د سين هوا اژإنس د خبر له مخی د پاکستان د داون ورځپاڼې د جولای په اتمه نيټه خبر واخيست چی د روانی مياشتې په اومه نيټه پاکستان او ايران له دې سره موافقه وکړه چی د پاکستان له لارې له ايران څخه هند ته د طبيعی ګاز يو پايپ لين جوړ کړی او فيصله يی وکړه چی د دغه پايپ لين د جوړېدو په هکله خبرو اترو کی د برخه اخيستنې دپاره هند ته بلنه ورکړی. له دغه عمل څخه څرګنديږی چی د ايران، پاکستان او ايران ترمنځ د طبيعی ګاز د پايپ لين د جوړېدو په برخه کی واقعی برياليتوب تر لاسه شوی دی. د ايران د نفتو وزير زنجانی وويل چی د نوموړی پايپ لين جوړېدل د سيمه ايزې سولې او ثبات دپاره يوه نښه ده.
|