د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، په افغانستان کی د ملګرو ملتونو مرسته کوونکی ګروپ د جولای په ٧ نيټه په کابل کی اعلام وکړ چه د افغانستان د پخوانی فوځ او نورو وسله والو تنظيمونو د بی وسلی کولو او په ټولنه کی د اړوندو افرادو د بيا بوختولو په خاطر د پلان تطبيق ترسره شو او ټول ٦٢ زره ٩ سوه تنه پخوانی فوځيان بی وسلی شوی دی چه اکثريت يی په ټولنه کی خپل ځای او کار پيدا کړی دی .
نوموړی ګروپ د اوومی نيټې په خپره شوی اعلاميه کی ويلی چه د نوموړی پلان يو لوی هدف د پخوانی فوځيانو بی وسلی کول ؤ او د دغه پلان د ترسره کيدو نه وروسته به د افغانستان حکومت د ټولو لازمو وسايلو په نيولو سره دننه په هيواد کی د بيلا بيلو غير قانونی وسله والو تنظيمونواو افرادو په بی وسلی کولو پيل وکړی .