<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-06 18:12:06    
د جاپاني جنګي مجرمينو د روزنې او داصلاح ګولو په برخه کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه

cri

دچين د شمال ختيځې خوا د لياو نين په ولايت کې فو شون ښار شته او دغه ښار له دي امله د چين د خلکو په دماغ کې ياديږي چه دغه ښار د يو لوي سيند له خوا په دوه برخو ويشل شوي چه په جنوبي برخه کې يي د پينګ دنګ شان په نامه د بدمرغۍ پيښې يو ياد ونځي شته ٠ پخوا په دي ځاي کې څه د پاسه دري زره تنه بي ګناه چينايان د جاپاني تيري کونکو فوځيانو له خوا ووژل شول ٠ خو په شمالي برخه کې يي د جنګې مجرمينو يوه بنديخانه وه چه نژدي زر تنه جاپاني تيري کونکي مجرمين پکې تر تر روزنې او اصلاح لاندې نيول شوي وو ٠ په نوموړو بنديانو کې هيڅوک په اعدام نه و محکوم شوي او له شپږو کالو نه تر اتو کالو پوري د روزنې نه وروسته په پوره توګه خوشي شول او بيرته جاپان ته ستانه شول ٠ د شپيتو کالو نه د مخه پر چين باندې په چاپاني تيري کونکي جګړه کې جاپاني مليتاريستانو په ټول چين کې د سوځولو، وژلو او تالا کولو پاليسۍ عملي کوله او په چين کې يي بي شميره غير انساني جنايتونه ترسره کړل ٠ خو د جګړي نه وروسته د چين حکومت د بشر دوستۍ له نظره د نيول شويو جاپاني جنګې مجرمينو په نسبت د انساني طبيعيت روزنه او تربيه ترسره کړي ده او دوي يي له جنګي ليوانيانو څخه په سوله ايزو استازيو بدل کړي دي ٠

ښاغلي ياماګوچي ايزو پخواني جاپاني جنګي مجرم دي او په چين کې د روزنې او اصلاح نه وروسته بيرته جاپان ته ستون شو ٠ اوس هغه که څه هم اتيا کلن دي ، خو په چين کې د روزني او تربيي د منلو د جريان د يادولو په وخت کې د هغه له پاره پخواني خاطره يي لا هم ډيره څرګنده ده ٠ هغه خبريال ته وويل چه د فو شون ښار په بنديخانه کې مونږ د بشر دوستۍ له رفتار او سلوک څخه برخوردار وو ٠ د روزنې له لارې مونږ د تيري جګړې په جنايتونو ښه پوه شولو او خپل جرمونه مو وپيژندل ٠ هغه وويل چه د فو شون ښار زما د بيا راژوندي کولو ځاي دي ٠

د تيرې پنځمې لسيزې په لومړنيو وختونو کې په چين کې له يو زرو دوه شپيتو تنو جاپاني جنګي مجرمينو نه نهه سوه نهه شپيته تنه د فو شون په بنديخانه کې بند شوي و ، د اړوندې احصايي له مخې نژدي يو مليون تنه چيني اوسيدونکي او عسکران د دوي له خوا ووژل شول او له چين څخه د دوي له خوا لوټې شوي شتمنۍ هم بي شميره وي ٠ په بنديخانه کې د تربيي او د فکر د اصلاح له لارې نوموړي جنګي مجرمين په جنګي جنايونو ښه پوه شول او خپل جرمونه يي وپيژندل او په صداقت سره يي د چين له حکومت څخه غوښتنه وکړه چه دوي ته سخته سزا ورکړي ٠ د ١٩٥٨ کال د دوبي په فصل کې د چين د عالي محکمې په اړه خاصې نظامي محکمې اعلان وکړ چه پرته د هغو څلور پنخوس تنو مجرمينو نه چه جنايتونه يي ډير سخت ؤ ، د ټاکلي وخت له پاره په بند محکوم شوي ، نور يو زرو اوه لس تنه سم د لاسه خوشي شوي دي ٠ نوموړي جنګي مجرمينو بيرته جاپان ته د ستنيدو نه وروسته ژمنه کړې ده چه بايد يو ځل بيا ځان په نوي روحيه و ګرزوي او وروسته به هيڅ بد کار و نه کړي او ټينګ عزم يي وښود چه بايد د جاپان او چين ترمنځ د دوستۍ او د نړيوالې سولې له پاره خدمتونه تر سره کړي ٠ په ١٩٥٧ کال کې له چين څخه د بيرته راتګ کونکو اتحاديه جوړه شوه ٠ د اتحاديي غړو د اړوندو کتابونو د چاپولو او د بيلا بيلو نندارو د جوړولو له لارې په چين کې د جاپاني مليتاريستانو جنايونه افشا کړل ٠ په هغه وخت کې د دوي نوموړي عمل پر ډيرو جاپانيانو باندې زياته اغيزه اچولي ده ٠ د فو شون ښار د اجتماعي اکاډمې په اړه د چين او جاپان د روابطو څيړونکي ښاغلي فو بو وويل چه دا يو ستر او عجب کار دي ځکه زمونږ اصلاحات او روزنه له مهرباني او انساني طبيعي احساساتو نه ډک وه ، په چين کې د دوي د روزنې او اصلاح موده پنځه کاله ؤ ، خو پر دوي باندې اچول شوي اغيزې پنځوس کاله دوام وکړ ٠ سپين ږيري څوي ژن جي چه په هغه وخت کې په نوموړي بنديخانه کې کار کاوه ، وويل چه د تاريخ د شاهد په توګه زه هيله لرم چه د چين او جاپان ځوانان تاريخ هير نه کړې او په سم نظر تاريخ ته وګوري ٠