<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-10 15:58:52    
په بريتانيا کی د چين په اړه په زړه پوري قصی

cri

څو ورځی دمخه ، په لندن کی د هنری فستيوال په موده کی خبريال له يوه جوړه انګليسي ښځې او ميړه سره مرکه وکړه او ددوي د کورنۍ په باب قصه يي واورېده٠ د دوي زوی د يوه بين المللی د اوطلب په حيث د انګليسی ژبی د ورزده کولو لپاره چين ته راغلی او په شانګهای کی يی يوه چيني نجلۍ وپيژندله او ژر يي ور سره واده وکړ٠ددوي نږور به په نژديو ورځو کی لندن ته لاړه شی ، دوی د همدې دوستی نه ډېر خوشحاله دی او خبريال يي هم خپل دوست ميلمه وباله ٠

کله چه سبا خبريال د امريکی له يوه خبريال سره له مرکې څخه هم دا خبر واخيست چه هغه له چين سره هم خاصی اړيکي لری٠ هغه خبريال ته وويل چه د ده زوی د يوه پروفيسر د اغېزی په اثر له چين سره ډېره علاقه لری، نو د چينی ژبی د زده کړې لپاره بيجينګ ته ولاړ او وروسته يی په چين کی کار کاوه٠

د مرکی په ترڅ کی خبريال يو لندنی ځلمی وپيژانده چه مير نوميږی٠ مير د غيرمنقولو اموالو د معاملاتو په شرکت کی کار کوی او ډېر چينی ملګری لری٠ د ده په نظر،چينايان د کار لپاره ډېر کوشش کوی ٠ هغه وويل چه اوس چين د ستر بدلون په حال کی دی ، نو غواړی چين ته لاړ شي ٠

د انګلند او ويلس د حسابدارانو د ټولنې د کلني غونډې د تعطيل په وخت کی چه د جون په اته ويشتمه نيټه په لندن کی جوړه شوه ، د بريتانيی د تجارت د وزارت يو مامور د چين د ماليی د وزير له مرستيال وانګ جون سره د خبرو اترو په

ترڅ کی وويل چه زه څلور اولادونه لرم او مشر زوي مي غواړي چه چيني ژبه زده کړی وکړي ٠ هغه وويل اوس چين په نړيوال تجارتی بازار کی له عمده وو ګډون کوونکو څخه دی ، نو بريتانيايان چين ته د توجه ورکولو په عين وخت کی له چين سره هم ډېره مينه لری٠

لس کاله دمخه چين د لوېديځو هيوادونو د خلکو لپاره ډير ناأشنا هيواد و، خو اوس ددوي تر پاملرنې او توجه لاندي دی ،چينايان د خپل هيواد د دروازې د خلاصون سره سم د نړۍ ګوټ ګوټ ته ځی٠ نن ورځ د لندن په لاروکوڅو کی کله کله خپل هېوادوال په تيره بيا هغه سپين ژيری ليدل کيږي چه د چينايانو د اوسيدو په سيمه کي په چيني رستورانونو کي کار کوي ، پرته د دوي نه ډېر ځلمی چيني زده کوونکی هم په لندن کي په زده کړه بوخت دي او دوی نه غواړي چه په رستورانونو کی موقتي کار وکړي ، بلکي د خپل تخصص سره سم په نورو اړوندو څانګو کي کار پيدا کوي ٠

ايدون چه د تلينيدا او توباکو څخه لندن ته راغلی ، خبريال ته وويل چه چين ته نه يم تللی،مګر له چين سره ډېر تاوده احساسات لرم ٠ هغه وويل چه د ده د ماما ميرمن چينی ده او چينی ډوډۍ ښی پخولی شي . ايدون وويل چه چينايان ډېر ميلمه پال او کوششي خلک دي او د خپلو عنعناتو او کلتوري عقيدې ډير احترام کوي ٠ ايدون خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل چه که څه هم هر تن په سر د چينايانو عايدات لا هم ډېر لږ دی ، مګر چين به ژر د امريکي نه وروسته د نړۍ په دوهم لوي اقتصادي هيواد بدل شي ، هغه هيله څرګنده کړه چه چين د بين المللی نظام د بدلون لپاره خپل رول ولوبوی٠

د خپلواکۍ په نامه د انګليستان د يوې ورځپاڼی خبريال مايکر کيوکی دوه مياشتې دمخه تازه په چين کی اوونيز سفر وکړ او د سفر په باب د خپلو خاطراتو د يادونې په وخت کي يي داسي وويل چه شک نه شته چه شل کاله وروسته به چين په لوي نظامی او اقتصادی هېواد بدل شي ٠ د نوموړی ورځپاڼی د کلتوري خبريال په حيث ، قيوقی د چين د هنر په باب زيات معلومات تر لاسه کړيدي ٠ هغه په احساساتو سره وويل چه اوس په چين کي اته ديرش مليونه تنه ماشومان د پيانو په زده کړه بوخت دي او د دوي څخه به حتمأ مشهور پيانو وهونکي رامنځته شي .