<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-10 16:34:09    
طالبانو د افغانستان په جنوبی برخه کی ١٥ تنه پوليسان تښتولی دی

cri

د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د افغانستان پوليسی مقاماتو د روانې مياشتې په ٩ نيټه دا خبر تصديق کړ چه طالبانو په اتمه نيټه د افغانستان په هلمند ولايت کی پر محلی پوليسو باندی بريد کړی او ١٥ نته پوليسان يی تښتولی دی .

د نوموړی ولايت د ديسهو په ناحيه کی د پوليسی څانګې يو مامور وويل چه طالبانو د پوليسو پر دريو موټرونو باندی بريد وکړ او ١٥ تنه پوليسان يی تښتولی چه پکی يو عالی مامور شامل دی .

د طالبانو وياند د روانې مياشتې په ٩ نيټه اعلان وکړ چه دوی د نوموړی پيښې مسؤليت په غاړه اخلی چه په دی حمله کی ١١ تنه پوليسان د دوی له خوا ووژل شول .

د روان کال د پسرلی نه راهيسی ، د افغانستان پر حکومت او امريکايی فوځ باندی د طالبانو او د القاعدې سازمان بريدونه شديد شوی دی چه تراوسه پوری لږ ترلږه ٥٠٠ تنه کسان په بريدونو کی مړه شوی ؤ .