<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-08 16:58:31    
د ځنګ جيانګ د ښار د جيانګ سيان په نامه واټ

cri

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د ځنګ جيانګ په ښار کې د يوه ځانګړي واټ په باب معلومات چې جيانګ سيان جيې نوميږي تاسو ته وړاندې کړو٠

د ځنګ جيانګ ښار د چين په جنوب ختيځ کې د جيانګ سو په ولايت پورې مربوط دی او د چين د لومړي لوي سيند د يانګځي سيند په ﻻندينې سيمه کې واقع دی ، څرنګه چې نوموړي ښار د يانګځي سيند په غاړه کې پروت دی نو ځکه په دې سيمه کې زيات خلک د اوبو د پيداورو سره ډيره علاقه او مينه لري ٠ د جيانګ سيان جيې په نامه واټ يو داسي واټ دی چې خلک پکې د سيند څخه د تازه نيول شويو کبانو په واسطه خوندور خوراکونه پخوي او پلوري ٠

د جيانګ سيان جيې په نامه واټ د يانګځي سيند په غاړه کې واقع دی او پخوا دکب نيونکو يوکلی و او په نوموړي کلي کې د اوسيدونکو اکثريت يې کبنيونکي وو ٠ د څه دپاسه لسو کالو نه مخکې ځينو کب نيونکو په نوموړي کلي کې يو شمير رستورانونه جوړکړل او په خپلو رستورانونو کې يې په خاص او ځانګړي ډول د تازه او ژونديو کبانو په واسطه د پاخه شويو خوراکونو په پلورلو پيل وکړچې اوس دا سيمه د کبانو په سيمه بدله شوې او ډير رستورانونه جوړشوي دي ، نو ځکه خلکو نوموړي واټ ته د جيانګ سيان جيې نوم ورکړجيانګ سيان په چيني ژبه کې د سيند د تازه پيداورو معنا او جيې د واټ معنا لري ، د هغه وخت نه وروسته دجيانګ سيان جيې واټ ورځ په ورځ شهرت موندلی دی

د نوموړي واټ په دواړو غاړو کې څه دپاسه اويا رستورانونه څنګ په څنګ واقع دي ٠ د يوي ناو دا په نامه د رستوران دکاندارې ميرمن شيوي ﻻي تي وويل د جيانګ

سيان په واټ کې هررستوران تازه کبان پخوي ، هغې وويل زه د کب نيونکي په کورنۍ کې زيږيدلې يم ، نوځکه د کبانو په باب زيات معلومات لرم، ددې رستوران سابقه داراشپز ني بين وويل د جيانګ سيان جيې په وات کې نه يوازي کبان تازه دي بلکې د کبانو خوراکونه د ځنګ جيانګ ښار ځانګړي او محلي خوندلري ، ني بين وويل د ځنګ جيانګ ښار د يانګځي سيند په ﻻنديني ناوه کې پروت دی ، ددې سيمې کبان په چين کې ډير شهرت هم لري ، هغه وويل د يانګځي په سيند کې درې ډوله کبان ډير ښه او په زړه پوري خوند لري او هم ډيره ګرانه بيه لري چې په جلاجلاتوکه د داو يوي ، خوي يوي او شي يوي په نامه ياديږي ٠په نوموړو دريو ډولو کبانو کې د شي يوي په نامه کب د نورو نه ښه خوند لري ، خلکو هغه ته د کبانو لومړي لمبر ورکړی دی ٠ د شي يوي په نامه کبان په سيند کې ډير لږ دي نو ځکه سياحان هم ډيره هيله لري چې دا ډول کبان وخوري ٠

د جيانګ سيان جيې په واټ کې زيات کوچني رستورانونه د کلي د کب نيونکو لخوا جوړشوي او اداره کيږي ، دوي هم د رستورانونو خاوندان دي او هم د رستورانونو اشپزان او خدمتګاران ، سياحان په رستوران کې لکه چې د کب نيونکو په کور کې د ميلمنو په توګه ډوډۍ خوري ٠

د يادونې وړ يو رستوران دا دی چې جين يوي فانګ نوميږي ، نوموړي رستوران په يوه لويه بيړۍ کې پروت دی ، نوموړي بيړۍ دوه پوړونه لري ، مسافرين کولاي شي چې له يوې خوا خوندور او مزه دار خوراکونه خوري او له بلې د سيند او د سيند څخه د ليري ځايونو د ښکلو طبيعي منظرو سيل وکړي ، ددې رستوران خاوندچيان شوانګ شي وويل دا رستوران چې په بيړۍ کې جوړشوی دی په دې سيمه کې يوازينی رستوران دی ٠

د جيانګ سيان جيې په نامه وات د چين د ځنګ جيانګ په ښار پوري مربوط يو ځانګړي کلی دی ، د نوموړي واټ خوندور خوراکونه ډير زيات چيني او بهرني سياحان ځانته راجلبوي ، يو امريکايي ميلمه چې داوګلاس پينساک نوميږي وويل په دې ځای کې پاخه شوي خوراکونه ډير خوندور دي چې ما په نورو ځايونو کې او په امريکا کې همداشان مزه دار خوراکونه نه دي خوړلي ، زه ورسره ډيره علاقه لرم ٠

ښاغلي داوګلاس د ځنګ جيانګ په ښار کې له دوو کالو راهيسي کارکوي ، هغه تل د خپلو ملګرو سره يو ځای جيانګ سيان جيې وات ته ځي او د هغه ځای تازه او خوندور کبان خوري ،

محترمو دوستانو په چين کې د جيانګ سيان جيې په شان ځايونه ډير زيات دي ، که تاسي فرصت لري نو چين ته سفر وکړي او د ښکلو طبيعي منظرو او د خوندورو خوراکونو څخه خوند واخلي ٠

ګرانو دوستانو د چين د ځنګ جيانګ ښار د جيانګ سيان جيې په نامه وات تاسو ته معرفي وکړ ٠