<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-09 16:22:04    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز— چين جونګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د مذهبی حالتونو سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د مذهبی حالتونو په باب څه معلومات وړاندی کړی .

جونګ – ښه ده .د نامکمل احصائی له مخی، اوس په چين کښی څه دپاسه سل مليونه بيلا بيل متدينان ، د مذهبی فعاليتونو څه دپاسه پنځه اتيا زره ځايونه، څه نا څه دری لکه مذهبی کارکوونکی، څه دپاسه دری زره مذهبی ټولنې او څلور اويا مذهبی ښوونځی شته٠

په چين کښی د مذهبونو ملی ټولنې په دی ډول دی : د چين د بوديزم ټولنه، د چين د تاويزم ټولنه ، د چين اسلامی ټولنه، د چين د کاتوليک وطن پرسته ټولنه، د چين د کاتوليک د اسقفانو ډله ، د چين د مسيحيت د وطن پرست نهضت کميټه او د چين د مسيحيت ټولنه ٠ بيلا بيلې مذهبی ټولنې د خپل منشور له مخی مشران او لارښوونکی ارګان انتخابوی، په خپلواکه توګه د مذهبی چارو اداره کوی او د خپلې اړتيا له مخی مذهبی ښوونځی جوړوی، مذهبی شرعيات چاپوی او صادروی ، مذهبی مجله چاپوی او ټولنيزې عام المنفعه چارې اجرا کوی٠

د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته له خارج سره د مذهبی حلقې تماسونه او تګ راتګ په پر له پسی توګه انکشاف مومی٠ د چين بيلا بيل

مذهبونه د خارجی هيوادونو له مربوطو مذهبونو سره پراخ تماسونه او تګ راتګ ساتی ٠

د اسلام مبارک دين په ميلادی اوومه پيړۍ کښی چين ته داخل شو٠ د چين د ٌ هوۍ ٌ ، ٌ ويغورٌ ، ٌ تاتار ٌ ، ٌ قرغز ٌ ، ٌ قزاق ٌ ، ٌ تاجيک ٌ ، ٌ ازبک ٌ ، ٌ دونګ سيانګ ٌ ، ٌ سالار ٌ او ٌ باو ان ٌ لسو قومونو څه نا څه شل زره هيوادوال پر دی مبارک دين باندی عقيده لری٠ د چين مسلمانان اکثرأ د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاره سيمه، د نين سيا د هوۍ قوم په خودمختاره سيمه او د ګان سو، چينګهای او يون نان په ولايتونو کښی ژوند کوی او په نورو ولايتونو او ښارونو کښی هم يو شمير مسلمانان اوسيږی٠ اوس په چين کښی څه دپاسه ديرش زره جوماتونه او څه نا څه څلويښت زره تنه امامان شته٠

په ١٩٤٩ کال کښی د چين د ولسی جمهويت له جوړيدو نه وروسته د چين حکومت د مذهبی عقيدې د ازادۍ په باب پاليسی جوړه او تطبيق کړې او د سياسی او مذهبی چارو ترمنځ هغه روابط يی قايم کړيدی کوم چه د چين له دولتی حالاتو سره سمون خوری ٠ د چين اتباع کولای شی چه په ازاده توګه خپله مذهبی عقيده وټاکی او خپل مذهبی حيثيت څرګند کړی٠ په چين کښی بيلا بيل مذهبونه سره مساوی دی، په روغه توګه ګډ ژوند کوی او هيڅکله مذهبی شخړې او کشالې ندی پيښې شوې ؛ دغه راز مذهبی عقيده لرونکی او مذهبی عقيده نه لرونکی اتباع هم يو د بل درناوی کوی او يو له بل سره يووالی او دوستی ساتی ٠

د چين د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب د قانون ، د مدنی قانون د عمومی اصولو ، تعليمی قانون ، د کار په باب د قانون، د اجباری تعليماتو په باب د

قانون ، د ولسی کانګرسونو د انتخاباتو په باب د قانون ، د کليوالو د کميټې د تشکيلاتی قانون او د اعلان په باب د قانون په شمول يو لړ قوانينو کښی هم دا ټاکل شوی چه ټول اتباع چه که کومه مذهبی عقيده ولری يا و نه لری ، د انتخابولو او انتخابيدو حقوق لری؛ د مذهبی ټولنو قانونی مالونه او جائدادونه د قوانينو لخوا ساتل کيږی؛ تعليمات له مذهبونو څخه جلا کيږی او اتباع چه که کومه مذهبی عقيده ولری يا و نه لری، د قوانينو له مخی د تعليماتو د اخيستلو له مساوی فرصت څخه برخوردار دی ؛ د بيلا بيلو قومونو خلک بايد يو د بل د ژبې ، ليک دود، دودونو او مذهبی عقيدې احترام وکړی؛ اتباع بايد په کار کښی د ګډون په برخه کښی د مذهبی عقيدې د توپير په اثر له تبعيض سره مخامخ نشی او په اعلانونو او مارکو کښی بايد د قومونو او مذهبونو د تبعيض په باب محتويات شامل نشی ٠

ګرانو اوريدونکو ، پوښتنو ته د نننې ځواب برخه په همدی ځای پای ته ورسيد ، ستاسو د کاميابې او خوشحالې په هيله .