<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-05 18:26:56    
د ټولنی د ترقی د پرمخبيولو په بهير کی بايد د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ هماهنګ انکشاف ته پام واړول شی

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين داقتصاد د چټک انکشاف په بهير کی د چين ښځی بايد څرنګه رول لوبوی او دوی پخپله څرنګه د ټولنی له ترقۍ سره پيژندګلوی ترلاسه کوی ؟ د اسيا د ښځو په دوهم فورم کی چه د جون په ٢٣ نيټه په بيجينګ کی جوړشو ، دا موضوع تر څيړنی او بحثونو لاندی راغلی وه .د برخه والو استازيو په نظر ، د ټولنی د ترقی د پرمخبيولو په بهير کی بايد د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ هماهنګ انکشاف ته پام واړول شی .

د چين د ښځو د ملی اتحاديی او د اسيا د ښځو د فورم افتخاری رييسی پنګ پۍ وين نوموړی فورم ته د خپلی اصلی وينا په ترڅ کی وويل چه ښځه له سترو انسانی منابعو څخه يوه ده او د چين د نسبتأ شتمنی ټولنی د ابادولو په بهير کی مهم رول لوبوی . نوموړی دا خبره هم تاييده کړه چه په اوس وخت کی د ناينه ؤ او ښځو د چارو انکشاف لاهم برابر نه دی ، د ښځو د تحقيرولو په باب زړه او ناوړه مفکوره تر يوی اندازی پوری د خلکو پر نظرياتو او اعمالو باندی اغيزه لری ، د دولت او ټولنی په اداری چارو کی د ښځو د ګډون سويه لا هم ټيټه ښکاری ، د استخدام په برخه کی ښځی لا هم د پخوانی مفکوری څخه نه دی ازادی شوی او په بازاری رقابت کی د ښځو د ګډون لياقت او توان هم کم دی . ميرمن پنګ پۍ وين د غونډی له برخه والو ممتازو ښځينه استازيو څخه هيله وکړه چه په مداومه توګه د خپل اجتماعی مقام د لوړوالی او د خپل ژوند او اقتصاد د تامين لپاره د عزم او همت د روحيی په درلودلو سره د خپلی ايډيالوژيکی ، اخلاقی او علمی سويی د لوړولو لپاره هانډ وکړی ترڅو د خپلو بوختياؤ د پراختيا او پياوړتيا په څنګ کی دولت ته لا ستر خدمتونه سر ته ورسوی . په عين وخت کی بايد په فابريکو او کليوالی سيمو کی ګڼ شمير ښځو ته مرسته او پاملرنه هم ورکړی ترڅو دوی له ټولنی سره يو ځای ترقی ومومی .

چين شپږ سوه مليونه تنه ښځی لری چه د اسيا د ښځو يو پر دريمه برخه نيسی . دوی د چين د اقتصادی ابادی او اجتماعی ترقی د پرمخبيولو په بهير کی ستر رول لوبولی او لوبوی يی . خو په نوموړی غونډه کی د برخه والو پوهانو په نظر ، په حقيقت کی د ښځو د ترقی په لاره کی زيات خنډونه هم شته او په دی برخه کی د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ نا هماهنګی او نابرابری ليدل کيږی . د چين د نارينه ؤ او ښځو د مالونو په باب په هغه تحقيقاتی رپوټ کی چه د نوموړی فورم لخوا خپور شو ، که څه هم د چين د اجتماعی او اقتصادی ودی لپاره د ښځو د خدمتونو مثبته ارزيابی شوی ، مګر ورځنی داهم څرګنديږی چه د ټولنې او اقتصاد ترقی د ښځو دمقام د لوړوالی حتمی عوامل نه دی . مثلأ د کسبونو او مشغولتياؤ په برخه کی د نارينه ؤ او ښځو مقام او واکونه توپير لری . د نوموړی رپوټ له مخی په هغو يوڼتونو او څانګو کی چه په سلو کی ٧٣ پلټنې منونکی کسان پکی کار کوی ، د نارينه ؤ حرفه ای مقام په ښکاره توګه له ښځو څخه لوړ دی ، يوازی په سلو کی په ٨ اعشاريه ٣ يوڼتونو کی د ښځو

حرفه ای مقام له نارينه ؤ نه پورته دی . دغه راز په سلو کی د ٨٨ اعشاريه ٧ څانګو او يوڼتونو لومړنی مشر په نارينه ؤ پوری اړه لری او د هغو ښځو شمير

چه د لومړنی مشرې دنده په غاړه لری ، صرف په سلو کی ١١ اعشاريه ٣

نيسی . سربيره پردی ، د عمر په زياتيدو سره د لوړ حرفوی مقام په اړه د نارينه ؤ تناسب په تدريجی توګه جګيږی ، برعکس د ښځو اړوند تناسب ګام په ګام ټيټيږی . له دی نه څرګنديږی چه د عمر په زياتيدو سره په حرفوی ساحه کی د ښځو تفوق او ښيګنی هم ورو ورو کميږی او د نارينه ؤ تفوق د پياوړی کيدو په حال کی دی چه په دی ډول په دی ساحه کی د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ توپير هم پراخيږی . حقيقت خو دا دی چه د چين د ښځو موجودی تعليمی او معلوماتی سويی د هيواد د اقتصادی او ټولنيزی ترقۍ لپاره د دوی لخوا له ترسره شويو خدمتونو سره سمون نه خوری .

په نوموړی سيمينار کی د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ د غير مساوی مقام ، په اقتصادی ژوندانه کی د نارينه ؤ او ښځو د رولونو د نا هماهنګۍ او داسی نورو موضوعاتو په شاوخوا کی برخه والو په توده او أزاده فضا کی سره ديالوګ وکړ او په اتفاق سره يی دی ته اشاره وکړه چه نارينه او ښځی بايدد مساوات او هماهنګی تر شرايطو لاندی ګډه ترقی ومومی چه دا د علمی انکشاف او ترقی له نظريی سره مطابقت لری . نو په دی وجه د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ د هماهنګې ترقی نه د ډک اجتماعی چاپيريال رامنځ ته کول او د ټولنی د ترقی د بهير ګړندی کول د ګردی ټولنی په وړاندی ګډه دنده ګڼله کيږی او د مختلفو محافلو شخصيتونه بايد ورته پام واړوی او د نوموړی دندې د سرته رسولو لپاره ګډ هانډ او هڅه وکړی .

د ښځينه پوهانو ، سياستمدارانو ، د صنعتی او تجارتی موسسی د خاوندانو او هنرمندانو په شمول نژدی دری سوو تنو استازيوپه نوموړی فورم کی ګډون درلود .