د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د ٢٩مې دورې د سپورتی لوبو د بريالی جوړيدو لپاره بيجينګ د سپورتی لوبو د بيلا بيلو تدارکاتی کارونو د تياری په عين وخت کی د احتمالی تروريستی فعاليتونو د مخنيوی لپاره هم تروريزم په ضد کوشش کوي ٠
په ١٨٩٦ کال کی د اولمپيک د سپورتی لوبو د رسمی جوړيدو نه راهيسی د اولمپيک سپورتي لوبې تل د نړۍ د يووالی ، دوستی ، سولی او پرمختګ د نښې په توګه بلل کيږي ٠ مګر څرنګه چه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی زيات شمير کسان ګډون کوی ، استعمال شوي جمنازيمونه او ستيوډيومونه او نور اړوند فعاليتونه زيات دی او دغه لوبې د نړۍ د توجه وړ ګرزی ، نو دغه ځايونه او فعاليتونه په اسانه توګه د تروريستانو د بريدونو په هدفونو بدليږي ٠ د ١٩٧٢ کال د اولمپيک د شلمې دورې په سپورتی لوبو کی د برخوالو هيوادونو په هياتونو باندي د بريدونو نه راهيسی د تروريستی عملونو مخنيوی د اولمپيک د بيلا بيلو دورو د سپورتی لوبو د کوربه وو هيوادونو او ښارونو په وړاندي د توجه او حليدو وړ يوه دنده ده ٠
د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو د انتظامی کميټی د اجرا يوی رئيس مرستيال لې بينګ هوا څرګنده کړه چه د چين حکومت په بيجينګ کی د اولمپيک سپورتی لوبو د امنيت تامين ته زياته پاملرنه او اهميت ورکوی او د امنيت د ساتنی لپاره مختلف کارونه د چمتوالی په حال کی دی ٠ هغه وويل _____اواز______
مونږ به د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو د امنيت د تامينولو لپاره په جدی
توګه د اولمپيک د پخوانيو سپورتی لوبو او د نورو سترو لوبود تجربو څخه ګټی
واخلو او د چين د مشخصاتو او د بيجينګ د خصوصيتصيت سره سم به د امنيت د تامين په باب مشخص پلان طرح کړو ٠ د بيجينګ حکومت به د کنترول او اداری سيستم او د اطلاعاتو سيستم جوړ کړي او د امنيت د ساتنی د چاروواکو روزنه به پياوړی کړي ٠ په عين وخت کی به مونږ زيات کوشش وکړو چه نه يوازی د امنيت د تامينولو لپاره ښه خدمت وکړو بلکی د اولمپيک د سپورتی لوبو سره سم د خوشحالۍ فضا برابر کړي .
د اولمپيک د اوصولو او د کوربه ښار د قرارداد له مخی د اولمپيک د سپورتی لوبو د امنيت ساتل د حکومت مسئوليت دی ٠ چين د ٢٠٠٤ کال په پای کی د بيجينګ د سپورتی لوبو د امنيت د تامينولو لپاره د هماهنګی هيئت جوړ کړيدی او په هر اړخيزه توګه د امنيت د تامينولو د کارونو د تياری او تحقق دندی په غاړه لری ٠ د دغی هيئت رئيس او د بيجينګ د ښاروالی يو مشر چه چيانګ وي نوميږي څرګنده کړه چه بيجينګ د اولمپيک د ٢٩م دوری د سپورتی لوبو د پر ځای کولو په باب د غوښتنی د منلو نه راهيسی د تروريستی فعاليتونو په ضد کارونو ته ډير اهميت او پاملرنه کړيده ٠ هغه وويل _____اواز_______
د ٢٠٠٨ کال د نژدی کيدو سره سم د تروريستی فعاليتونو د مخنيوی په باب د بيجينګ مسئوليت ورځ په ورځ زياتيږي ٠ مونږ غواړو چه له بيلا بيلو هيوادونو او لويو ښارونو سره همکارۍ وکړو او له سياسی ، اقتصادی ، دپلوماتيک نظامی او قانونی لارو څخه په استفادی سره د تروريزم په ضد بين المللی مبارزه غښتلی کړو او ټولنيز عدالت تامين کړو تر څو چه د ټولی نړۍ لپاره د ګډی ګټی ، ګډی موجوديت او د انکشاف او ودی ستراتيژيکی هدف تر سره شي ٠
اوس د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د امنيت د ساتنی او قوماندانی مرکز او
د اطلاعاتو مرکز د جوړيدو په حال کی دی ٠ نوموړی مشر چيانګ وي وويل بيجينګ به د دغو درو کارونو لپاره کوشش وکړي چه لومړی د تروريزم په ضد ساحه کی له بيلا بيلو هيوادونو سره همکارۍ او تبادله نور هم تقويه شي ٠ دوهم د تروريزم په خلاف د مشوری او روزنی ميکانيزم جوړ شي ٠ دريم د تروريستی عملياتو په ضد د تخنيکی سامان ألاتو کيفيت او علمی سويه لوړه شي ٠
د خبر له مخی د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د امنيت د تامينولو لپاره بيجينګ قدم په قدم د اولمپيک د سپورتی لوبو په شان په سترو فعاليتونو کی د امنيت د ساتنی تدبيرونه نيسی ٠
ګرانو اوريدونکو ، د ورزش او سپورت په نامه نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ، هيله ده چه زمونږ دغه پروګرام مو خوښ شوی وي ٠