد د مدنی ښار د أبادولو او د کوچنيو مدنيو ښاريانو د ګرزيدو په نامه د فعاليت د پرانستلو په مراسمو کي برخه واخيستله او ددې ښار د ټولو لومړنيو او منځنيو ښوونځيو له زده کوونکو څخه غوښتنه وشوه چه په ټولنی کی د يوه ښه تبعه ، په کور کی د پلار و مور د ښه ماشوم او په ښوونځيو کی د يو غوره زده کوونکی د ګرزيدو دپاره کوشش وکړي او د مدنی ښار د جوړولو لپاره خپل لازم رول ولوبوي ٠

نوموړی فعاليت له دې څخه عبارت دی ، لومړی : بايد په ټولنی کی مدنی کردار او عمل ترويج شي يعني په ټول ښار کی د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو زده کوونکی بايد له خپل وطن سره مينه ولري ، يو له بل سره دي مرسته وکړي ، له خپلو بدو عادتونو څخه دي لاس واخلي ، حفظ الصحې ته دي پاملرنه ورکړي ، د چاپريال د ساتنی لپاره دي کوشش وکړي او د نورو عامه نظمونو مراعات دي وکړي ، دوهم : بايد په ښوونځيو کی دی مدنی کردار او کړه وړه اجرا کړي مثلا په ښوونځيو کی دي په کوشش سره زده کړه وکړي ، د استاذانو خبرې دي په جدي توګه واوړي ، د نورو زده کوونکوسره دي دوستی ټينګه کړي او د ښوونځيو د چاپريال د ساتنی لپاره دي خپل خدمت وکړي ، دريم : بايد په کورکی هم مدني کردار او کړه وړه اجرا کړي مثلا هره ورځ بايد خپلو پلرونو او ميندو ته اسلام واحوی ، د خونی په پاکولو په باب دي له دوی سره مرسته وکړي او د خپل توان په اندازه دی په داسي نورو فعاليتونو کی هم برخه واخلي ٠